پوهنتونونه هغه علمي مرکزونه دي چي د تاريخ په اوږدو کي يې هيواد ته علمي کدورنه روزلي، روزې يې او دا لړۍ به نشاالله روانه وي.
په افغانستان کي له ١٣١١ لېږديز لمريز کال راپه دې خوا چي د کابل د طب پوهنځي د تاسيس ډبره اېښودل شوي ده ، په لسګونو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو د فعاليت ډګر ته رادانګلي دي اوس مهال تقريبا په افغانستان کي ديارلس پوهنتونونه او همدومره د لوړو زده کړو مؤسسې وجود لري.
غوښتل مي ددې ټولو پوهنتونونو د اوسني حالت په اړه معلومات راټول کړم، په سايټونو، کتابونو او نورو معلوماتي سرچينو کي مي وکتل خو څه مي ونه موندل، اخر د لوړو زده کړو په ويب پاڼه پېښ شوم، هملته دهيواد دپوهتونونو پېژندنه وه،خو لکه څنګه چي دا وزارت د پوهنتونونو په پالنه کي توپير کوي همداسي يې دهغوى په پېژندنه کي هم خورا توپير تر سترګو کېده، دا ويب پاڼه په دريو ژبو پښتو ، دري او انګليسي خپرونې کوي، خو يوازي دري ژبه يې پالل کيږي، د پښتو مينو ګانو لينکونه بېرته درې پاڼو ته پرانستل کېدل او يا خو به تر اوسه فعال نه وو.
د پوهنتونونو پېږندنه کي يوازي دهغوى د تاسيس کلونه، د پوهنځيو شمېر، د محصلينو شمېر او نور کم معلومات په دري ژبه وو، دا احصايه د١٣٨٣ کال ده اوس په هر پوهنتون کي دا شمېر څو ځله زيات شوى دى او همدارنګه د پوهنځيو شمېر هم له همدې کال سره ډېر توپير لري، ځکه وروستيو دريو څلورو کلونو کي په يو شمېر ولايتونو کي پوهنتون يا د لوړو زده کړو موسسې نوې رغول شوي دي، له دې جملې نه دارالمعلمين دى چي نژدې په هر ولايت کي شتون لري، دزراعت ، ښوونې او روزنې پوهنځۍ په دې وروستيو دوو دريو کلونو کي دهيواد په څو نورو ولايتونو کي هم پرانستل شوي دي.
دهيواد پوهنتونونه اود لوړو زده کړو موسسې ددې سايت له معلوماتو او له خپلو ليدلو، اورېدلو سره يو ځاى ستاسو مخ ته ږدم :
١ – د پروان د لوړو زده کړو مؤسسه :
په ١٣٤٠ کال کي په پروان ولايت کي د مستعجل دار المعلمين په نوم د لوړو زده کړو دا موسسه تاسيس شوه. په ١٣٤٦ کال کي مستعجل دارالمعلمين ، اساسي دارالمعلمين او په ١٣٥٣ کال کي بيا همدې اساسي دار المعلمين، عالى دار المعملين ته ارتقا وکړه. د يونسکو د پلان مطابق بايد دې موسسې په ١٣٥٧ کال کي د پيداګوژي انستيتيوت ته ارتقا کړې واى خو دجنګونو له امله دا کار په ١٣٧٨ کال کي وشو. دا انستيتيوت د ٢٥ تنه استادانو له جملې څخه ١٩ تنه نارينه او پاتي ښځينه استاداني، د ١٠٤٥ محصلينو له جملې څخه يې ٨٨٥ نر او ١٦٥ ښځي دي. د تعمير د جوړولو کار يې د يو، ار، ايف موسسې په لاس د المان او فرانسې په مرسته شروع شوى دى.
٢ – د بدخشان د لوړو زده کړو مؤسسه :
د لوړو زده کړو دا موسسه په ١٣٤٠ کال کي د مستعجل دار المعلمين په نوم تر نهم ټولګي پوري په کار ولوېده ، په ١٣٥٠ کال کي لېسې ته لوړه او په ١٣٦٦ کال کي د ښوونکي د روزني په عالى موسسه بدله شوه. په ١٣٦٧ کال کي د وخت د حکومت په فرمان د ناصرو خسرو په پيداګوژي ونومول شوه او د ليسانس په سويه يې د لوړو زده کړو په چوکات کي محصلين ورکول. په ١٣٨٢ کال کي د انتقالي ادارې په فرمان سره د ښوونې او روزنې د پوهنځي په نوم ونومول شوه. اوس مهال په خپله دې يواځينۍ پوهنځۍ کي د ٢٧٤ محصلينو له جملې څخه ١٤٠ نر او ١٣٤ښځينه محصليني لري او دوولس تنه استادان چي اته يې نر او ٤ يې مېرمني دي ورته درس ورکوي.
