کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : دښځو نړيواله ورځ و لمانځل شوه

ميدان وردګ : دښځو نړيواله ورځ و لمانځل شوه

په ميدان وردګ ولايت كې دښځوديوالې او پيوستون نړيوالې ورځ په نامه غونډه جوړاو په راغلو ښځوباندې دوه سوه پنځوس بورې خوراكي توكې او يوسلوپنځوس تحفي ووېشل شوې .



دښځود يوالې او پيوستون نړيواله ورځ په جوړه شوې غونډه كې دميدان وردګ ولايت والي محمدحليم فدايي ،دولايتي شورا غړو او د دولتي اونادولتي ادارو ښځينه اونارينو استازو ګډون كړې وه، غونډې ته ښاغلي والي په خپله وينا كې وويل چې دښځو ديوالې نړيواله ورځ يوازې بايد دشعار بڼه ونلري بلكې په عملي ډول موږ هغه حقونه چې اسلامي شريعت نارينو اوښځوته وركړې هغه په عمل كې پلې كړواو ددغه وران هېواد په بيا رغاولو كې ښځې دنارينو سره اوږه په اوږه برخه واخلي ،ښاغلي والي دخپلې وينا په يوه برخه كې په مركزي دولت،نړيواله ټولنه او موسساتو غږ وكړو چې  پرمختيا او انكشاف بايد يوازې دښارونو پورې محدود نكړو بلكې انكشاف بايد موږ دهېواد لروپرتو سيموكې دښځو تر كورنو ورسوو او په دې اړه بايد لازم پلانونه پكار واچول شي .


ښاغلي فدايي د ښځوچاروپه وزارت هم نيوكه وكړه چې تراوسه دغه وزارت دښځو دچارو رياستونو ستونزو ته هم پاملرنه نه ده كړې نو دلرې پرتو سيمو ښځوته ستونزو ته به څنګه پاملرنه وكړي او هيله يي وښوده چې  دښځو دژونددپايښت په اړه لازم ګامونه پورته كړي،دغونډې نورويناوالودولايتي شورا غړيوراحله وردګ،رابعه اميني او دكوار موسسي كاركوونكى انيسې په خپلوويناوو كې دښځوپروړاندې زور زياتيواو د دوۍ دحقونو ترپښو لاندې كولو اوپه اسلامي شريعت كې دښځو په ونډې باندې هراړخيزه خبرې وكړى.


دغوندې په اخر كې دښاغلي والي لخوا په راغلوښځوباندې يوسلوپنځوس(۱۵۰) تحفي او دوه سوه پنځوس(۲۵۰) بورۍ خوراكي توكيي(وړه،وريجې،بوره،غوړي،چاى اولوبيا) چې دتركيې ولايتي بيارغاونې ټيم په مالي لګښت برابرشوې وو ووېشل شول.