کور / تازه خبرونه / PSO د رحمان بابا پر مزار د چاودنې پر ضد لاريون وكړ

PSO د رحمان بابا پر مزار د چاودنې پر ضد لاريون وكړ


دپښتونخواسټوډڼس ارګنائزېشن (PSO) له اړخه درحمان بابا پر مزار د چاودنې پر ضد لاريون تر سره سو


درحمان بابا مزار چي د پېښور د هزارخوانۍ په سيمه د جنوبي پښتونخوا په مركزي ښار كوټه كې د پښتونخواملي عوامي ګوند د لوستونكو د څانګې ’’ پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن ’’ له اړخه لاريون وسو


په لاريون كې شريك لوستونكي اخر د كوټي ښارمطبوعاتي مركز مخي ته راټول سو او د دغې پېښي پر ضد يې شعارونه وركول
وروسته په مظاهره كې شريكو كسانو ته د پښتونخواملي عوامي ګوندايالتي مشر عثمان خان كاكړ،د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن مركزي مشر احمدجان او د جنوبي پښتونخواايالتي سيكرټر كبيرافغان هم خبري وكړي

دوي ټولو په خپلو خبرو كې درحمان بابا پر مزار د سوي بريد په سختو ټكيو كې غندنه وكړه او د دې كار د ترسره كوونكو د نيولو او هغوي ته د عبرتناكې سزا وركولو غوښتنه يې وكړه


د صوفي شاعر رحمان بابا پر مزار د بريد غندنه