ښاغلی جمهور رئيس:
د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو په سیالیو کې یوه کلیمه ستا سې د کمپاین د وینا ګانو له منځ نه ستاسې د بریالیتوب سبب وګرځیده . دا کلیمه د بدلون یا ( Change ) کلیمه وه . تاسې د امریکې خلکوته وعده ورکړې وه که چیرته جمهور ر ئیس شوئ د امریکې د حکومت په کورني او بهرني سیاست کې به بدلون راولئ . تاسې به د بوش د جګړه مار، د نورو هیوادونو د خلکو پر انساني حقوقو د تیري او پښو ایښودو له سیاست نه لاس اخلئ او د سولې ، د نورو هیوادونو خلکو سره د مرستې او دوستانه اړیکو د ټینګولو او د دوئ حقوقو ته د درناوي سیاست به خپلوئ . تاسې همدارنګه د امریکې خلکو ته وعده ورکړې وه چې نور به په نړۍ کې د جګړو د اور د بلولو لپاره د میلیاردونو ډالرو له لګښت نه لاس اخلئ او پر ځای به یې د امریکې ویجاړ شوی اقتصاد بیرته رغوئ او د خلکو اقتصادي ستونځې به له منځه وړئ.
له عراق نه د امریکايي سرتیرو د ویستلو او په افغانستان کې د سولې د ټینګولواو د نړۍ په نورو ځایونو ، په خاص ډول په منځني ختیځ کې د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ د دښمنۍ او کړکیچ د لمنځه وړلو لپاره هلې ځلې کولو موخه هم همدا پورتني دلیلونه وو . اوس چې تاسې د امریکې د جمهور رئیس په حیث په کار پیل وکړ ، هیله ده خپلې ژمنې چې مو خلکو سره کړیدي هیرې نه کړئ . وخت او فرصت له لاسه ورنه کړئ ، خپلو ژمنو ته په درنه سترګه وګورئ، د جګړه مارو،حریصواو غاصبوعناصرو او کړیو تر اغیز لاندې رانه شئ او د امریکې او نړۍ خلکو ته ورکړل شوې ژمنې په عمل کې پلې کړئ . دنړۍ دنورو خلکو سره د دوئ د حقوقو په سپارلو کې د مرستې کولو له لارې د ټولې نړۍ د خلکو تر منځ د انساني دوستانه اړیکو د ټینګولو لپاره هلې ځلې وکړئ او په دې ډول د امریکې سیاست ته نوې بڼه ورکړئ .
په دې کې شک نه شته چې د ټولو ژمنو پوره کول آسان کارنه دی ، خو که د هغو خلکو چې د بدلون پلویان دي په مرسته او ملاتړ تکیه وشي او د سولې او بدلون د مخالفینو د فشار له امله د ژمنو په سرته رسولو کې اراده کمزورې نه شي او د پوهې په رڼا کې په غړیدلو سترګوښه او بد سره بیل کړل شي نو بیا د دې ټولو کارونو سرته رسول ناشونې نه بریښي . په دې شرط چې واقعیتونه په نظر کې ونیول شي ، د نړیوالو قوانینواو بشر د حقوقو سره سم د هر چا له حقوقو نه یو شان ، بې له هر ډول تبعیض نه ، دفاع وشي .
که تاسې غواړئ چې د نړۍ د خلکو ، په خاص ډول اسلامي هیوادونو خلکو ، باور ، ملاتړ او دوستي وګټئ نو باید د استعماري سیاستونو ټولې پاتې شونې او نښې له منځه ولاړې شي او نور دداسې سیاستونو مخه ونیول شي . د هر هیواد د خلکوملي ګټو، عنعنو او عقیدو ته درناوی وشي ، حق ولري چې خپل حکومتونه پخپله وټاکي او ګوډاګي او لاسپوڅي حکومتونه پرې ونه تپل شي . د هیڅ هیواد د خلکو حقوق تر پښو لاندې نه شي او د بنسټپالنې او تروریزم سره د مبارزې تر پلمې لاندې په زرګونو بې ګناه او بې دفاع خلک له منځه ولاړ نه شي او ضرر ونه ویني . که چیرته په منځني ختیځ، فلسطین ، عراق او افغانستان کې د تیرو استعماري توطیو او تیریونه راځیږیدلې ستونزې په عادلانه ډول اوارې شي ، دا به په سیمې او نړۍ کې د سولې ثبات اود اسلامي هیوادونو او غربي هیوادونو ، په خاص ډول د امریکې متحده ایالتونو سره پر یو بل باندې د باور او دوستانه اړیکوپه ټینګیدو او د خصمانه چلندونو په له منځه تلو کې ستر رول ولوبوي او د بنسټپالنې او جګړه مارۍ منځته راتګ او ودې لارې به وتړل شي .
