کور / تازه خبرونه / هزاره ډيموكرېټك پارټۍ د رحمان بابا پر مزار د چاودنې غندنه وكړه

هزاره ډيموكرېټك پارټۍ د رحمان بابا پر مزار د چاودنې غندنه وكړه

د پښتو ژبي دصوفي شاعررحمان باباپر مزار بريد پر انساني تهذيب اوثقافت دبريد برابر دى

په كوټه كې د هزاره ډيموكرېټك پارټۍ له خوا په خپره سوې يوه خبرپاڼه كې د پښتو ژبي د صوفي شاعر حضرت رحمان بابا پر مزار د سوي بريد غندنه سوي او دا يو غيرانساني او اخلاقي عمل بلل سوى دى

خبرپاڼه زياتوي چې دا كار د هغه چا دى څوك چې د هيۀ ډول اقدارو پابند نه دي بله يوازي د خپلو ناروا مخو د ترسره كولو دپاره كار كوي

په خبرپاڼه كې دا هم ويل سوي دي چې د رحمان بابا پر مزار له بريد څخه وروسته په نوښار كې د اوليا بهادر بابا پر مقبره د راكټونو بريد له يوې خوا د تهذيب د دښمنانو د چلن ښكارندويي كوي او بلي خواته بيا داښكاره كوي چې حكومت په ښاري سيمو كې خپل واك له لاسه وركړى دى