دويمه برخه
اوس سوال دا دى چې آخر په دې جګړه کې د پاکستان ګټه څه ده؟
دا هماغه پوښتنه ده چې کله په پاکستان په افغان چارو کې دلاس وهنې پړه اچول کېږي نو ډېره د پاکستاني مقاماتو،ديپلوماتانو او متقاعدو منصبدارانو له خوا را پورته کېږي. دا مقامات،ديپلوماتان او متقاعد منصبداران اکثره يا پخپله د آى-ايس-آى غړيتوب لري خو ظاهراً ديپلومات يا ملکي مقام دى لکه کرنیل اِمام، جنرال حمید ګُل، رستم شاه مهمند، سرتاج عزيز، ډګروال محمودشاه،… یا د هغو تنظېمونو غړي دي چې د ISI لخوا تمویل او تجهيزېږي لکه پروفیسر ابراهیم، مُلا فضل الرحمن، قاضي حسین احمد، حافظ حمین احمد، سراج،… او يا د هغو ادارو غړي دي چي ټول سيګنالونه او پلانونه ورته آى-ايس-آى يا ايم- آي ورکوي او د کار رپورټ ترې هم آى-ايس-آى يا ايم- آي غواړي لکه خارجه وزارت،سفارتونه،کونسلګرۍ،…
د پاکستاني ماهرانو په مقابل کې ددې پوښتنې د ځواب لپاره هغه شرق خوړلي یا غرب وهلي افغان کارپوهان د ميډيا مېلمانه کېږي چې يا د ساړه جنګ د وخت د ختيځ او لوېديز يا کمونيستي او امپرياليستي بلاکونو د تضاد له زاوئي پاکستان ته ګوري، په هماغه وچ نفرت په ډيرو ضعيفو او غير مؤجه دلائلو په افغانستان کي د ټولو مداخلو پړه په پاکستان اچوي خو په دې مداخله کي بيا د پاکستان د ګټو د سؤال په وړاندې بې جوابه پاتې کېږي او يا هم ډېر کمزوري او غیر منطقي دلائل وړاندې کوي. او يا د افغانستان په اړه د هغوي معلومات او مصروفيات بيخي ضمني وي، اصل مشغوليت ئې څه نور څه وي، پخپله بالمشاهده او په ټولو حواسو د مسائلو سره مستقيم تماس نلري او اکثر دوهم يا دريم او څلورم لاس معلومات تر لاسه کوي چي يوازې د افغانستان، پاکستان او مداخلي کلمي په کي پاتي وي او اصل مفهوم ئي ټول سولېدلی وي.
هو، دا هاغه پوښتنه ده چي ځواب يى تر بل هر چا پخپله پوښتونکو ته ښه روښانه دى. او په دوهم قدم کي ددوي له مداخلي نه متضرره کيدونکو افغانانو ته.
دپاکستان دغه مرکه کوونکي جنابان که د خپلو جنرالانو (مثلا ًنصيرالله بابر) اعترافات را په زړه کړي چي ويل ئې: (طالبان ما جوړ کړي، دداؤود په وخت کې فلانی او فلانی ما ټرین کړي)، او بيا خپلې پوښتنې ته پخپله سر و خوځوي چې هغه وخت چې د افغانستان په خرابۍ کې د پاکستان کوم مفاد وو، اوس ئې هم هماغه مفاد دي.
دنيا وال که د بي نظيربوټو هغو څرګندونو ته مراجعه و کړي چي د خپل لُمړي حکومت له منحل کېدو نه وروسته ئې له ميډيا سره په خبرو کې کولې، نو وا به وري چې: (ما چي کله د روسيې له خارجه وزير سره په ملاقات کې د افغانستان د مسئلې په سوله ايز حل موافقه وکړه نو ورور مې وويشتل شو او بيا ځما حکومت منحل کړی شو، په پاکستان کې اصلي حکومت د آی-ايس-آی دی، پيپل پارټي هسې مېلمنه وه، د پاکستان وزارتونو، مستقلو رياستونو او ديپلوماتيکو ايجنسېو ته آی-ايس-آی پلانونه او زيګنالونه ورکوي او همدوی ترې د کار راپور غواړي).
