ولسمشر کرزي نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون وروستۍ پرېکړه چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې به د اګسټ په میاشت کې ترسره کړي ومنله وی ویل چې له دغې پرېکړې سره هم موافق دی.
ولسمشر کرزي څه موده وړاندې په یوه فرمان کې د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي وو چې ټاکنې دی د اساسي قانون له مخې ترسره کړي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا رد شوې وه.
ولسمشر کرزي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د جوزا له میاشتې وروسته د ټاکنو تر ورځې د قدرت خلا به څنګه کیږي وویل چې دی د یوې ورځې لپاره هم حاضر ندی چې داسې قدرت ولري چې مشروع نه وي.