٣ – د کندز د لوړو زده کړو مؤسسه:
دا موسسه په ١٣٤٦ کال کي د دارالمعلمين په نوم پرانستل شوه او په ١٣٧٠ کال کي يې دار المعلمين ته ارتقا وکړه، په ١٣٧٤ کال کي انستيتيوت ته لوړه او د لوړو زده کړو د وزارت مربوط شوه. د تعليم او تربيې او کرهڼي پوهنځۍ لري د ٥٩٢ محصلينو له جملې څخه يې ٤٥٠ تنه محصلين نر او ١٤٢ښځي دي. ٢٣ استادان لري چي ١٤ يې نر او پنځه يې مېرمنې دي.
٤ – د فارياب د لوړو زده کړو مړموسسه:
د لوړو زړه کړو دا موسسه په ١٣٥٦کال کي په ميمنه کي د ښوونکي د تربيي په شکل پرانستل شوه او په ١٣٦٦کال يې دپيداګوژي انستيتوت ته ارتقا وکړه.د ښووني او روزني او زراعت پوهنځۍ او څوارلس ديپارتمنتونه لري.٢٨٣محصلين او ٢٤٤ محصلينې لري او د استادانو شمېر يې ٣٣تنه دي چي دهغوى له جملې څخه يې ١١ مېرمني دي.
٥ – د جوزجان د لوړو زده کړو موسسه:
دې موسسې د موقتي ادارې په مهال د پيداګوژي او معادن او صنايع د انستيتونو په يوځاى کولو سره بيا په فعاليت شروع وکړه. او س مهال د طبيعي علومو، اجتماعي علومو، جيولوژي او معدن او کمياوي تکنالوژي پوهنځۍ لري. د محصلينو شمېر يې ١١٦٠تنه دي چي له هغوى څخه ٣٦٢ ښځينه زده کوونکې دي او د ٤٨ استادانو له جلمې څخه يې ١٣ کسه مېرمني دي.
٦ – د بغلان د لوړو زده کړو موسسه :
دا موسسه د بغلان د پوهنتون په نوم په ١٣٧٢ کال کي تاسيس شوه، چي د ادبياتو ، ټولنيزو علومو او ساينس پوهنځۍ يې درلودې.په ١٣٨٢ کال کي يې د دوهم ځل لپاره په کار شرو ع وکړه . دوې پوهنځۍ لري، ټول محصلين يې ١٣٨٠ تنه دي، چي ٣٥٠ کسه يې ښځي تشکيلوي. د ٤٤ استادانو له جملې څخه يې ٤ کسه مېرمنې دي.
٧ – د پکتيا پوهنتون :
د هيواد د پوهنتونوتر ټولوځوان هغه دى چي په ١٣٨٣ کال کي د ګردېز په ښار کي تاسيس شو. اوس مهال کومه ودانۍ نه لري، د خپلوکارونو د ترسره کولو لپاره د ښووني او روزنې د ودانۍ څخه ګټه اخلي. مرکزي او محلي لوړپوړي چارواکي ورسره مرسته کوي، سيميز وګړي ورسره مينه لري او وخت ناوخته ورسره همکاري کوي . اوس مهال د ښووني او روزنې دوې پوهنځۍ لري چي په دواړو کي يې ٣٢٠ محصلين زده کړه کوي او ١٧ استادان لري.
د زراعت پوهنځۍ يې هم په کار پيل کړى دى او په همدې ښار کي ورته د يوې ستري ودانۍ د جوړولو کار روان دى.
٨ – دتخار پو هنتون :
دې پوهنتون د مهاجرت په مهال د عبدالله ابن مسعود په نوم فعاليت درلود. په ١٣٧٤ کال کي د لوړو زده کړو په وزارت کي رسما ثبت شو. اوس مهال څلور پوهنځۍ لري. د ټولو محصلينو شمېر يې ٩١٨ کسه دى چي له هغې جملې څخه ١١٨ښځينه زده کوونکې دي. ٣٣ استادان او ٣ استاداني لري.
٩ – شيخ زايد پوهنتون:
دا پوهنتون هم په مهاجرت کي تشکيل شوى او دموقتې ادارې له جوړېدو وروسته په ١٣٨٢/٤/١٠ نېټه باندي د لوړو زده کړو په تشکيلاتو کي داخل شو. طب ، انجينري،کرهڼه، حقوق، شرعيات او دښوونې او روزنې(کمپيوټر ساينس، ژورناليزم، ادبيات، د رياضى _ فزيک او کيميا _ بيولوژي) پوهنځۍ لري. د محصلينو شمېر يې ١٦٧١ تنه او د استادانو شمېر يې ٨٨ تنه دى.