واقيعيیت دادی چې دوی په هغو لاس وهنو چا محاکمه کړل چې په دې به ئې کړي؟ او هغه پرې چا بندې کړې چې دا به پرې بندې کړي؟ هماغه بادار او هماغه نوکر، او هماغه کار او هماغه روزګار!
آيا دا هم پوښتنه ده چي مداخله ته کوې، ګټي ئي تا ته رسي او پوښتي یې له ما؟ او که دا افغان حکومت ته چـِلِنج دی چې زه خو مداخله کوم خو چې څه شي ستاسې تاوان ديی هماغه زمونږ گته ده! او چي کوم ئې نو د چا په ډاډ او په څه زور به ئي کوم، ته ئي بندي کړه نرشه. لکه چې په وار وار ئي وېلي دي چې دا د افغانستان مشکل دي، د خپل مشکل حل له مونږه مه غواړۍ. داخبره، چې دا مشکلات چا ايجاد کړي، بېخي د بحث وړ نه ګڼي. د پاکستاني لوري دا پوښتنه د هغوی د هغه بې باکۍ او تکبر څرګندونه هم کوي چې شا ته ئې داسي ملا تړ او زور پروت دی چې دا ټوله لوبه ئې شروع کړې ده او مقابل لوري ته دا ور ښئي چې ګوندي دا پروګرام همداسې دی، که تاسې (افغانان) ئې غواړۍ او که نه، خو همداسې به کېږي.
زه هم د هغه ميليونونو افغانانو د ډلې ېم چې وايې: هو، پدې جګړه کې د پاکستان ګټې شته، ډېرې زياتې ګټې او ډېرې غټې ګټې. او که وئې شمارم زما د لنډ تنګ وخت له شړي به ووځي خو که وکولې شم فقط يو څو ګټو ته به ئې ګوته ونيسم:
دا مداخلې په دوه عمده برخو ويشو:
الف:- نظامي يا ستراتېـژيکي گټې
١- د پاکستان ژوند او دوام په افغانستان او هند کې په لاس وهنو کې دی. ځکه پاکستان کوم مستقل تاريخي او واقعي موجود ندی جې ژوند او پاېښت ئې طبيعي جريان وي او
په طبيعي لارو او مدارونو دوران کوي بلکه څنګه چې دا انساني آفت یا Man-mad Disaster
په سيمه کې د جګړو، شخړو او تشنج په پايله کې منځ ته راغلی، همدغسې به د ګډوډېو او بحرانونو په صورت کې پائي او چې کله هم د سيمې وضع سمېږي، دا غیر نورماله او سرطاني دانه (ګروت) به هم له منځه ځي.
٢- دا مصنوعي پاچاهي ددوؤ سره ګاونډو هېوادونو د وجود له ټوټو جوړه شوې او دا د قدرت قانون دی چي هر جز خپل کُل او هر ذات خپل اصل ته ورګرځي. که ټوله نړۍ د انسانیېت په نوم يو نړۍ وال کلی (ګلوبل وېليج) جوړيدې شي نو پدې کې هم څه شک او شبه نشته چي د افغان دا دوه ځايه شوي تنه به د افغانيت په پيوند يو کور جوړېږي. يو موټی جرمني او د اروپا اتحاد زمونږ د سترګو د وړاندي ثبتونه دي چې قام، قام له ځي او لوخه خپل مقام له.
