کور / شعر / شعر او ادب

شعر او ادب







وصلت


ا ی غمین  بگذ ا ر  من   بیا یم  به  قرین  تو


تا  زنم  رنگی   د گر  ز  لطفم   به   جبین  تو


زعشق خوانم سوره های مهررا دم صبحگاه


وا چود  شهلای چشم و غنچه ی لب از نگاه


تا  خزد  گرمی ی  من  بسرداب  تو  ا ز بر م


صد شقایق بشکفد به چهره ات که من بنگرم


جبر وقتست اینکه میدهدترک بروی دوست


 تا بقید ش نیست جان توخوش برآ ز پوست


نغمه های

ی
  ازعشق سرکشد ازعمق بشعر دل


هر یک   حد یثم  برد صد حیات  به   زیر گل


فرق ما تا  بوده  در میان فاصله ی فصل ما


سردو گرمست همه زان درین بادیه وصل ما


بر  سرا بی  چون  خیال  کی  میبرم  من ترا


می کنم بیدار به عشق  زان  خواب  کهن ترا


عشق بود  آ موز گار  ما  به  مکتب  زنده گی


آنچه مارا  داد ا عصای ره  ومطلب  بنده گی


۲ـ۹ـ۱۹۹۶ ع راوی اکبر میاخیل


 


 


 


 


انجنير ًکليوالً سلطان جان


انسانيت


انسان د ځناور نه، بېلوي انسانيت
په زړه کې پرته مينه، جوړوي انسانيت


بې حسه زړه نه ښه دي،کاني بوټي د سارا
احساس په بنيادم کې، ويښوي انسانيت


دوستی د بشريت سره، لوی کاردی د بشر
يواځې همدا کار،تکميلوي انسانيت


وحشي وايې هغه ته، څوک چې ويني تويه وی
وحشت دی چې نړی کې، زړوي انسانيت


کينه او کرکه دواړه، دي کارونه د شيطان
کارونه د شيطان، راپرزوي انسانيت


له زړه کړه کليواله، ديره جوړه د پښتون
راځی به ميلمانه، که زده کوي انسانيت



۳۰ جنوري ۲۰۰۹
ګنګسټن، کاناډا


 


 


غزل


  بختیارځدران
ورک یمــه په ځان پسې جانــان رانـه هېرشــوی دی
غواړمـه دسرسیوری اسمــــان رانه هېرشــــوی دی
بیــا راسره تجدیـد دپیمان وکړه پدې سروشـونډو
هغـــه دمـــــودوکړی پیمــــان رانـــه هېرشـــــوی دی
مه مې تخنوه په شــــوخــوسترګودزړګي مراندې
هغــــه دشوخیـــــویاقربـــــــان رانه هېرشــــــوی دی
ماته به دخپل یاغي ژوندون ارزښت په څه وشي
هسې هم اټکل دخپل تاوان رانه هېر شـــــوی دی
نن مې ولچکـــونوپه لاســـــونوکې همـــــدا ویل
هغـــــه دظالم پاچــا فرمــــان رانه هېر شـــــوی دی
*****
سعودي عرب تبوک


 


زرلښته حفيظ


  افغانه ښځه


ښځه حيا ده لوپټه دعزت
ښځه ښکلاده دژوندون مرحمت
په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان ځنګوي


