کور / تازه خبرونه / شهزاده مسعود د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شو.

شهزاده مسعود د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرۍ په سر روانې ناندرۍ رسما د افغانستان د المپیک د کمېټې له لورې اوارې شوي او د کرکټ بورډ مشرۍ ته یې د افغانستان د کرکټ د فدراسیون پخوانی مشر او د ولسمشر کرزي سلاکار وزیر ښاغلی شهزاده مسعود ټاکلی، دا ډول ښاغلی الله داد نوري د هغه د مرستیال په توګه ګمارل شوی.
پدې خبرپاڼه کې د افغانستان د کرکټ بورډ د لوبغاړو د ګمارنې د کمېټې د مشر زراب شاه زهیر له قوله لیکل شوی چې د کرکټ بورډ اوسنی تشکیل د فدراسیون له پخوانیو غړو جوړ دی او د کرکټ چاری به تر هغه پرمخ وړي تر څو چې راتلونکي کې د بورډ مشرۍ ته ټاکنې ترسره شي.