پاکستان له دې کمزوري ټولنیز جوړښت سره سره د خپلې بقا د تاَمین لپاره هم مجبور دی د فطرت د لوري پر خلاف حرکت و کړي او هغه څه چې په خپل ځان د اتکاء په صورت کې یې نشي تر لاسه کولای، د نورو د پرزولو او کمزوري کولو له لارې یې لاس ته را وړي. چې دا د طبېعییت د جریان په خلاف حرکت به که څه هم د پاکستان سقوط ټال کړي خو د دننېو پـړسوبونو د زیادښت او د بهرنېو را ښکنو لامله به په یو ناګهاني درز و چوي او په دې صورت کې به هم پاکستان د خپل محتوم برخلیک سره مخامخ شي.
٣- هر هېواد يا د هغه قوم په نوم يادېږي چې په همدې هېواد کې اوسېږي لکه افغانستان د افغانانو هېواد، روسيه- د روسانو وطن- هندوستان- د هندوانو ملک ، چک د چکانو کور، سلواک د سلواکانو ټاټوبی… يا د هغه ځاې په نوم يادېږي چې وګړي ئې په کيې اوسي لکه مصر- چې ډېری اوسېدونکي ئې عرب او مسلمانان دي، عراق-چي ډول ډول قومونه او دينونه او مزهبونه لري، چين-چې له بېلا بېلو قومونو او دينونو نه جوړ دی، امريکه چي په خپله ګڼه مليتۍ باندي وياړي خو چي ځمکې ئې مصر، عراق، چین او امريکه دي نو هېوادونه ئې هم د خاورې په نومونو يادېږي، يا ديوې ژبې په نوم ياديژي لکه هسپانیه، پُرتګال، ترکيه- چې د اوسېدونکو قوم یې هم او ژبه یې هم ترکي ده، او همدارنګه ترکمنستان، ازبکستان، ارمنستان،…
خو پاکستان نه د کوم قوم نوم دی، نه د کومې خاورې يا سيمې او نه د کومې ژبې. نولکه څنګه ئې چې وجود طبيعي وجود نه دې په همدي ډول ئى نوم هم د کوم واقيعت انعکاس او څرګندونه نکوي. حتی رسمي ژبه اردو ئې د هيڅ قوم ژبه نده بلکه يوه په لاس جوړه شوې، غیر واقعي او تپل شوې ژبه ده او هغه هم ور سره د هند او بنګله دېش شریکه ده.
د پاکستان وجود او نوم کټ مټ هغه غېر قانوني ولادت ته ورته دی چې پرته له نکاح د غېر قانوني والدېنو د جرم په نتيجه کې منځ ته راغلی وي خودشرم، تاوان او محاکمي له ويرې ئې ورته له نسبت کېدوڅخه د خلاَصون لپاره د شپې په پټه په جومات(مسجد) کې اچولی وي، د ملاامام او مقتد يانو ميندلی وي او کفالت ئې کوم چا نامراده (بې اولاده لکه محمد علي جناح) ته ورسپارل شوی وي او نوم ئې پرې جومات علي شاه(په جومات کې ميندل شوی) ايښی وي. دغسې جمات علي شاه ګان بيا په پاکستان کې ايالتي او مرکزي اسمبليو(پارلمانونو) ته هم رسيدلي دي چې خپله شجره نسب بيا (توبه، توبه، توبه) داسلام ستر پيغمبر(ص) ته رسوي او په دې ترتيب په عوام الناس خپل سيادت ور تپي. همداسې