ګرده نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا افغانې ښځې


په بسم الله باندي هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې


ښځه ښادې اوخوشحالې دژوندون
ښځه ډيوه او ړنايي د ژوندون


ښځه غوټۍ ده دګلونوڅانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه


هر يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هرچا نه معظمې ښځې


په پاکه غيږ کې اتلان وروزه
هر تجاوز ته فاتحان وروزه


له تانه ځارشمه افغانې ښځې
ای په نړۍ کې قهرمانې ښځې


د سولې غږپه هرافغان يې ښځې
ته د حفيظ د زړه ارمان يې ښځې


ستا د حيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه قربان



اسلام په نوم مذهب
که د زمان زولنۍ ماتې کړمه
دپيغور دونياته شا واړوم
دزړګي راز نه مې پرده پورته کړم
څه چې مې زړه کې وي بهر وباسم
نو زمانه به راته داسې وايي
چې د حيالوپټه ورک شو درنه
ته د پښتون د غرور خيال نه ساتې
خو زه د خداې نه مې مننه کوم
چې زه ازاده پيدا کړی يمه
ماته اسلام په نوم مذهب راکړی
په کې ازاده يې ګڼلې يمه
لکه چې څنګه نارينه حق لري
زه هم بنده د خداې جواز لرمه
چې خپل په نن او پرون وغږيم
او د خپل خيال بيان ازاد وکړمه


زرلښته حفيظ


 


 


 


علم ګل سحر


 د اننګو پسرلی *

چې په دې ښار کې نازولو سره مينه کوو
لکه په ځوځو کې له ګلو سره مينه کوو

ژوند خو به خود په اشارو او کنايو تيروو
درقيب خوا کې چې له ښکلو سره مينه کوو

نه غوټۍ غوړيدې بڼ کې،نه ګلونه وينو
هسې سپرلي کې له بمبلو سره مينه کوو

د اننګو د پسرلي په هيله – هيله سوځو
ځکه لمبو کې له سوځلو سره مينه کوو

کمڅۍ-کمڅۍ زلفې دې څه دومره په ناز اړوې
مونږ د دار پر سر زانګلو سره مينه کوو

په نورو اوري يې د شونډو د سپرلي ګلونه
مونږ بايد نصيب يې تش ليدلو سره مينه کوو
— ———————–
*له ( پاس سپوږمۍ ده لاندې ته یې) شعري ټولګې څخه


 


 


 اسدالله زمری

هغوته چې له سرطانه رنځ وړی

مرګه زما له خوا به لیرې ګر ځې
زه لا له ژونده  وزګار شوی نه یم
تاته مې نه شته تلوسه تر اوسه
لا له دنیا  نه   بیزار   شوی نه یم
زما    د   زړه    په  د  الانونو        کې لا
د ښکلا شو نډې په موسکا ښکاري
زما    د سر په     کږ لیچونو   کې   لا
د مستۍ شور سر په غوغا ښکاري
لا مې حساب    پاتې جهان   سره   دی
لا مې احساس ځلمی ،جانان سره دی
لا ډیر څه   پاتې   دي       د کړلو   راته
لا مې جنګ پاتې له خپل ځان سره دی
لا مې  تر اوسه اور ،سکروټه نه ده
لا مې    لمبۍ   له تنه    دارې     وهي
ایره خو پریږده  چې سکاره لا نه یم
لا مې سپرغۍ   د کلو  لارې     وهي
زما د   زده کړې    تنده ماته    نه ده
خوله مې لا جوړه هیڅ خندا ته نه ده
لا یم   تر   اوسه د ژړا     ټولګي کې
د غم   مکتب  مې کړی ، شاته نه ده
لا مې   د ظلم   لاس   مات  کړی نه  دی
لا مې     له کرکې    سره جنګ روان دی
د   عدالت       لمر     ته   لا     لاره    څارم
لا په و حشت زما غور ځنګ  روان دی
زه ددنیا د مخ دا تړمې اوښکې
په خپل لستوڼي و چول غواړم
زه  دانسان  د تودو وینو سین ته
پاخه   بندونه    جوړول      غواړم