ددې پوهنتون بنسټ د روسانو سره د جهاد په مهال په پېښور کي د افغان او ابدالي پوهنتون په نومونو ايښودل شوى دى، خو کله چي په ياده شوې نېټه خوست ته انتقال شو نوم يې دخوست پوهنتون باندي بدل شو.
په ١٣٨٦ کال کي چي يې د نوي تعمير پروژه د شيخ زايد بن سلطان آل نهيان د کورنۍ له خوا تر سره شوه ددې پوهنتون نوم په شيخ زايد پوهنتون واوښت.
ديادونې وړ ده چي ددې کورنۍ له خوا دا پوهنتون په خورا موډرن ډول په ١٣٨٦ کال کي کار ته وسپارل شوچي د ١٢٧ جريبه ځمکي په درلودلو سره په خورا ښکلې نقشه جوړ شوى دى؛ د تدريس لپاره لس تعميرونه چي هر يو پنځلس پراخ اطاقونه لري، يو د رياست دمقام تعمير چي ډېر ستر او منقش جوړ شوى دى، اته دليلې بلاکونه چي هر بلاک ٢٢ کوټې لري، يو د ډوډۍ خوړلو ځاى، ښکلى مسجد، کانتين ، اشپزخانه، درې د پهرې اطاقونه، ورسره څنګ کي يوه بله ودانۍ چي اوس مهال ورکي پوليس اوسي، همدارنګه د پى ار تي له لوري د زراعت يو فارم هم لري ، د لوبوميدانونه او اوس يې مخ ته د جنوبي کوريا د هيواد په مالي مرسته يو روغتون هم د جوړېدلو په حال کي دى. يوه راديو هم لري چي دژورناليزم د پوهنځۍ دمحصلينو له لوري د ځوان غږ راديو په نوم خپروني لري.
١٠ – البيروني پو هنتون :
داپوهنتون په ١٣٧٧ کال کي د پنځو پوهنځيو شرعيات، حقوق، زراعت، اينجينري او طب په درلودلو سره د لوړو زده کړو د وزارت په چوکاټ کي رسما شامل شو. په ١٣٧٩ کال يې يوازي د شرعياتو د پوهنځي په درلودلو سره په کار پيل وکړ او د راجستر کولو په مهال يې په ١٣٨١ کال کي پنځه پوهنځي درلودل. په ١٣٨٢ کال کي د ښووني او روزنې او په ١٣٨٣ کال کي د ادبياتو د پوهنځي په زياتولو سره اوس مهال اووه پوهنځۍ لري. ٤١ استادان او ١٣٣٠ محصلين لري چي له دې جملې څخه ٢٠ کسه ښځينه زده کوونکې دي.
١١ – دباميانو پو هنتون:
دا پوهنتون په ١٣٧٥ کال کي د کرهڼي او ښووني _ روزنې دپوهنځيو په درلودلو سره تاسيس شو. وروسته کلونوکي کي د طب او ساينس محصلين هم ور زيات شول. په ١٣٨٣ کال کي د انتقالي دولت د مرستيال، دلوړو زده کړو د وزير، دکابل دپوهنتون د رئيسانو ، دمتحده ايالاتو او نيوزرليند د نماينده ګيوپه شمول د دوو پوهنځيو ښوونې _ روزنې او زراعت په درلودلو سره بيا په کار ولوېد. ٣٨٢ نر او ٨ ښځينه محصلين لري او د ٣٢ تنه استادانو له جملې څخه يې ٢ تنه مېرمني دي.
١٢ – هرات د پوهنتون:
په ١٣٦٧کال يې يوازي د ادبياتو د پوهنځي په درلودلو سره په کار پيل وکړ، اوس مهال لس پوهنځۍ طب معالجوي، زراعت، ژبي او ادبيات، انجينري، حقوق، شرعيات، ښوونه او روزنه، اقتصاد، ساينس او د هنرونو پوهنځۍ لري.
ددې پوهنتون د محصلينو شمېر ٤٧٥١ تنه چي ١٤٦٨ يې مېرمني دي او د ٢٠٦ کسه استادانو له جملې نه يې ٣٠ کسه مېرمني دي.
