دربیع الاول دولسمه وه،دنړی په ټولو ځا یو کی یو قسم نور خپورؤ،لمر او سپوژمی تر پخوا زیاتی دنور وړانګی له ځان څخه خپرولی،لوړپه اسمان کی شور اوزوښ ؤ،ملایکویو او بل ته زیری ورکول،داسمان له لوری پرځمکه نور اوریدی،په ټوله نړی که دا غږاوریدل کیده چی نور به شتمن او بډای دنړی حاکمان او خدایان نه وی،نور به عزت او لوی والی په سرو او سپینو نه وی،نوربه شتمن او مالداردقوم باداران او حاکمان نه وی،نوربه غریب او بیچاره خلک خادمان اومرییان نه وی،نور به انسانان دغلامانو په شان په بازارونو کی نه پلورل کیړی،نور به حاکم او مشردقوم بادار نه بلکی دقوم خادم وی،له بل لوری دهغه غریبانو اومظلومانو په ارواو خوشحالی اوریدلی چی نور به دشتمنو او بادارانو په دربارونو کی دوینځی او غلام په څیر نه پلورل کیږی،نور به عزت اوزلت په سرو اوسپینو نه وی بلکی عزت اوزلت به یوازی دریښتینی خالق په عبادت او تقوا کی وی.
له بل لوری هغو مظلومو جینکیو چی دهغو په زیژون به دهغو ی خپل پلارونه شرمیدل او هغه به ي خپل کورنی ته شرم باله ژوندی به ي په خاورو کی ښخولی یو او بل ته ي زیری ورکول چی نور به موږ دزلت نښه نه بلکی دعزت نښه و،نور به موژ دکور لپاره خجالت نه بلکی د کور سعادت به و. .
هو دربیع الاول دولسمه نیټه ددوشنبی ورځ وه ټوله نړی په نور کی پټه وه دپریښتو ډلی ډلی دځمکی لور ته راکښته کیدلی یو او بل ته ي زیری ور کول او د احمد احمدناری ي وهلی،هلته دکعبی په ښارکی بی بی امینه دعبدالله په کورکه پرته وه په همدی سپیره کورګی نن یوه رڼا خپره وه پرهغه باندی نن نور او یو قسم خوشبوي اوریدله هلته دپریښتو لوي لوي ډلی راغلی وی،هلته بی بی امنی خپل دردونه تیرول په همدی وخت کی دعبدالله په کور کی يوه نوی ماشوم وژړل چی دهغه د ژړاسره سم پریښتو یو او بل ته زیری ورکړل دشهادت کلمه په ټوله نړی کی اوریدل کیدله په همدی وخت کی دروم ، کیسر او پارس دامپراتوریو دحاکمانو په غوږو کی دخطر زنګونه ووهل شول چی نور ستاسی پادشاهی او تختونه په نړیدو دی،نور به دیوه ریښتنی خدای په لور ټول بندګان خپل سرونه ټیټوی،نور به بنده دخدایی دعوه نه شی کولای،نور به غریب او بیچاره په بازارونو کی د یوه ډنګر اس په بیعه نه پلورل کیږی…
هغه و چی محمد(ص) دی نړی ته راغی دعد ل او انصاف لمر خپلی وړانګی پرنړی وغوړه ولی،دظلم او وحشت ټغر نور دنړی له مخ څخه ټول شولو هغه پیغمبر(ص) په خپله وروستی ویناکی وفرمایل:
زه ستاسی په مابین که دوه شیان پریږدم که چیری تاسی پرهغه خپلی منګولی ولګولی هیڅ کله به بی لاری او کمزوری نه شی هغه یو قرانکریم او بل زما سنت دی
خو افسوز چی نن دټولی نړی مسلمانانو دقران او سنتو څخه مخ اړه ولی دی او دهغه پر ځای ي تش په نا مه د ملګرو میلتو،ناټو،اطلاف… کفری قوانینو ته مخ اړه ولی دی همدا علت دی چی نن مسلمانان په فلسطین،عراق،افغانستان،کشمیر،… کی تر ظلم او وحشت لاندی دی .