د ماشومانو     له څیرو او    زړونو
د ویرې رنګ  او هیبت  ورک غواړم
د نیکمرغۍ د اهورا    په مخ   کې
د  بدمرغۍ اهریمن   سپک غواړم
ما را بللې   فرشته    د ورورۍ
زه یې راتلو ته انتظار یمه    لا
د مساوات او عدالت زیري ته
سترګې په لار ه بې قرار یمه  لا
لا مې د خپل د ستر آرمان د کلي
لار او نقشه تر اوسه کښلې نه ده
لا یې   کو څو ته      لټوم    نومونه
دتهداب   کرښه   مې کاږلې نه  ده
ما مې لا خپله لور په سره ډولۍ کې
د   بخت   کاله    ته استولې      نه ده
ما مې    د خپل لمسي د ناوې    ورا
د کور   تر    وره    بدرګه   کړې نه ده
زما ضمیر د ماتې ننګ    نه       مني
زمری ژوند ون د تسلیم رنګ نه مني
زه     د رزمونو    د ډګر          لاروی
زما    ایمان    د   مرګ قلنګ نه منی
سر مې له ښکلو آرمانونو ډک دی
زړه مې له سترو امیدونو ډک دی
ځه    د هغو  ناولو   کور ته  ورشه
چې یې  ژوندون له ګناهونو ډک دی
شومه دانه او دام د بل ته یوسه
خپل دا خبیث مرام د بل ته یوسه
زه به   دې   سټه    د آبا      وباسم
د زهرو دغه جام دې بل ته یوسه

۲۰۰۹/۲/۱


 


 سپرليه


محمد حامد الوتاند- کلفورنيا


سپرليه که راځې ښکولو وږمو سره راځه
د مينې ځېرۍ راوړه ولولو سره راځه


غاټول،نرګس،ريدي زمونږ د بڼ سره جرګه کړه
دا رنګارنګ ګولونه د افغان سره غنچه کړه


د دې باغچې په هر يؤ د جرګو سره راځه
سپرليه که راځې ښکولو وږمو سره راځه
د مينې ځېرۍ راوړه ولولو سره راځه


سندره شه بلبل شه هر صياد ته په زارۍ شه
جرګه شه ، ننواتې شه مليار ته په خپلوۍ شه


د روغې ،جوړې ځېرۍ شه پلمو سره راځه
سپرليه که راځې ښکولو وږمو سره راځه
د مينې ځېرۍ راوړه ولولو سره راځه


د ډول،ډول ګولونو معطرو ښه دسته شه
دا ځينو وچو کلکو دماغونو ته وږمه شه


قدم د بختور هم په لېمو سره راځه
سپرليه که راځې ښکولو وږمو سره راځه
د مينې ځېرۍ راوړه ولولو سره راځه


د سره اوړي غوبل کې د ملي هؤيت نه خلاص شول
 د شنه سپرلي په طمع زمونږ هر څه لاس په لاس شول


اوس د تور ژمي ناورين ته د ډيؤو سره راځه
سپرليه که راځې ښکولو وږمو سره راځه
د مينې ځېرۍ راوړه ولولو سره راځه


تالا والا ګلشن مې کړ د دين ټېکه دارانو
ځيانمن ملي وحدت کړ ،د ستم ستمګرانو


د صلحې او صفا د هرکلو سره راځه
سپرليه که راځې ښکولو وږمو سره راځه
د مينې ځېرۍ راوړه ولولو سره راځه


دا ماتو زخمي زړونو ته خمار راړوړه او جام راوړه
پيام د خوښي،جوش د مستي، واړه تل مدام راوړه
ځوانان ،پېغلې همزولي په زيارت د مهترلام راوړه


ټاټوبې د حامد ته د مېلو سره راځه
سپرليه که راځې ښکولو وږمو سره راځه
د مينې ځېرۍ راوړه ولولو سره راځه


محمد حامد الوتاند د ٢٠٠٩کال د فبرورۍ ٢٥مه کليفورنيا


 


 






که خواران د پښتو شته دی پښتنو  کې  غني  هم   شته
په دې ورانو  کنډوالو کې  فلسفی   ليوني   هم   شته 


تاته څه  ښکاره رقيبه  دغه سپينې  سپينې  خولې
د   دې  سپينو  تيږو  شاته  قهريدلي  زمري  هم  شته 


د  خوشال  له  اکوړي  نه  د  حمزه  خیبر   ته   ګوره
هر قدم په دغو غرو کې ستر احمد او غوري هم شته 


د  بابړې   شهيدانو   صمد خان   او   ايمل  یو  کړۍ
د دې لوی ارمان خاوند مو صنوبر  کاکاجي  هم  شته 