١٣ – دکندهار پوهنتون :
دا پوهنتون يوازي د زراعت پوهنځۍ سره تاسيس شو. په ١٣٧٢ کال کي د طب پوهنځۍ هم ددې پوهنتون په چوکاټ کي داخل شوه. اوس مهال له دې دوو سربېره د انجينرى او ښوونې او روزنې پوهنځۍهم لري.له ١٣٠٠ محصلينو څخه يې يوازي ٣٠ کسه ښځي او د ٩٠ کسه استادانو څخه يې ٦ کسه مېرمني دي.
دا پوهنتون د لويې ويالي په پاس سيمه کي د عيدګاه دګنبدي تر څنګ موقعيت لري، چي د جوړولو کار يې د طالبانو داسلامي امارت په مهال شروع شوى وو، محصلين يې د عيدګاه په تاريخي او هغې ستر ګنبده کي لمونځ کوي چي په څو نژدې هيوادونو کي سارى نه لري، دې پوهنتون باندي لا تر اوسه چارچاپېر کوم دېوال هم نه دى راګرځېدلى او عمومي څړک يې د مسجد او بلاکونو تر منځ تېر شوى دى چي د دواړو تر منځ فاصله تقريبا دېرش ميتره هم نه ده او دمحصلينو لپاره دموټرو تګ راتګ لوى مزاحمت دى. دوهم مزاحمت ورته دائتلافي ځواکونو دى چي د دوى تر څنګ په طلا غره کي يې هر وخت د ټک، ټوک او بمبارد غږ محصلين په تنګ کړي دي. تېر کال ورسره پاس خوا کي د علامه رشاد بابا مقبره هم په خورا ښکلي ديزاين جوړه شوي دى.
١٤ -د بلخ پو هنتو ن:
دا پوهنتون په ١٣٦٦ کال کي تاسيس او په دوهم کال کي يې په کار شروع وکړه، دا پوهنتون له ابتد نه د انجينري ، ادبيات، اقتصادو او زراعت د پوهنځيو درلودونکى وو او په همدې کال کي يې د طب پوهنځۍ هم تاسيس چي وروسته له بلخ پوهنتون سره يوځاى شوه. دحقوقو او سياسي علومو پوهنځۍ په ١٣٧١ ، د شرعياتو پوهنځۍ په ١٣٧٢ کال او د تعليم او تربيې پوهنځۍ په ١٣٨١ کال کي تاسيس او د بلخ پوهنتون په چوکاټ کي راغلې. د بلخ پوهنتون اته پوهنځۍ لري چي د محصلينو عمومي شمېر يې ٥٥٥٣ تنه چي په هغوى کي يې ١٨٣٥ تنه ښځي تشکيلوي. داستادانو شمېر يې ٢٢٧ تنه دى چي ٩٨ يې مېرمني دي.
١٥ – دکابل دښوونې اوروزني پوهنتون:
د پلازمېني تر ټولو نوى پوهنتون دى چي په په ١٣٨٢ کال کي د کابل د پيداګوژي د انستيتوت په بنياد دکابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون په نوم تاسيس شو. نوموړى انستيتوت تر دي وړاندي د هيواد د ښوونکو يو له مهمو انستيتونو څخه وو چي تر ١٣٧٣ کال پوري يې د معارف د وزارت په چوکاټ کي فعاليت کاوو، څرنګه چي دا موسسه د لوړو زده کړو له ډلي شمېرل کېده او د ليسانس د دورې دپروګرام لرونکى وه نو ځکه د لوړو زده کړو له وزارت سره وتړل شوه. اوس مهال دا پوهنتون شپږ پوهنځۍ لري او دټولو محصلينو شمېر يې ٣٧٣٤ تنه دى چي دهغوى له جملې څخه يې ١٣٨٠ تنه ښځينه او د ١٤٧ تنه استادانو له جملې نه يې ٣٨ تنه مېرمنې دي.
١٦ – دکابل دطبي زده کړو پو هنتون :
په هيواد کي د لوړو زده کړو تر ټولو لومړنۍ موسسه ده ، ځکه د کابل دطب پوهنځۍ د ١٣١١ کال د لړم (عقرب) په مياشت کي په خپل فعاليت پيل وکړ. تر ١٣٦٠ کال پوري د کابل د پوهنتون برخه وه او له هغه وروسته د کابل دطب انستيتوت په نوم جدا او په ١٣٨٣ کال کي د کابل د طبي علومو په پوهنتون ونومول شو. دا پوهنتون په خپلو څلورو پوهنځيو کي ٢٦٩٠ کسه محصلين لري چي ٧٠٠ يې ښځي او د ٢١١ استادانو له جملې څخه يې ٢٢ تنه مېرمني دي. دا پوهنتون د سويې له نظره هم په هيواد کي لومړى مقام لري خو د دولسمو ټولګيو شاګرادانو هر وخت شکايتونه کړي چي دې پوهنتون ته کاميابېدل په واسطه، پيسه اوښائسته کېږي.
