د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواك كمېسون له اعلان سوي نېټې څخه ملاتړ څرګند كړ، چي ويل يې د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات به د زمري پر ۲۹ – مه نېټه ترسره كېږي.
تر دې وړاندي د ولسمشر او مخالفو كانديدانو ترمنځ يوه غټه ستونزه ګڼل كېده، چي ولسمشر كرزي پر خپل وخت انتخابات غوښتل، خو مخالفو كانديدانو له يوې خوا د انتخاباتو ځنډ غوښتئ او له بلي خوا يې د ولسمشر څخه د جوزا پر لومړۍ نېټه د استعفا غوښتنه كول.
بلي خواته د افغانستان د چارو شنونكي وايي سره له دې چي ټول اړخونه د انتخاباتو پر ځنډ سلا سول، خو د جوزا له لومړۍ نېټې څخه د ولسمشر كرزي د واك غځولو يا استفعاء ستونزه لا اوس هم هغه چلينج دئ، چي نوموړى به د يوې غوڅي پرېكړي تر كېدو ورسره مخ وي.