زه  له   خپلو   نه   جدا   شوم   د  پردو   په  خپلولو
د بيلتون په لاره درومي خپلو منځ کې پردي هم شته 


له زلمو  که     پوره  نه  شو  پښتنو  پيغلو  راپاڅۍ
دا ويده ويده راويښ  کړۍ  په  ويدو کې سړي هم شته 


د دې تورو  غرونو  کاڼي  تور  سکاره  دي  د  ډبرو
پام چې کم نظر ونه کړۍ پکې  سره سره  غمي هم شته 


که ګورګين په شان د سپيو غلچکۍ حملې شروع کړي
لويه غيږه د نازو کې  ميرويس  رنګه  بچي  هم  شته 


تور تمونه   او   جنګونه   که   تپلي   په  مونږ  نورو
د  سبا   د  اميدونو   ملا   تړلي   زلمي    هم    شته 


دا نوم رکي شهيدان چې مو د لمر  په  لوري  خاندي
دې خندا کې ستر رازونه د جمال  د  پټکي  هم  شته 


د  پامير   خيبر   له  سره   تر  سستان   بلوچستانه
ارمانونه ژوندۍ  هيلې  د تره کي  کوچي  هم  شته 


د نفاق  تورې  تيرې  دي بښتانه  يې سره بيل کړل
خدمتګاره! دې ولس  کې  دغه  بده  کمي  هم  شته  


 


 


زعفران باغرانی


 تورپوستی اوباما چی ډير وټونه وګټله
بوش هم دژورنالیست دبوټ وارونه وګټله


نړۍ ته سو خیجلی شرمنده بوش په عراق کښی
په ټیټ سریی داسلام ګذارونه وګټله


 


عنایت الله خاکیار


څلوریزه


عمل به یې پرمخ بوزي احساس به بری راوړي
کیڼ لاس سرپه بدل کي وړي ښی لاس به بری راوړي
چي زیږي له افراطه دامستي تش ناکامي ده
پیداچي له احتیاطه سي وسواس به بری راوړي



دښکلاخوب


چي څوورک نه کړم له سره داشناخوب
ترهغې دي خدای غالب نه کړي پرماخوب
کړه دسولي وینا،خیرکه دجنګ شپې دي
په تیاروکي خلک ویني درڼاخوب
پردی کټ دنیمي شپې وي ،دامتل دی
پر ،پردی بړستن پاتیږي نیمه خواخوب
خدایه ویښ مي کړې دپوهي په تاوده لمر
نورمي بس دی دتیارې شبي یطلاخوب
څوک چي فکرپرپښتون دباداری کړي
و  روان سیندته دي ووایي همداخوب
خدایه دومره افغانان بروحدت ټینګ کړې
یوله بل څخه چي نه ویني جلاخوب
څه تعبیرخوراله راکړه یوسف مخې؟
زمابدرنګه زړه لیدئ ستادشکلاخوب
تالیدلي راڼه ستوري ښکلي سترګي
خامخاخاکیاره ښه رنګ لري ستاخوب


 


 


رحمان بابا


نسیم ستوری


بابا د ژوند هر یو مذهب هر یو قانون وده دی
د ژوند سمون وده دی


د غږ په وخت کې زمونږ ذهن د ژوندون وده دی
د ژوند سمون وده دی


دا چې پښتون ژبه لر ی خو خوزولی نشی
غیرت لری خو خپل غیرت راپارولی نه شی
د لیونی مینې د اوښکو خپل جنون وده دی
د ژوند سمون وده دی


بابا د وخت دا ظالمان مو نه پریږدی په ګلشن
اوس خو لا څه کې چې مزار دی ورانوی له وطن
د وطن غیږ کې د وطن هر یو مجنون وده دی
د ژوند سمون وده دی



ای د سپیڅلی پاکی مینې ترجمانه بابا
دا ستا مزار باندې تیری وشو ای ګرانه بابا
دماغ او روح محور مرکز څه د پاڅون وده دی
د ژوند سمون وده دی