د هند له ګېډې او انګرېز له ملا زېږېدلی پاکستان هم کله کله له اسلام نه د ناخبره پنجابیانو له خوا د اسلام قلا و بلل شي. هلته چې (د سند او پنجاب) په ټولو ښارونو او ثابتو صوبو کې د روژې میاشت د سره را ځي نه، روژه پټه ګرځي او اختر ښکاره، ما ته د ٭اختر پټ مېړه نه دی٭ متل په دوهمه معنی د همدې روژه خورو د کوڅو محصول ښکاري. او هلته چې د فحشاؤو اډې په قانوني توګه د مالیې په ور کولو د مساجدو او مدارسو سره دېوال په دېوال خپل جاېز! کاروبار کوي او چلوونکي یې، د دوې په وینا، ٭حلال رزق٭ ګټي. بالکُـل د دوی انګرېزي Legal زمونږ د اسلامي حلال په معنی دی. هو، د دوی په کلتور کې هر رزق چې د قانوني کار له لاري پیدا شي، هغه حلال دی، او حرام ویل ور ته له ٭آيین٭ سره د ټکر په معنی دی او دا ټکر له بغاوت سره مصادف او مرتکبین یې واجب القتل او مباح الدم دي او د همدغې قانوني بزنسونو د ساتلو په ویاړ یې د پاکستان د پوځ په بارکونو او د پولیسو په تاڼو لیکلي: (ایمان، تقوی، جهاد في سبیل الله). د دې قانوني بزنسونو د مرکزونو له ګاونډیو مدرسو بیا دا ٭جهاد في سبیل الله٭ زمونږ د شرعي محاکمو د له منځه وړلو لپاره را لېږل کېږي. د هغه مدارسو له منځه چې مربیان یې د اسلام د ستر پیغمبرص په مسنونه طرېقه، په ښي طرف، په لار له تللو څخه آیین منع کړي دي او د شیطان په طریقه، چپ لاس، په لاره ځي. دوی دا مدرسی پخپل ځان د اسلام د تطبیق لپاره ندي جوړې کړې بلکه نورې دنیا ته د تروریزم د تصدیر لپاره یې جوړې کړي، کټ مټ لکه یو څوک چې د غوړو فابریکه لري خو ډاکټر یې له خوړلو څخه پرهیز کړی وي همدغسې زمونږ داګاونډیان هم انګرېزي آیین له اسلام اواسلامي نظامه همدغه شان منع کړې دي.
له حاشیې بېرته را ګرځو، د ملکونو تاریخ، جغرافیې، جوړښت او نومونې ته، پدې حواله خو پاکستان هېڅ داسې متناسب تړون نلری خو چې خبره د ملکونو سره د اړیکو شې نو د پاکستان چارواکی وایي: مونږ له چین سره تاریخی ورورولي لرو، مونږ له … سره تاریخي روابط لرو حال چې د پاکستان ټول عمر شپېته کاله دی او د شپېتو کلونو لوښی څوک تاریخي نه بولي. ملکونه چې د زرګونو کلونو نه وی هغې ته تاریخي ویل داسې دي لکه غنی خان چې وایی:
چي ډم وي په کابل کي خالصه کي دُراني شي
خالصه په چارسده کي يو کلي دي))
او چې د یو ملک د چارواکي عمر له خپل ملک څخه زیات وي نو بیا داسې ملک ته تاریخي ویل هسې بوس بادول دي چې هېڅکله به هم ترې دانه وا نه خلي.