١٧- دکابل د پوليتخنيک پوهنتون:
د کابل د پوليتخنيک پوهنتون د خپل ضرورت وړ ودانيو له جوړولو وروسته په ١٣٤٨ کال کي دکابل د پولي تخنيک د انستيتوت په نوم د يوې ځانکړې زده کړه ايزي موسسې په ډول منځ ته راغى. د تاسيس پروژه يې له منظوري وروسته په ١٣٤٢ کال کي د کابل پوهنتون ته وسپارل شوه ، په ١٣٤٣ کال کي يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کابل د پوليتخنيک پوهنتون د دريو پوهنځيو درلودونکى دى او په درې واړو پوهنځيو کي په ټوليزه توګه ٢٦٩٠ کسه محصلين چي ٩٦ کسه پکي مېرمني او د ١٣٧ کسو استادانو له ډلي نه يې ١٨ کسه مېرمني دي. دښکلې ساحې او هوايې لاري درلودونکى دى چي له يوې ودانې ته بلي ته تېره شوي ده.
١٨ –د ننګر هار پو هنتون
دا پوهنتون چي په ١٣٤٣ کال کي يوازي د طب پوهنځي په درلود سره منځ ته راغى په هيواد کي د لوړو زړه کړو دوهمه موسسه بلل کيږي. په ١٣٧٥ کال کي ددې پوهنتون په چوکاټ کي د انجينري، زراعت او ښووني او روزني پوهنځۍ شاملې شوې. په ١٣٧٣ کال کي دژبو او ادبياتو پوهنځۍ او اقتصاد په ١٣٧٣ کال د حقوقواو سياسي علومو ، وترنري او شرعياتو پوهنځۍ هم مېنځ ته راغلې. دا پوهنتون په خپلو نهه واړه پوهنځيو کي ٢٣٣٣ تنه محصلين چي ٢٧٥کسه پکي ښځينه زده کوونکې دي او د ٢٩٨ استادانو له جملې نه يې يوازي ٨ کسه مېرمني دي.
د پوهنتون مرکزۍ ودانۍ د دورنټې په زړه راښکونکې سيمه کي پرته ده، محصلين يې خورا حساس او جدي دي، هر وخت لاريونونه کوي او کله کله ددې ولايت په زندانونو کي هم ليدل کېږي.
دطب او ښوونې او روزنې پوهنځۍ بيا د جلال ابادپه ښار کي جلا جلا تعميرونه لري او همالته يې ليليې هم دي.
دطب پوهنځۍ يې د محبس مخامخ موقعيت لري نو ځکه کله چي محصلين له درس ويلو څخه ستړي شي، وايې چي د يوه څړک په دواړو غاړو زندانونه. دې پوهنتون کي د محصلينو د زياتوالي او د حکومت د نه توجه له امله يو شمېر محصلين ليليه نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي چي دا غږ يې تر مرکزي حکومت او نوري خيريه ټولنوڅو څوځله رسولى خو چا ورباندي غوږ نه دى ګرولى نو ځکه کله چي د ليلې لپاره لاريون وکړي د حکومت له لوري ځورول کيږي او په بل او بل نوم يې تورنوي.
١٩ – دکابل پوهنتون:
داپه هيواد کي تر ټولو لويه او لومړنۍد لوړو زده کړو موسسه ده چي په ١٣٢٥ کال کي مېنځ ته راغله. د کابل د پوهنتون تاسيس په نوموړي کال کي د يوه ځانګړي مرکزي واحد په حيث رامنځ ته شو تر څو د لوړو زده کړو د پراخوالى او تنظيم ښه والي ولري. دکابل د پوهنتون لمړۍ ودانۍ د طب ودانۍ او دهغه مربوط نوري ودانۍ وې. د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو لومړنۍ موسسه ده چي د يونسکو په شنه کتاب کي راجستر شوي ده او ديپلوم يې نړۍ وال اهميت لري. دکابل پوهنتون په خپلو څوارلس پوهنځيو کي ټول ٩٠٢٠ محصلين لري چي له هغې جملې څخه يې ٢٠١٢ کسه ښځي دي. ددې پوهنتون د استادانو شمېر ٥٢٠ تنه دي چي په دې کي ٨٥ تنه مېرمني دي.
وسلام
عبدالمتين متين
دشيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځۍ د دوهم کال محصل
١٣٨٧\١٢\١٩