کور / راپور / ميدان وردګ : د مالدارو او کروندګرو سره ۳۲۰ ټنه مرستي وسوې

ميدان وردګ : د مالدارو او کروندګرو سره ۳۲۰ ټنه مرستي وسوې

دميدان وردګ ولايت دګروندګرو او مالدارو خلكو سره د درې سوو(۳۰۰) ټنو اصلاح شوو تخمونو او درې سوه شلو(۳۲۰) ټنو حيواني خوړو(جيره) مرسته وشوه .


په هغه غونډه كې چې دميدان وردګ  ولايت دكرنې اومالدارۍ په رياست كې جوړه شوې وه پكې دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي او دميدان وردګ لايت دټولوولسواليوكروندګرو او مالدارو برخه اخيستې وه ،غونډې ته ښاغلي والي په خپله وينا كې وويل څرنګه چې دميدان وردګ ولايت زياتره خلك په كرنه اومالدارۍ بوخت دي نو دغه اصلاح شوې تخمونه او حيواني خواړه بسېا نه كوي چې موږ هڅه كوو چې دكرنې او مالدارۍ په اړه زيات خدمات خپلوغريبو ولسونو ته وړاندې كړو ترڅو دخلكو ستونزو ته تر يوځايه رسيدګې وكړو.


دكرنې او مالدارۍ ريس انجينر فضل عمرپه وينا دغه ۳۰۰ سوه  اصلاح شوې تخمونه چې دكرنې وزارت لخوا دې ولايت ته وركړل شوې دي  دولايت دټولو دكوپراتيفونو له لارې به د ټول ولايت كروندګرو ته د غنمو په مقابل كې د قرضي په توګه وركړل شي همدارنګه حيواني خواړه چې دكرنې وزارت لخوا ددې ولايت كرنې رياست ته ۳۲۰ ټنه په واك كې وركړل شوې ده په مالدارانو باندې يوه كيلو د لسو افغانيو په مقابل كې ووېشل شي ، داپه داسې حال كې ده چې په ازاد بازار كې ديو كيلوحيواني خوړو قيمت ديرش(۳۰) افغانۍ دي .