کور / تازه خبرونه / هلمند: د رحمان بابا پر مزار بريد په کلکه وغندل سو

هلمند: د رحمان بابا پر مزار بريد په کلکه وغندل سو

په هلمند کي د رحمن بابا په مزار کي د چاودني د غندلو په موخه احتجاجي غونډه وسوه 


تيره ورځ  ( د کب ١٧مه ) په مرکز لښکرګاه کي  د يوې غونډي په ترڅ کي د رحمن بابا په مزار کي چاودنه  وغندل سوه


غونډه د هلکانو په مرکزي ليسه چي جوړه سوې وه چي  د ليسې د زده کونکو او ټولو ښوونکو په ګډون   څه دپاسه ١٠٠٠ کسانو پکي  برخه اخستې وه . په دې غونډه کي د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس  علي شاه مظلوم ياراو  په هلمند کي د ځوانانو د  عمومي مدير  علاو الدين  سلطاني  ترڅنګ په هلمند کي د بست فرهنګي ټولني  ، علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولني  ، هلمند ادبي کلتوري ټولني  غړيو هم ګډون درلود .


په غونډه کي د رحمان بابا په مزار کي چاودنه پر پښتنو يرغل وبلل سو او  داسي کسان يې نه يوازي د پښتو بلکه د ټول انسانيت دښمنان وبلل


په غوڼده کي د موضوع اړوند شعونو تر څنګ د صوفي شاعر رحمان بابا شعرونه هم په ګډون والو ته واورول سوه


په غونډه کي د رحمان بابا پرشخصت  ، شعرونو او تصوف باندي هم خبري وسوې  .


په پاى کي ټولو په يوه ږغ پر دې خبره ټنګار وکړ  چي  بايد ددې کار عاملين  سخته سزا وويني