که چیرته اسرائیلي ځواکونه د ټولو هغو ځمکو نه چې یې په ۱۹۶۷ کال کې د عربو نه نیولې وې ووځي ، د فلسطینیانو د ځمکو اشغال او غصبول پای ته ورسوي ،د هوایي او ځمکنیو یرغلونو او د فلسطینیانو اقتصادي محاصرې ته د پای ټکی کیښودل شي او پریښودل شي چې د فلسطین خلک په خپله خوښه خپل حکومت جوړکړي ، کیدای شي چې نه یواځې د فلسطینیانو په کورونو کې د جوړو شوو راکټونو ګذارونه په بشپړ ډول پر اسرائیلو ودریږي ، بلکې د اسرائیلو او فلسطینیانو مستقل حکومتونه څنګ تر څنګ شتون او یوبل سره نورمال او د ښه ګاونډیتوب اړیکي ولري . خو که چیرته د بې اتفاقه او په مختلفو ډلو ویشل شوو، د اسرائیلو تر اشغال لاندې فلسطینیانو په کورونو کې د جوړو شوو راکټونو په نوم ، چې یواځې د ځینو کسانو د ستونزمن ژوندنه د پړسیدلو زړونو بړاس پرې وباسي ، په مقابل کې زرګونه بیګناه خلک وژل کیږي ټپیانیږي او په زرګونو کورونه ،جوماتونه ،کارخانې ،روغتونونه ،کلینیکونه ،ښوونځي او حتی د ملګروملتونو ودانۍبمباریږي او په کنډوالو بدلیږي او دا ټول د امریکاد دولت له خوا د اسرائیلو حق او له ځان نه دفاع بلل کیږي ، نو فکر نه کیږي که د امریکې نوی دولت د بوش د رژیم نه د نړۍ د خلکو ، په خاص ډول اسلامي هیوادونو د خلکو په ذهنیتونو کې کوم توپیر ولري . او هم کیدای شي د امریکې په دې ډول ملاتړ سره په اسرائیلو کې مذهبي بنسټپالنه ، لوړتیا غوښتنه او د عربو ،په خاص ډول فلسطینیانو په مقابل کې د کرکې اودښمنۍ روحیه لاپسې قوي کړي او په دې ډول د سولې او ثبات پر ځای به نورو جګړو او بې ثباتۍ ته لار پرانیزي .
ښاغلی جمهور رئیس !
پر عراق باندې د بوش د حکومت د تیري سره ستاسې مخالفت د امریکې د متحده ایالتونو د خلکو د ګټوسره بشپړ سمون لري . دغه تیری چې د عراق د تیلو د زیرمو د نیولو لپاره سرته رسیدلی دی یواځې د تیلو د کمپنیو د خاوندانو د ګټو لپاره سرته ورسید چې پکې په سلګونه زره بیګناه عراقیان په قتل ورسیدل او د دوو میلیونو په شاوخوا کې خپلو کورونو پریښودو ته اړویستل شول او نور ستر مادي او معنوي تاوانونه یې ورواړول او عراق یې په کنډوالو بدل کړ. همدارنګه له دې تیري نه د امریکا خلکو ته نه یواځې داچې کومه ګټه ونه رسیدله ،بلکې ډیر ځاني ، مادي او معنوي تاوانونه یې ورواړول او د امریکې په مقابل کې یې مخالفتونه او ستونزې زیاتې کړې او اقتصاد یې ورله د بحران سره مخامخ کړ. د عراق نه د امریکایي پوځونو ویستل ، د جګړو د کنډوالونه د راوتلو په خاطر د عراقیانو سره مادي او تخنیکي مرسته کول او عراقیانو ته واک ورکول چې خپل حکومتونه د دموکراتیکو ټاکنو له لارې پخپله منځ ته راوړي او له بهر نه پرې لاسپوڅي حکومتونه ونه تپل شي، کیدای شي په عراق او سیمه کې سوله ټینګه شي او د امریکائیانو په مقابل کې د دوستۍ احساس زیات شي .
