نن موږ پښتانه چېرته يو؟ كوم لور ته ځو؟ لورى كوم دئ؟
كه له سپېڅلو ارمانونو تېر شو د عاج له ماڼيو بهر ته وځو او خپل سرونه د خيالونو له كڅوړو پورته كړو او د خپلې ټولنې واقعيتونو ته وګورو او خپلې سترګې پر خپل جګړه ځپلي او غم ځپلي حالت راښكته كړو او هغه واقعيتونه تر غور او څېړنې لاندې ونيسو چې نن پښتانه ورسره مخ دي، نو كېداى شي پورتنيو پوښتنو ته پر واقعيتونو ولاړ ځوابونه ومومو.
د لومړۍ پوښتنې حقيقت دا دى چې پښتانه نن په نظريزو، سياسي، ايډيالوژيكي، فرضي او استخباراتي ليكو وېشل شوي او پاشل شوي دي.
نه يوازې وېشل شوي او پاشل شوي بلكې دغو وېشلو او پاشلو د فزيكي ټكر كومي ته وركړي او لاهم د فزيكي ټكر او تباهۍ په خوله كې دي.
د دويمې پوښتنې ځواب به دا وي كه شرايط همداسې دوام وكړي، نو تجزيه او پاشل به همداسې دوام ومومي او د دوى اضمحلال او واړه كېدل به هم ورسره پر مخ ولاړ شي.
د دريمې پوښتنې ځواب دا دى چې طبعيي لورى خو همدا ټوټه كېدل، واړه كېدل او له منځه تلل دي او كه په تدبير او هڅو سره د روان حالت خوا واړول شي او ورته نوى تګلورى وټاكل شي، نو كېداى شي يوه نوې پايله هم ورسره راوړاندې شي.
د بېلګې په ډول يادونه كيږي چې ايا يو ويښ وجدان په پښتنو كې د ناټو او امريكې په ورانيو، تباهيو او ويجاړيو، د طالبانو او القاعدې په نابللي مقاومت، ځانمرګو بريدونو، د بمونو په ښخولو، د ښوونځيو په سوځولو او د علمي كادرونو او قومي مشرانو پر وژنو، د پاكستان او ايران په بدنيتيو او افغان وژونكو او تباه كوونكو استخباراتي دوامداره پروژو سترګې پټولى شي؟
بلخوا د افغان دولت تش په نامه كالبوس چې هيچا ته د پېژندلو او تعريف وړ نه دى او د هيچا ګتو د ضمانت جاج ترې نه شي ترلاسه كېداى. دغه دولت چا د ګټو تمثيل كوي، چې نن يې واكمنان د خپل ولس د شتمنيو په ترورولو، لوټلو، سوداګريو او نورو مافيايي هڅو لګيا دي او ځواكونه يې خپل ولس ځپي، وژني او د افغان ماشومانو په يتيمولو او د ميندو په بورولو او كونډولو كې يې له نورو سره سازش كړى دى؟
دغه دولت كومو ملي ګټو ته ژمنېداى شي چې د ملي ګټو له وارثينو يانې له ولس سره دې په جګړه كې وي؟
دغه ډرامه له دېرشو كلونو څخه په هيواد كې روانه ده او كه په زغرده سره وويل شي د دغې ډرامې تر شا د سيمې او نړۍ ښكېلاكګر هېوادونه او يو شمېر ځانګړې كړۍ چې ځانونه يې په دروغو او خدعې سره د ښي او چپو ګوندونو د تربيون تر شا پټ كړي او د افغان ولس له سپېڅلو احساساتو، ګروهو او عقيدو سره لوبې كوي او د افغان ولس تاريخ، مېړانه، غيرت، همت او حيثيت يې د فساد په نړيوالو بازارونو كې ليلام كړي او په اوبو لاهو كړي دي.
دلته له سلو څخه زيات ګوندونه او ډلې دي، په سلګونه او شايد هم په زرګونه تنه غړي ولري، خو لاسته راوړنه يې همدغه په هيواد كې روان حالت دى.
اسلاميستانو په زرګونه افغانان د اسلامي نظام له پاره قرباني كړل او نورو ګوندونو هم په همدې شمېره له خپلو ارمانونو ځار كړل، خو تراوسه نه دغه هيواد ته ټولنيز عدالت او قانون راغلى او نه هم څوك دلته له غلامۍ، بې وزلۍ، اختناق، ظلم او فساد څخه ژغورل شوى او نه هم كوم پرمختګ چا احساس كړى.
