کور / رسنۍ / د جاج خپروني لومړی ګڼه چاپ شوه

د جاج خپروني لومړی ګڼه چاپ شوه

جاج خپرونه چي موخه یي د افغان ځوانانو ویښتیا ده د ځینو پوهانو اوځوانانو په مرسته او همکارۍ چاپ شو. دغه خپرونه چي د ډېرو تکړه استادانو لیکني پکي خپرېږي موخه یي د ځوانانو ویښتیا او د سیاسي شعور لوړتیا ده. لومړی ګڼه یي د شنبي په ورځ له چاپه راووته. د دغه ګڼي سرلیکونه دا لاندي دي:

نړیوالتوب په کومه بیه او څه مفهوم؟  محمدزبیرشفیقي
افغانستان ګوندونه او علمي سیاست  هېوادحسین خیل
د خپلواکۍ اتل که د قربانۍ…؟   خوشال روهي
مسلمانان څومره وروسته پاتي دي؟  ژباړه: سیدعبدالله ولي زی
دا ټول په لاس جوړ شوي دي؟!   ځيني حیرانونکي اسلامي انځورنه
رنځور سیاست او تاریخ تېری درمل  پوهندوی محمداسمعیل یون
له عراق څخه د پوڅونو په شاتګ او د افغانستان لړزانده مورچل
داسي څوک شته، چي دي راغلو نه پوښتنه وکړي؟ سیدي صاحب


دغه ګڼه د موخي سره یي سم ډېري اړيني لیکني یي د ځوانانو لپاره خپري کړي دي سره له دي چي ځيني تخنیکي ستونزي لري خو بیا هم د ځوانانو د ویښتیا لپاره ډېر اغیزناک دی. په دغه خپرونه کي سرلیکنه هم شته او په وروستۍ پاڼه کي یي د خپروني ټول سرلیکونه په انګریزي ژبه ژباړل شوي دي. دغه خپرونه اته مخه لري چي دوه مخه یي رنګين دي.


د جاج خپروني اداره له ټولو پوهانو، ځوانانو او د قلم خاوندانو څخه غواړي چي د دغه خپرونه په بډاینه کي د دغه اداري سره مرسته وکړي. او په سوداګرو غږ کوي چي دغه خپرونه کولای شي د دوی سوداګریزي خبرتیاوي په خپلو دوؤ رنګه مخونه کي چاپ کړي.

په دې هیله چي ستاسو لوستونکو همکاري (وړاندیزونه، نیوکي، قلمي مرستي) به دغه خپرونه لا نوره هم بډایه کړي .