خو په افغانستان کې د بوش د جګړه ایز دوکتورین تعقیبول او دجګړو له لارې په افغانستان کې دسولې او ثبات منځ ته راوړلو لپاره په نظامي لارو ټینګار کول او له همدې کبله د دیرش زره اضافي امریکایي سرتیرو افغانستان ته لیږل ستاسې د سوله ایز سیاست سره سمون نه لري . بل دا چې افغانان هیڅکله په زور د هیچا غوښتنې نه مني . وایي : افغانان په خوښه د دوست سره دوزخ ته ځان غورځوي ،خو په زور بیا د چا سره جنت ته هم نه ځي . په افغانستان کې پر جګړه ایز دوکتورین باور درلودل ، چې د جګړو له لارې به د امریکا او ناټو ځواکونه خپلو موخو ته ورسیږي له واقعیت نه لیرې کار دی . د افغانانو په ټول تاریخ کې داسې نه دي شوي ، چې په زور دې دوئ په ګونډو شي او څوک پرې خپلې غوښتنې وتپي داچې د انګریزي استعمارچیانو پواسطه د دیورند د تپل شوې کرغیړنې کرښې دواړو خواوو ته پرتو افغانانو باندې امریکائیانو ، انګریزانو او پنجابیانو قیامت جوړ کړی او هره ورځ په سلګونو افغانان د طالب او القاعدې په نوم وژل کیږي او په سلګونه زره نور بیګناه افغانان ، ښځې او ماشومان ، ناروغ او بوډاګان له خپلو کورونو نه د هوایي بمباریو او توپونو او ټانکونو د ډزو په واسطه د مرګ ژوبلې له ویرې خپلو کورونو او سیمو نه کډه کولو ته اړویستل کیږي او هر څه ترې اخستل کیږي په لوی لاس طالب ،القاعدې او مخالفت ته د دوئ ټیل وهل دي .
ښاغلی جمهور رئیس !
باید وه منئ ، چې د دیورند د تپل شوې کرښې دواړو خواوو ته پراته افغانان دي چې دانګریزي استعمارچیانو د استعماري ګټو په خاطر یوبل نه بیل شوي دي اوبیا په توطیه ایزه توګه د هر ډول معاصرو علمي او تخنیکي اسانتیاوو نه لیرې ساتل شوي دي او سیمه یې د بنسټپالنې او ترهګرۍ فعالیتونوته مساعده شوې ده . دا چې د نړۍ د نورو هیوادونونه یو شمیر بنسټپالو عناصرو دا سیمه ځان لپاره د فعالیت کولو خوندي سیمه ګڼلې ده تر ټولو ملامت لمړی هم هغه د انګریزانواستعماري سیاست دی ، چې ددیورند د منحوسې کرښې پواسطه یې افغانستان ټوټه ټوټه کړ او د(( ازادو قبایلو )) سیمه منځ ته راوړه او بیا پنجابیان دي چې پر افغانانو باندې ددې کرښې د تپلو په خاطر له هیڅ ډول توطیو نه ډډه نه کوي او د انګریزي استعمارچیانودتوطیو په پلي کولو سره په سیمه کې د جګړو ، بنسټپالنې او ترهګرۍ د ودې او خپریدو سبب شوي دي .
د بیګناه افغانانو وژنه او بربادي د سولې اوثبات د ټینګیدو او د تروریزم پر ضد د جګړې د بریالیتوب لپاره هیڅ ډول ګټه نه لري . پیښو وښوده چې د جګړې ،وژلو او له منځه وړلو دکتورین لاپسې ډیر مخالفتونه او جګړې ځیږوي او د دموکراسۍ ضد او سولې ضد کړیو او عناصرو ،چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي ، شیطاني لاسونه اوږدوي او نړیواله ټولنه د نړۍ د سولې او ثبات په ټینګیدو او بشري ټولنې د خیر ښیګڼې په چارو کې د افغانانو د فعالې برخې اخستو نه محروموي . لا اوس هم کیدای شي چې د بیګناه خلکود بمبارولو ، جګړو ، وژلو او ځپلو د دکتورین پر ځای د سولې ،مرستې ، بیارغاونې ، ولسواکۍ او سیاسي لارې نه د افغانانو په سیمه کې د بنسټپالنې او ترهګرۍ په مقابل کې بریالیتوب لاس ته راشي . په دې شرط چې د انګریزي استعمارچیانو د توطیو ټولې نښې د دیورند د کرښې په شمول له منځه ولاړې شي . د افغانانو د خپلواکۍ حق ، عقیدې او عنعنې ته درناوی وشي . د جګړو او ځپلو پرځای دمرستې او دوستۍ لاس ور اوږدشي .او له دې نه وروسته د افغانانو روانې غمیزې ته ، چې د بشري ټولنې په سولې او ثبات مستقیم اغیز کولاې شي د پای ټکی کیښودل شي .