اوس پوښتنه دا ده چې په داسې يوه ويښه ټولنه كې چې 30 مليونه نفوس او ورته له سلو زيات د ټولنيز ډيناميزم مركزونه لري، خو بيا هم نه حركت شته او نه پرمختګ، ورځ تر ورځې بتري ده او هيڅوك هم د حالت د ښه والي تضمين چاته نه شي وركولاى.
ستونزه چېرته ده؟
ګوندونه د ستونزو معلول او كه ستونزې د ګوندونو معلول دي.
فكر نه كوئ چې خپله همدغه ګوندونه دې ستونزې وي؟
دا سمه ده چې ټولو ګوندونو ځنې او تر زياتې كچې ښه او سپېڅلي ارمانونه بيانول، خو ارمان او عمل تر منځ كلونه كلونه واټن دى او اصلاً داسې ګوند وجود نه لري چې ارمانونه يې ښه نه وي او يا دې بد ارمانونه د خلكو له وېرې په ډاګه كړاى شي.
كمونستانو ويل چې امپريالېزم او ښكېلاك نه مني، خو د شورويانو د غلامۍ او ښكېلاك كړۍ يې خپله غاړې ته اچولې وه او پر ټول ولس يې د منلو هڅې كولې.
اسلاميستانو خو په اسلام كې ژبه، سرحد، ويزه، ملي ګټې، ملي اصطلاحات ناروا بلل، خو د پاكستان او ايران له مهاجرت كارتونو پرته د خپلو دفترونو مخې ته هم په واټونو كې ازاده نشواى ګرځېدلاى او دا مهال خو د نړۍ پر مخ كوم ادرس هم نه لري.
اوس په داسې خلكو د ولس د خپلواكۍ او ازادۍ باور څنګه كېداى شي چې د نورو د غلامۍ كړۍ يې په غوږونو كې پرتې دي نه كوم هيواد لري او نه كوم هيواد ته ژمن دي.
له دې زيات ساده توب به چېرته وي چې موږ د هيواد د ازادۍ غوښتنه له هغه چا وكړو چې هغه له فطرت څخه غلام دى او هغه چې ځان ته ازادي نه شي اخيستلاى نو ولس ته به يې څنګه واخيستلاى شي.
دا خو په پرنسيپ او تيورۍ كې داسې وه او په عمل كې هم د پرديو په تورو، توره د پرديو له پاره كيږي.
بس يوه لار ده چې د خپلو وروڼو پر وړاندې د پرديو تورې كېږدو او د پرديو په توره د خپل ورور وژل د ځان توره ونه ګڼو.
كه په هيواد كې سياسي حالاتو ته په انتقادي نظر وګورو نو د دغو ټولو ستونزو او بلاګانو سرچينه تر ډېره كچه د ګوندونو په ارمانونو او هيلو كې نه وه بلكې په هغه فساد ډكو سيستمونو كې وه چې دغه ګوندونه پرې تغذيه كېدل او وجود ته يې ساه پوه كېدله.
هوكې دغه كانې په مجموع كې پر هيواد د دغې سست ايمانۍ او بې همتۍ پر بنسټ وشوې چې فكر كېده د پرديو له پيسو، ملاتړ او غلامۍ پرته ګوندونه نه شي جوړېدلاى او نه د جهاد ګټې او د هيواد ازادي تضمينېدلى شي.
د كمونستانو په شمول له حكمتياره نيولې تر برهان الدين، سيافه او ملاعمره د ټولو بسم الله او تړه په همدې وه، خو پايله اوس تاسو ټولو ته روښانه ده او تجربه دا ده چې د پرديو په پيسو او استخباراتي پروژو ملي او خپلواكه دولتونه نه جوړېږي او د فساد په شتون كې د هيڅ كوم ګوند، ولس او هيواد ګټې نه شي ساتل كېداى او برخليك يې نه شي بدلېداى او لاهم د ازمايلو ازمايل نه دي په كار.
كه موږ له ناورين څخه مخكې له فساده لرې يو ډادمن سيستم رامنځته كړى او په خپلو عوايدو مو بسنه كړى واى او چاته مو د تمې لاس نه واى اوږد كړى او د نورو په پيسو مو د ځان او هيواد د بربادۍ له پاره ګوندونه او ډلې ټپلې نه واى جوړې كړې نو نن به مو دا حال نه درلوداى او پخپلو لاسونو به مو خپل بچيان او هيواد نه تباه كولاى.