ای د بهادر کلی بهادر او ننګیالی شاعره
ای د خوږی ژبې پښتو ای توریالی شاعره
شعور غیرت او د فطرت هر مضمون وده دی
د ژوند سمون وده دی


دغه احساس به مونږ ته څوک راکړې چې تا وګټو
دا ستا شهید مزار شهیده خاوره ساه وګټو
ګنې قسمت زمونږ د فکر ښه زرغون وده دی
د ژوند سمون وده دی


څو چې قامی وحدت راغلی نه وی خوار به ګرځو
ای نسیم ستوریه خپل وطن کې بې روزګار به ګرځو
وحدت د زړنو حقیقت نوم د پښتون وده دی
د ژوند سمون وده دی


 


 


شکرالله طاهري


ښه وکړه بیا ئې واچوه دریاب کې


درست متل دی چي ښه وکړه بیا یې واچوه دریاب کې
بد  به  هله  نیکي  ګرځي که  دې   واچوه   مرداب کې
زما د سر دښمن راغلی  چې  نن  ماته    انصاف راکړي
زه پوهیږم چې به  څه کړي؟  فیصله زما     په باب کې
نور  د  صبر حوصلې  کنډول  مې  مات  شو  اې  دلبره
زه  تر  څوپورې  به ګورم  دا ستا مخ  ته  په حجاب کې
ساقي  پریده  چه  ډوبیږم  ستا  د سترګو  په  کوثر نن
کوم نشه چه دلته شته دی هغه نشته  په  شراب کې
چې  اوبو د سره  تیر شي  طاهري  نجات  بیا  نه  وي
داغرق شوی سړی څله لاس اوپښې وهي سیلاب کې
ته  پخپل رحمت  تقصیر او ګناه  معاف  که  لویه خدایه
سخته ورځ راته په مخ دی که مې نیسې په حساب کې


—————


شکرالله طاهري


دجهل او ناپوهی آخرې حد


 دجهل او ناپوهی آخرې حد همدا وحشت دی
دهریوبی غیرت اود بی ننګ همدا صفت دی
بابا دی خدای بخلی روح دې ښادوی په جنت کې
شیطان په کار باندی دا دخدای یوبل لعنت دی
عزت دپښتون لاړو هغه وخت چه نفاق راغی
وحدت که دوئ خپل کړی بیا دچا داسې همت دی
دښمن که ورانوی زمونږ مقبرې، کمزوری ښکاری
بی وس،تش لاس،زخمي باندې ګذاردبی غیرت دی
نامرد ګذار دشا نه کړي مخامخ راتلی نشې
بی ننګ اود بی شرم خلکوهمدغه یو طا قت دی
یا رب ستا ددربار نه سزا غواړو د  مجرمو
دا سوال طاهری نکړی دادرخواست دټول ملت دی


 

 


غلام ولي نوري

غزل
د سترګو د بڼو سره په جنګ کي لیونی سوم
ساقي د سرو لبانو پدې رنګ کي لیونی سوم
محفیل ته دي راوړي د دیدن تشي وعدې دي
پیالې دي ډکي نه دي په تش شرنګ کي لیونی سوم
وعدې دي د ماضي دي تر راتلونکي لاره باسي
نه شونډي مالیدلي نه په بنګ کي لیونی سوم
نه درغلم کوڅې ته سر ببر ګریوان شلیدلي
 نه پرې وتم پر مځکه په پالنګ کي لیونی سوم
نوري د خوشال خان د غېږي سیوری مدام نېسه
په سیوری د مغل باچا اورنګ کي لیونی سوم


 


 


عالیه راوی اکبر – کاناډا


دیر آمدی


باز آ مدی ای جان من جا نم فد ا ی جان تو
د یر آ مد ی تا آ خر بمان که اینجا بود مکان تو
باشم سری ز آِ زا ده گی نا خوش بقید واهما ت
از بر مرو ای عشق من روحم بود آستان تو
نازی که داد حضور تو بر بوریای فقر من
اینجا د گر مه جلوه ای دارد ز آسمان تو
ای آشنا در حیرتی بی هوش من ز حسن تو
تا دیدمت هردر بدل خود وا شد ا ز گمان تو
راوی نپوشد رخت دل ز هجران تو دگر بکس
کو بر تن حریر عشق را اندازد در قران تو
۳ـ۱۲ـ۲۰۰۴ عالیه راوی اکبر