په افغانستان کې سوله او ثبات هغه وخت ټینګیدای شي چې تر ټولو لومړی د هر ډول استعماري توطیواغیز او پاتې شونې له منځه ولاړې شي . په خاص ډول د افغانانو په هکله د (بیل یې کړه ، ایل یې کړه ) سیاست نه نور کار وانه خستل شي . د نړیوالو قوانینو سره سم د افغانانود ارادې درناوی وشي او د تاریخي واقعیتونو په رڼا کې د آمو نه تر اباسینه پورې پر یو واحد ملي هویت باندې د ټول افغان ولس د راټولیدو په مخکې خنډونه له منځه ولاړ شي . د سولې او ثبات په راوستو او د خپلو نیمګړتیاوو په لیرې کیدو کې ورسره بې غرضه مرسته وشي او په دې ډول د بنسټپالنې او ترهګرۍ جرړې چې د اقتصادي او علمي وروسته پاتې والي او د نورې نړۍنه د تجرید له کبله د افغانانو په دې برخه خاوره کې له بیرون نه ځغلیدلې دي وچې شي .
د ډیرو سرتیرو په لیږلو سره جګړې زیاتیږي ، د ملکي خلکو مرګ ژوبله لا پسې ډیر افغانان د مخالفینو لورته ټیل وهي او د سولې او ثبات پر ځای د نا امنۍ او بې ثباتۍ کچه لوړیږي . چې دا ټول د بنسټپالنې او ترهګرۍ سره مبارزه لاپسې پیچلې کوي . په ازادو قبایلو کې د بمباریو او نظامي جګړه ایزو فعالیتونو له لارې د جګړه مارو د ټولو ځالو د لمنځه وړل ناشونی کار دی . د امریکایي بې پیلوټه الوتکو بمباریو او د پاکستان د اردو هوایي او ځمکنیو یرغلونو چې په اصطلاح د ترهګرو پر ضد روان دي ، تر اوسه په زرګونو بیګناه خلک له منځه وړي او ژوبل کړیدي او په سلګونو زره نور یې ، د ښځواو ماشومانو او ناروغانو او بوډاګانو په ګډون ،د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي او په زرګونو کلي یې په کنډوالو بدل کړي او ټوله سیمه یې د بنسټپالو او ترهګریزو فعالیتونو د سرته رسیدو په سیمه بدله کړیده . نو ځکه د تیرو ترخو تجربو نه په ګټې اخستو سره پر جګړه ایزو فعالیتونو د زور اچولوپر ځای سیاسي لارې چارې ولټول شي او د جګړو پر ځای د جرګو لار غوره شي . یواځې جرګې کولای شي چې د افغانستان د ستونزو سوله ایز حل راوباسي او د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي .
په افغانستان کې د یولاسپوڅي حکومت د تپلو پر ځای ،چې هیڅکله د افغانانو د ملاتړوړ نه دی ګرځیدلی ، دهر ډول فساد نه خلاص د یو ملي د خلکو د باور وړ دوست حکومت د منځته راوړو لپاره دافغانانو د هلو ځلو مرسته وشي او د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګیدوپه خاطر د پخوانیو جګره مارو ډلو پرځای پر ملي سوله غوښتونکو دموکراتو ځواکونو، د افغانستان پر خلکو او د دوئ پر رښتینو مشرانو حساب وشي . د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیو ، په خاص ډول د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو مخنیوی کول او تر هرڅه لومړی د افغانانو ملي حاکمیت ته درناوی او پر یوواحد افغاني هویت باندې د امونه تر اباسینه پورې د ټولو افغانانو د راټولیدوملاتړ کول او د دموکراسۍ ،ترقۍ ، پرمختګ او تمدن په لور د دغه واحد افغانستان سره بې غرضه سیاسي ، اقتصادي او تخنیکي مرسته کول په افغانستان ، سیمې اونړۍ کې د ترهګرۍد لمنځه وړو او د سولې او ثبات د ټینګیدو لپاره بنسټیز کار دی .
همداسې افغانستان به ددې جوګه شي چې د بنسټپالنې او ترهګرۍ فعالیتونو لپاره د بې مالکه تجرید شوې سیمې ، ازادو قبایلو ، پر ځای یو خپلواک ، دخپلې ملي واکمنۍ خاوند، سوله غوښتونکی متمدن افغانستان ، چې نړیوالې سولې او ثبات ته ژمن او د معاصر علمي- تخنیکي پرمختګ نه برخمن وي منځته راشي . همداسې افغانستان به د نړۍ د ټولو هیوادونو ، په خاص ډول د امریکې متحده ایالتونو دوست هیواد وي ، چې د نړۍ د سولې او ثبات په ټینګیدو کې به د پام وړ رول لوبولای شي .
په درناوي
پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي
دکابل پوهنتون پخوانی استاد
د ۲۰۰۹ کال د مارچ ۸