كه موږ له يو مليون كسانو د مياشتې سل افغانۍ راټولې كړې واى نو د مياشتې سل مليونه كېدې او په دغو دېرشو كلونو كې به يې ګټه تر دغه ملياردونو ډالرو ډېره زياته واى چې زموږ د بربادۍ او وژنې له پاره د ګوندونو او استخباراتي كړيو او جاسوسانو په لاس كې ايښودل شوي دي او لا هم ايښودل كيږي.
په تېرو كلونو كې نه يوازې دا چې ګوندونو او ولس بد موقف او بد حالت درلود او تر ابتذال كچې را پرېوتي وو، بلكې دولتونو هم په بد حالت كې ځاى درلود او د نورو د ګټو د تضمين له پاره يې زيار ګاله.
دغو دولتونو له خپلو ګټو څخه د بادارانو ګټو ته زيات لومړيتوب وركاوه او د هغوى ګټو ته ژمن ښكارېدل، چې د بهرني استخباراتي فشار له امله نيم ژوانده ژوند يې درلود او د نهنګ په خېټه كې پروت كب ته ورته وو.
اوس نو هغه كب چې خپله د بلې خېټې توښه ګرځېدلى، د خپلې خېټې پر توښې څنګه ډاډمنېداى شي.
هوكى، همدا زموږ حالت دى او همدا زموږ د ټولنې او پښتنو حقيقت!
كه څوك يې مني او كه يې نه مني، پښتانه نن د نورو توښه ګرځېدلي او لكه د نهنګ په خېټه كې د كب حيثيت لري.
ايا د نهنګ په خېټه كې تنفس كېداى شي د كب له پاره د ازادې هوا او ازاد چاپېريال په مانا وي؟
موږ دا مهال په خپل هېواد كې د ژوند كولو، په خپل دولت كې د كار كولو او په خپلو ودونو او خيراتونو كې د ارامې ساه اخيستولو حق نه لرو، نو اوس به دلته قانون، ډموكراسي ټولټاكنې او زموږ رايې وركول څه مانا ولري او دا ډاډ به موږ څنګه ترلاسه كوو چې د غلامۍ او د نهنګ په خېټه كې د ژوند كولو دود دې زموږ د ژوندانه او ازادۍ ډاډ وي.
څوك دا ډاډ ولس ته وركولى شي چې كه نن د كرزي پر ځاى اشرف غني احمدزى، جلالي او يا احدي د امريكې او نړيوالې ټولنې په پيسو راځي، نو زموږ په حالت كې به بدلون راځي او زموږ ازادي او خپلواكي به ډاډمنېږي.
حقيقت دا دى چې زموږ ستونزې يوازې په څېرو او په زهرو لړلو وجدانونو كې نه دي بلكې له دې سره جوخت په هغو سيستمونو كې هم دي چې زموږ د ټولنې د ادارې او دولت دارۍ له پاره وضع شوي دي.
يا په بله وينا كه له يوې خوا د ټولنيزو ډيناميزمونو مشرتابې پر فساد اخته دي، له بلې خوا د دغو ډيناميزمونو اساسات پر كږو معيارونو او اصولو ايښودل شوي چې وګړو ته يې د فساد غټ ظرفيت او زمينې برابرې كړې دي.
حقيقت دا دى چې تر څو د ژوند كولو، سياست او د دولتدارۍ دغه دود او سيستم بدلون ونه مومي، هيڅوك د افغانانو او پښتنو د حالت د ښه كېدو ډاډ نه شي وركولى او كه د ولسمشرۍ كانديدان په دې اړه كومه ژمنه كوي نو پوه شئ چې دوى دروغ وايي او ولس د خپل واك له پاره غولوي او د شخصي ګټوقرباني يې ګرځوي.
غلام غلامي زېږوي او غلامي غلام زادګان.
د افغان ولس ستونزه هم غلامي او هم غلام زادګان دي چې افغان مېړنى ولس يې د امريكې، روسيې، پاكستان او ايران غلام ګرځولى، ملت ته دروغ وايي، له بهرنيانو مزد اخلي او د ولس د ګټو، شتون، ځواك او هويت پر سر سوداګري يې پيل كړې ده.
