کور / راپور / جرمني : راروان دي تور بادونه-له زرين انځور سره ادبي ناسته

جرمني : راروان دي تور بادونه-له زرين انځور سره ادبي ناسته

را روان دي تور بادونهپنجشنبه د مارچ پنځمه نېټه د جرمني په بن ښار کې د افغانيک مرکز له خوا د هېواد د پيآوړي کيسه ليکوال، کره کتونکي او وتلي فرهنګيالي زرين انځورد لنډو کيسو د شپږمې ټولګې (را روان دي تور بادونه) د چاپ او مخکتنې په مناسبت يوه ادبي غونډه جوړه شوه. په دې ادبې بنډار کې د جرمني له بېلا بېلو ښارونو سربېره له بلجيم او انګلستان څخه هم يو شمېر ليکوالو، فرهنګيانو او د انځور صيب د ليکنو مينه والو ګډون کړی وو.

غونډه د ماښام په شپږو بجوپيل شوه او په سرکې د افغانيک مشر ښاغلي ډاکتر يحيی وردګ د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د دې ترڅنګ يې د انځور صيب پر ادبي، فرهنګي او ټولنيز شخصيت رڼا واچوله، د ده فرهنګي هڅې يې د نن ورځې خدايي خدمتګاري وبلله او له همدې امله يې د انځور صيب لپاره د باچا خان د جايزې يا مډال غوښتنه وکړه. ښاغلي وردګ له انځور صيب څخه غوښتنه وکړه چې تر دې وروسته د ماشومانو کيسو ته هم پاملرنه وکړي او د انځورصيب د لنډو کيسو هنري ارزښت ته په پام سره يې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه،چې آلماني ژبې ته د هغو د ژباړې په اړه فکر وکړي.

ورپسې ښاغلي خوشال روهي د انځور صيب د لنډو کيسو د نوې چاپ شوې ټولګې په اړه خبرې وکړې او دا کيسې يې له موضوعي او هنري پلوه وارزولې. ده د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې د انځور صيب په کيسو کې فطري قريحه، هنري تجربه او د کيسه ليکنې تخنيکي پوهه په ډېر متوازن او متناسب انداز ځلېدلي دي.

ورپسې ښاغلي زرين انځور د غونډې له تنظيموونکوڅخه په مننې، دګډونوالو په غوښتنه خپلې لاندې کيسې واورولې:

ـ د لوی باغ ونه ( ناچاپه)

ـ تاوان (زموږ د کلي پاڼې)

ـ راروان دي توربادونه!!(راروان دي توربادونه)

ـ جنت ( راروان دي تور بادونه)

درناوی ( زموږ د کلي پاڼې) 


د کيسو په پای کې د ګډونوالو له خوايو شمېر پوښتنې مطرح شوې او په اړه يې په زړه پورې مباحثه وشوه.

د غونډې په پای کې دټولو ګډونوالو له خوا د پښتو ژبې د سترروحاني، متصوف او خوږ ژبي شاعر عبدالرحمان بابا پر مزار د ټولو انساني، اسلامي او مدني اصولو پر خلاف وحشيانه بريد په کلکه وغندل وشو او هغه يې د افغانانو د تاريخ، ژبې، کلتور او وياړونو پر ضد يوه دسيسه وبلله.

غونډه د شپې په نهه نيمو بجو پای ته ورسېده.