د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یو نوي رپورټ ځینې برخې خپرې کړي او لیکلي دي چې امریکايې ځواکونه نه په افغانستان کې او نه هم په عراق کې د عامه خلکو ساتنه کوي.
ورځپاڼې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفې ص د مبارک میلاد په اړه هم یو مطلب خپور کړې او پدې ترڅ کې دا پوښتنه کړې چې ایا مونږ په رښتیا هم د ان حضرت ص امتیان یو.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي کله چې مسلمانان ځانونه د اسلام د ستر پیغمبر پیروان بولي باید هغوې په سوله غوښتنو ارشاداتو عمل هم وکړي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي په پرونیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې هیڅ طرحه باید د اساسي قانون له چوکاټه بهر نه وي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې دا ولس مشر نه وو چې د انتخاباتو مسله يې پر یوې ستونزې واړوله بلکه دا نور وو چې له دې مسلې يې د اوبو د خړولو او د کبانو د نیولو لویه ډرامه جوړه کړه.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې له ولس مشر کرزي سره د یو شمیر ولسوالانو د لیدنې خبر ورکړې او هغوې ته يې د ولس مشر کرزي دا سپارښتنه هم راغستې چې ولسوالان باید د خلکو په چوپړ کې وي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان په حواله لیکلي دي چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي.
ورځباڼې د موضوع په دوام د جنرال ډیویډ مکرنن په نقل لیکلي دي چې ایران وسلوالو طالبانو ته روزنه او مالي مرسته ورکوي او په ایران د نشه يې توکو په کاروبار کې هم شک کیږي.
ورخباڼې پخپله سرمقاله کې د مارچ په اتمه نیټه د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه پخپله تبصره کې لیکلي دي چې په افغانستان کې دا ورځ په سمبولیکه توګه نمانځل کیږي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د ناتو د ستراتیژیو د بدلون په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولس مشر کرزي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې پکې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون له وروستي دریځ نه ملاتړ شوې دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ولس مشر پخپله هم نه پوهیږي چې دې د راتلونکو انتخاباتو کاندید دې او که نه.
دې ورځپاڼې هم د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه په یو مطلب کې هغو ستونزو ته کتنه کړې چې اوس مهال افغان میرمنې ورسره لاس او ګریوان دي.
ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې دا مسله هم څیړلې چې ایا په افغانستان کې روانه وضع به د ایران او امریکا په اړیکو کې څه بدلون راولي؟
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په پروینو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې ولس مشر پخپل هر اقدام کې ملي ګټې په پام کې ساتلي او هغه له هر مصلحت نه لوړ بولي.
خو اصلاح بیا د میرمنو په نړیوالې ورځې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د ښځو مبارزې څیړلي دي.
د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د راتلونکو انتخاباتو په اړه له بیلابیلو سیاسي کړیو سره خبرې پیل کړیدي.
ورخباڼې پخپله سرمقاله کې هم په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې خو لیکلي دي چې دا حقوقي بهیر په یوې لانجمنې سیاسي پدیدې بدل شوې دې.
ورخپاڼې د ښځو په اړه په یو مطلب کې افغان میرمنې د هیواد تر ټولو محروم انسانان بللې دي.