كه په تاريخي لحاظ په افغانستان كې د قومونو ارزښت او جوړښت ته وكتل شي نو شك نه شته چې د قومونو يوالي د تل له پاره ملي يوالي ته لار هواره كړي او ملت يې د هر ډول ستونزې څخه را ويستلى دى،د تاريخ په اوږدو كې د افغاني قومونو ترمنځ كلك يوالى او يو پر بل باور دې ته زمينه برابره كړي وه چې دا قومونه ملت او دولت ته د هرې ورپېښې ستونزې د حل په لار كې هر څه كولى شي،خو كله چې قومونو يو له بل څخه واټن اخيستى نو په طبعي توګه يې ملي يوالى د لوى ګواښ لاندې نيولى او زيانمن كړى دى.
تاسو د جنګ او جګړې په كالونو كې وليدل چې د هيواد د نورو جوړښتونو په څېر قومي جوړښتونه هم يو څه زيانمن شول ،ان تر دې چې يو پر بل دومره بې باوره شول چې تر منځ يې واټن په وجود راغى او د قومونو دې حالت پرته له شكه چې ملي يوالى تر جدي ګواښ لاندې ونيوه،كه چېرې د قومونو ترمنځ دا موجود واټن را كم شي او په دوى كې يو ځل بيا د ملي يوالي روحيه پياوړي شي نو شك نه شته چې د افغان باتور اولس به ډېر ژر د خپلو ستونزو د هواري لارې پيدا كړي،تاسو وګورئ په شاهي دوره كې د قومونو ترمنځ ډيرې نږدې اړيكې موجودې وې ان تر دې چې دې اړېكو د ملي يوالي د ودې په لار كې يو رغنده او جوړونكى رول ولوبوو،
اوس هم چې دوخت او حالاتو غوښتنه د ملي يوالي په لور ده نو لازم دادي چې په لومړي قدم كې د قومونو د يوالي په لار كې هر اړخيزې هڅې او مبارزې وشي،زه په دې كلك باور لرم كله چې قومونه متحد شي نو خامخا به ملي يوالى په وجود راځي او د ملي يوالي په وجود كې د يوې ټولنې او ملت د ژوند هر اړخ وده او پرمختګ كولى شي،زه وايم هغه څوك چې د احساس او درد سپرغۍ يې خوب ته نه پريږدي هغوى ته ښايي چې په دې لار كې نه ستړي كيدونكي هلې ځلې وكړي او شك نه شته چې ددوى هڅې او كوښښونه به هرومرو نتيجه وركوي.قومونه بايد په دې پوهيدلي وي چې په هيواد كې د ملي يوالي او متحد فكر شتون هغه څه دي چې هيواد له شته ستونزو او مشكلاتو څخه ويستلى شي،كه قومونه په يوه پاكه او سپيڅلي اراده دې ته مټې راونغاړي چې نور نو د قومونو ترمنځ بيلتون او بيلوالى نه غواړو او په يوه افغاني او ملي روحيه ځانونه د خپل ځان،ټولنې او خلكو پر وړاندې مسوول وګڼي نو باور وكړئ چې هيڅوك بيا زمونږ د ودې او پرمختګ مخه نه شي نيولى،
خو كه د قومونو تر منځ په خپله واټن او اختلافات وجود ولري نو بيا هيڅكله هم د يوې عادي ستونزې پر وړاندې مقاومت نه شي كولى او باالاخره به همغه ستونزه ددې لامل ګرځي چې لوى لوى قومونه له منځه يوسي،شك نه شته چې د افغاني قومونو ترمنځ نه شليدونكي اړيكي وجود لري خو ددې اړيكو د پياوړتيا له پاره داسې قومي مخورو او مشرانو ته اړتيا ده چې په پاك زړه او وجدان د قومونو د يوالي له پاره پرته له كوم ډول شخصي هدف څخه كار وكړي،كه زمونږ دا ډول پاك زړي او پاك نفسه مشران د قومونو د يوالى په لار كې خپلې هڅې پر ځان د خپلو قومونو او ټولنې پور وګڼي نو شك نه شته چې ډېر ژر به د قومونو يوالى ملي وحدت او ملي تفكر ته لار برابره كړي،كله چې په ټولنه كې د ملي تفكر او په ملي مسايلو د خپل فكر بوختيا دانسان د شخصيت په يوې برخې بدله شي نو پرته له شكه چې هيواد او اولس به مو د ژوند په هر ډګر كې په بې ساري توګه وده او پرمختګ كوي،مګر كله چې د ملي فكر پرځاى د ځان د ګټو او فوايدو په اړه فكر كول د انسان د شخصيت يوه برخه شي نو طبعي ده چې هلته به انسانان د ټولنيزوالي خاصيت له لاسه وركوي او يوازې به د خپل ژوندانه د ښوالي په سوچ كې وي،
کوم چې په ځمكه باندې د انساني ژوند له اصولو او غوښتنو خلاف كار دى،په اخر كې يو ځل بيا په خپلو قومي بااحساسه مشرانو غږ كوم چې د خداى (ج) په خاطر په خپلو بچيانو،خاورې او هيواد رحم وكړى ،له ځان او وجدان سره كلكه ژمنه وكړئ چې نور به د هيواد او اولس د ښيرازۍ په موخه ټولې منفي تربګنى پريږدو او هڅه به كوو تر څو افغاني قومونه متحد او يو موټى وساتو،په داسې كولو سره به مو له يوې خوا د هيواد پر وړاندې خپل پور ادا كړى وي او له بلې خوا به مود ملي يوالي د ملاتير كوم چې د قومي جوړښتونو پياوړتيا ده لا غښتلى او پياوړى كړى وي.