ايا ټول افغانان غلامان دي؟
ايا ولس د نهنګ خېټې ته په خپله دانګلي دي؟
هيڅكله ټول افغانان غلامان نه دي، خو د غلامانو په واك او برمته كې دي. غلامانو پوره دېرش كاله او ان پېړۍ پېړۍ د دوى د مجبورولو او د پرديو پر ځنځيرونو د تړلو او ښكېلولو له پاره هلې ځلې كړې دي.
په ټول افغانستان كې د دا راز سياسي او استخباراتي قاچاقبرو شمېر زرو كسانو ته نه رسېږي، خو دغه شمېره خلكو نن 60 مليونه وګړي او پښتانه يرغمل كړي او تباهۍ كندې ته يې ټېله كړي.
ايا كله هم له غلامۍ او پردو د بسپنې او ناروا ملاتړ د ترلاسه كولو پرته د هيواد له پاره كوم بل فكر شوى؟
هيڅكله نه! كه شوى هم وي نو په شخصي كچه به وي او قومي او ملي ابعاد يې نه دي خپل كړي.
بيا ولې دغه فكر رامنځته نه شي، هغه هم په داسې حال كې چې نړيواله ټولنه نور له سياسي قاچاقبرو له فساد او غلامۍ څخه پوزې ته رسېدلې او د افغان ازاد ولس پر غلامۍ او ځنځير راښكولو خوشاله نه ده.
حقيقت دا دى چې موږ دومره ځپېدلي يو چې نشو كولاى د خپلې ټولنې او خپل ولس اوسنى موقعيت او حالت په ګوته كړو او ووايو چې كوم لور ته روان يو.
ټولو له خپلو ځانونو څخه خيالي كړۍ او دايرې راتاوې كړي او ځانونه مو يوې موهومې ويرې او قوماندې ته سپارلي چې له دغې دايرې څخه به پښه نه باسو او كه مو ووېستله نو …………..او دا چې بالاخره څه به كيږي په دې هم نه پوهېږو.
راځئ چې دغه خيالي او موهومي كړۍ او د ويرې ځنځيرونه مات كړو، د ځان او قوم د برخليك په اړه فكر وكړو، سياست ته مخه كړو، د ځان واك په خپله واخلو او نور دغه واك مافيايي او استخباراتي سياستوالو او ملايانو ته ونه وسپارو، خپله سياست ته ودانګو، يو منظم سياسي او ټولنيز سيستم او دپلوماسي رامنځته كړو او د نړيوالې ټولنې د يو سترې بېلګې او مجموعې په توګه ډګر ته واوځو، له نورو قومونو سره ژوند كول زده كړو او له هغوى سره خپلې ستونزې شريكې او د بشريت د بقا له پاره ګډ كار وكړو.
دا زموږ د ټولو پښتنو انساني او بشري حق دى، دا زموږ تېروتنه ده چې ځانونه مو قاچاقبرو ته سپارلي دي او هغوى ته مو وخت وركړى چې زموږ په برخليك ولوبېږي.
همدلته ده چې پوښتنه پيدا كيږي، چېرته ورشو؟ هغه د ژغورلو ځاى كوم دى؟ او د كوم تربيون ترشا خپل غږ پورته كړو؟
هغه ځاى همدلته په همدې نړۍ او په همدې افغانستان او په همدې پښتون قوم كې دى! له خيالۍ نړۍ څخه راښكته شئ خپلې شاوخوا ته وګورئ، خپل غږ پورته كړئ، سره يوځاى شئ او وګورئ چې ستاسو تر شاوخوا څومره خلك راټولېږي. همدا ستاسو د ژغورلو ځاى دى، وګورئ د ژغورېدا پريښتې موانشالله تر شاوخوا ولاړې دي او مخته مو د خطابې يو مېز پروت دى چې كولى شئ خپل غږ له دې مېز څخه پورته كړئ او د نړيوالو غوږ ته يې ورسوئ.
نور نو بايد د خوب پالنګونه، د خيال ټالونه اوڅنګلې پرېښودل او عمل ته ودانګل شي.
پوره دېرش كاله شول چې د يووالي سرينده غږوو، خو دغه كار له پاره عملي اقدام نه كوو.
بايد ټول لاسونه سره يو كړو، چوپتيا نوره ماته او د ځان او ولس د ژغورلو او په هيواد كې د يو مثبت سياست د رامنځته كولو او تګلوري وركولو له پاره نوى بنسټ كېږدو.