—————————


جدایی


همرنگ ما اما پا شیده انجمنیم
هر یک ز جمع بر باد غم بهر دمنیم
هریک زهم جدا تنها زوصل به دور
= = – = – == = – = – – =
در گیر فرقت از نا بهم دل شدنیم
از پارروز وشب است تار بیماه ومهر
بی یار و یاوری ، زار به هر وطنیم
بر کسکه مانده غایب ګاه ظن مبرید
راوی گمان کند ما زنده در کفنیم
۱۱ـ۲۰۰۰ ع راوی میاخیل


 ————————————
 
سکوت
این سکوت لحظه ی درد من
وقت بی خودیست و نبرد من
درد ٫ که آن کرده مرا فدا
حرف محو و نیست زمن صدا
ازمیان که شعله به اشک جست
خموشست و سوختن من بتفت
شمع من بمرد بکس ز پیش
زآنوقت كان گرفت بباد خویش.
 حیرت این سکوت صدای من
شدبکس که داشت سودای من
درد من مرا نه از هوسست
کین هم ز شوق دگر کسست
این سکوت بوده ز عشق ویاد
لب به آن بسته



عالیه راوی اکبر – کاناډا


 


 


 


نويسنده  ناز ( خوشګل)


ارې من زنم


شب هاې مهتاب ستاره يې درخشانم
من نورعشق کتاب هنرقصه يې پريانم


ارې من زنم قصه عشق شيرين وفرهاد
ليلي  مجنون ممتاز عشق شاه جهانم


تاج محل راميداني  نشانه چست بګو؟
بګوتو زليخا ومن  يوسف  مقبول جهانم


ارې من زنم نورخورشيدوبلقيس سليمان
سياه موې جلالي افسانه محوش وليتانم


من چراغ زندګيم  فاتح ميوندملال ازادي
مريم عيسی عاصيه فرعون قرباني اسلامم


ارې مخواهي بګم من کې ورشته توبا من
من نازي بی نيازو دلباخته  يې نا کا مم


 


 


کله چی لمر زمونږ په کلی باندی
خپلی رنګیني او زریني څڼۍ
کرار،کراره را خوری ورۍ کړی
کله چۍ شین آسمان خړ پړ غوندی شی
او بیا په زوره زوره وژړیږی
کله چۍ سپینه څوارلسمه سپوږمي
د قو بڼکۍ په شان
سپینه رنګینه لمنه
زمونږ په کور کلۍ را وغوړوی
نو ته،
نو ته،
زما له څنګه لری یاره
په هغه دم کي ما په یاد ولره!
هو!
ځکه هر وخت زه په هغه محال کي
له لرو،لرو
فاصلو نه ګله!
ستا د یادواو خاطرو په
هیله
هره شیبه او هر ساعت تیروم
ځکه،
  هردم داسې                             
 شیبوکۍ!!
زړه ستا په یاد ډبیږي ‎


 


 


 


عنا يت الله نصرت


شعر


 كاشكي لمر وي څليدلي په اسما ن كي
نه مجنون چي ژړيدلي په جهان كي
يا خو ستوري چي هر چا وي زه ليدلي
نه سينه كي مي زخمي زړګي سا تلي
دعا شق او معشوقي په تورو جنګ شو
ددنيا پدي وصا ل كي مي زره تنګ شو
كه فردا ته مي پرواز وي رسيدلي
دهجران له دي دينا نه وي وتلي
دسبحان په نا مه نا ست نه مي ژړلي
دهجران له زولنو نه وي وتلي
بس كه بس كه اي نصرته ددينا پو ها پو هيژي
په خندا خلك نورنشته  ټول ژړيږي
دقلم او دكا غذ تر منځ چي اوښكي بهوينه
خداي لپاره نوسبا ده هرچا خپلو نه پناه ده