ب:- اقتصادي ګټې:
٤- دا مداخله د پاکستان دپاره د يو ډير نږدې، ګړندي او اسان تجارت بڼه لري. دومره وړاندې به نه ځوچې په افغانستان کي د غوايانو د کودتا د مخه د پاکستان اقتصاد او بنسټيز جوړښتونه په څه حال ؤو او نن سبا د کوم اسمان سره خبرې کوي؟ بلکه که د مشرف د حکومت په پيل کې د پاکستان د اقتصادي وضعې يوه اجمالي شننه و کړو، د پاکستان ګټې به را ته په دې تجارت کې جوتې شي: پاکستان په هغه وخت کې يوازې له امريکې څخه ٤٩،٠٠٠،٠٠٠.٠٠٠ نهه څلويښت ميليارده ډالر دسود د پور پوروړی ؤ چې زما د هغه وخت د حساب مطابق هر پاکستاني سړي، ښځې، ځوان، زاړه، ماشوم، سالم او معيوب انسان ته ٢٢٦١٥ کلداري يا ٣٧٦،٧٢ ډالره او هري د منځني شمير کورنۍ ته ١٥٨٣٠٦يو لک اته پنځوس زره دري سوه شپږ کلداري يا ٢٦٣٨ دوه زره شپږ سوه اته دېرش ډالره پور رسېده. همدا پوراو ددې پور سود کافي ؤ چي ورځ په ورځ د پاکستان د پور پيټی دومره دروند کړي چې د اقتصاد ملا ئې ور ماته کړي. پاکستان د خپلو منافقانه لاس وهنو (ګزارکوي او لاس شاته نيسي) په ترڅ کې نه يوازې دا چې دا قرضونه هضم کړل (ورته و بخښل شول) بلکه د همدي پیسو دوه- درېمه ئې د تروريزم سره د مبارزې په نوم له امريکا څخه نورې تر لاسه کړې، پرمختللې جنګي سپکې او درنې وسلې، جنګي هيلې کاپټرې، او ډېر عصري اکتشافي وسائيل ئې ترې تر ګوتو کړل، او بالاخره تعليق شوي ايف- ١٦ جنګي الوتکي ئې را خلاصې او لاس ته را وړې. دهمدې مداخلو برکت دی چې نن پاکستان له هغوپورونو خلاص او د لس ګونو ميلياردو ډالرو خاوند شو. او چې دا لوبه همداسې روانه وي لا نور ئې ګوره.
٥- پاکستاني پوځيان خوب ويني چې د دوی د ولي نعمت ۤسرډيورنډۤ د افغان- انګليس جنګي متارکې د رسميت اقرار د يو قرارداد په شکل له افغان حکومته واخلي. چې تر ډېره حده ئې په اورېدلو بريالي شوي دي صرف ليکلی شکل ورکول پاتي دي.
سره ددې چې په افغانستان کې ميشت قومونه ورونه قومونه دي، ډېر خوږ او د خواخوږۍ ډک ګډ ژوند لري خو ځيني په پردو پورې تړلي عناصر د خپلو ځاني ګټو
لپاره په پورته هڅو کې د پاکستان عملي ملا تړ کوي سره له دې چې په ښکاره ئې د مخالفت سينې وهي او په دې نوم او عنوان غواړي په ځان خلک را ټول او د يوه رهبر په توګه تبارز وکړي، په عمل کې د آي-ايس-آي د پاليسېو پلي کونکي دي. دوی قبائيلو ته د پاکستان خاوره وائي، ډيوردنډ لاين ته سرحد وائي. دوی حتی وائي چې نور بايد ډيورنډ لاين په رسميت و پيژندل شي او دليل دا را وړي چې ګوندې په دې کار سره به د پاکستان او فغانستان تر منځ پټه منازعه پاې ته ورسېږي او د پاکستان مداخلې به ختمې شي. دا کسان چې په سياسي اوحکومتې لوړو څوکېو مېخ شوي دي، په ښکاره خو د پاکستان سخت مخالفت کوي ولې عملاًَ د پښتنو د اکثريت د دوه چنده کېدلو له خپلې وېرې او څه هم د غربي بادارانو په اشاره دوې او نړۍ وال استعمار په کډه پاکستان ته د ډېورنډ لاین نه د جګړه مارو د را اوښتلود بندولو لپاره په کرښه د پوځونو د اچولو بلنه ورکوي او زمونږ ساده حکومتي مشران ئې اوري ، بيا نو استعمار ورته د خېر په غونډۍ کښېني او دا ساده ګان ډول تر غاړې کوي او په يوه ساه همدا سندره په هر کلي او کوڅه،په ژرنده او جومات، او په ښار او بازار کي وائي: راولي فوځونه مو راولي! دا پوله مو وتړي! مه راپريدي دا جنګيالي……. (نوربيا)