 


 


انــكار


وحدت کلیوال  -کابل

ستـــــــا دراتلــــــوهري شيـــــبى ته انتــــــظاركومه
هيڅ نه پوهيـــــږم چي به كــــله ستـــــا ديدار كومه
**
ليـــونـوستــرګـودې په زړه كښې مې طوفان راوړې
څه به صفت د بـــــل د مــخ او يا رخســــــــار كومه
**
نجوم خوډيردي په آسمان كښې كهكشان ترې ډك دې
صـــنم د زړه نه ويســــتې نه شـــم دا ګـفـتـــار كومه
**
وعـدې دې ټولــې وې دروغجـنې چې ثابتـې شولې
ځــكه دې هـــرې فيــــصلې نه اوس انــــــــكار كومه
**
د وحـدت طـــمع درنه تــل ريښـتـينـولـي ده آشــــــنا
كه داسې نه وي ته دې خپل،زه به خپل كاركومه 


 


 


ايمل مبارز
 ميسج


 هو! ګرانې هره شپه به ،په همدې خيالو کې ويده کيدم ،او هره شپه به انديښنو پسې اخيستی وم ،په تصور کې به مې ستا انځورونه جوړول او ورانول هو! هره شپه به چې شپه پخه شوه او خلک به ،د خوب په نيله سپاره شول ، او تورې شپې به خپله لمن وغوړوله ،زه به بيا د خيال په نيله سپور شوم او د تصور په ټال به وزنګيدم ستا هرې ادا به زما د زړه په خونه  کې انګازې وکړې او په تصور کې به مې بيا ستا انځورونه جوړ او ړنګ کړل ګرانې ! ټول خلک به په خواږه خوب ويده شول خو مابه ستا يادونه لوبول د شپې توره لمن به خواره وه او ډول ډول اوازونو به د شپې په دې توره غوړيدلې لمن کې شور جوړ کړی ود پخې شپې چرګانو به ازانونه وکړل خو، زه به لاهم ويښ وم او په تصور کې به مې د چا ړنګ شوی انځور جوړوه هو!هره شپه به چې خلک ويده شول او شپې به خپله ويرونکي لمن خواره کړه زما سترګو به ستا د ياد لاره څارله او ستا ړنګ انځور به مې دزړه په چوکاټ کې جوړوه هو!هره شپه چې به خلک د خوب په نيله سپاره شول ما به د خپل بالښت لاندې ايښې ټيليفون ته لاس ور وغځوه او د ميسج پاڼه به مې پکې پرانيسته ويل به مې داشپه به ضرورتاته مسيج ليکم په پرانيستې پاڼه کې به مې ليکل شروغ کړل او وبه مې ليکل سلام! زه له ډيرې مودې راهيسې……..بس همدومره به مې وليکل او بيرته به مې دbaek بک تڼۍ کيکاږله همداسې به مې وکړل او په ټيليفون کې به مې د د ميسج پرانيستې پاڼه وتړله ځکه ما په خپل ځان کې دومره توان نه ليدوچې دغه ليکل شوی مسيج تاته  سينډ کړم ګرانې  زه اوس هم ،هره شپه چې خلک ټول شپه په غيږ کې واخلي تاته د ميسج ليکل شروغ کړم ،خودادی کلونه وشول چې زما د ټيليفون د ميسج په پاڼه کې  تاته ليکل شوی ميسج لا هماغسې نيمګړی دی او ستا هغه ړنګ شوی انځور  لا هم هماغسې ړنګ دی او هره شپه يې په تصور کې جوړوم او ړنګ وم .

تبصره نسته

  1. Hello to every one
    for some reason one of my poem got posted under Alia Rawa Barekzai. Can some one please fix this ,because the same poem has been posted in Baheer.com . I am pretty sure it is a mistake, but I will appreciate it if it can fixed. the title of it is ( Zra sta pa yad dabeegy)

    Pa dranawy ,
    Rana Momand