په ۱۳۹۹ لمريز كال كې به په هېواد كې داسې څوك ونه موندل شي چې ښوونځي ته لاسرسۍ ونه لري (فاروق وردګ)
په هېواد كي ۱۳۸۸ لمريز تعليمي كال د رارسېدو په حال كي دى، خو د هېواد د ښوونځيو ښوونکي د تېر په څېر بيا هم انديښمن دي چي آيا سږکال به هم د دوى هغه ستونزي چي تر دي مخكي ورسره لاس او ګرېوان و، اواري شي او كه به بيا هم ورسره مخ وي؟
دوى وايي د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي د امنيت نشتوالي د يو شمېر ښوونکو او زده کوونکو په وړاندي د ښوونځيو دروازي تړلي دي. ډېرى زده كوونكي د وېري له امله نه شي كولاى ښوونځيو ته لاړ شي، ډېرى ښوونځي اوس هم ودانۍ نه لري، ودانۍ څه چي خېمه او په ځمكه د كښېناستلو لپاره فرش نه لري زموږ ډېرى نازولي ماشومان له خپلو كورونو څخه له ځانه سره د بوجۍ يوه ټوټه وړي او بيا تر شنه آسمان لاندي سره لمر ته او يا هم په ځينو ځايونو كي د خوړونو په غاړه تر ونو لاندي د زدكړي لپاره ناست وي.
سويلي ولايتونه چي د ښوونځيو د سوزېدو ، د ښوونکو د وژلو، يرغمل کولو او د زده کونکو د ګواښلو خبرونه تري ډېر اورېدل كېږي، له ډېرو کورنيو څخه يي دا زړورتيا اخيستي ده چي خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي. خو بيا هم ټول زده كوونكي او ښوونكي ۱۳۸۸ كال ته سترګي په لار دي چي كېداى شي د دوى ستونزي د پخوا په څېر تكرار نه شي.
د را روان ۱۳۸۸ تعليمي كال په رارسيدو به په هېواد كي د ښوونځيو د ستونزو د اوارولو په كچه او څرنګوالي كي كوم بدلون راشي او كه نه؟ په دي اړه د پوهني د وزارت وياند او د عامه اړيكو رييس ښاغلى محمد آصف ننګ داسي وايي: ((په ۱۳۸۸ كال كي به په ټول هېواد كې۱۲۶۰۰ ښوونځي ولرو له دي ډلي څخه به ۱۸۶۸ لېسې، ۳۰۶۱ متوسطي او ۶۰۷۱ به هم لومړني ښوونځي وي. په ټول هېواد كي به۵۹۹۰ ښوونځي ودانۍ ولري ۶۷۹۰ ښوونځي به ودانۍ نلري، او ۶۲۰ ښوونځي به غير فعال وي.)) .
د آصف ننګ د وينا له مخي د ۱۳۸8 لمريز كال لپاره د پوهني وزارت سل زره ښوونكو ته روزنه وركوي. چي دا روزنه د دارالمعلمين او د ښوونكو له نورو روزنيزو موسساتو څخه پرته د ښوونكو د مسلكي كولو لپاره په كار اچول كېږي.
ښاغلى زياتوي: ((تر اوسه پوري د څلور زره په شا او خوا كي د ښوونكو روزونكي جذب كړل شوي ترڅو د دي روزونكو په واسطه په ټول هېواد كي ښوونكو ته روزنه وركړل شي. دا روزونكي به ښوونكو ته روزنه وركوي او د ښوونكو له ډلي به هم د روزونكو په ډول ځيني ښوونكي روزي. نوموړى زياتوي، چي دا پروګرام د دوه نيمو كلونو لپاره پيل شوى چي په پايله كي به يي سل زره ښوونكي مسلكي زدكړي وكړي. پر دي پروګرام به ۴۸ نيم ميليونه ډالره لګښت وشي. چي د نړيوال بانك لخوا وركول كېږي. دي پروګرام ته ځكه اړتيا ده چي په اوس وخت كي د پوهني وزارت په سلو كي ۲۳ مسلكي ښوونكي لري او پاتي نور يي مسلكي نه دي بلكي دوى يي د اړتيا له مخي په كار ګومارلي.)) .
په تېر كال كي د ناامنيو له امله د هېواد په ډېرو برخو كي ښوونځي وتړل شول، وران شول، اور ور واچول شو، او يا يي هم د بندېدو ګواښونه ورته وشول، ښاغلى ننګ په دي اړه وايي:
((په ۱۳۸۷ كال كي مو د پوهني په برخه كي د سوزولو، ورانولو ۱۲۴ جنايي او تروريستي پېښي درلودې. د شهيدانو او زخميانو كچه هم۵۴ ته رسېږي. په نوموړي كال كي مو۶۸۰ تړل شوي ښوونځي درلودل، چي په تېرو دريو مياشتو كي مو يي ډېره برخه بېرته پرانيستلي چي په اوس وخت كي په ټول هېواد كي ۶۲۱ تړل شوي ښوونځي لرو. چي د دي ښوونځيو په پايله كې۲۴۵۰۰۰ شاګردان د زدكړي له نعمته بي برخي شوي دي. او ۹۰۰۰ ښوونكي له كاره بي برخي دي. او د ۲۱۰۰۰ په شا او خوا كي هم اداري كسان او اجيران له كار څخه بي برخي شوي دي.)) .
سره د دي چي په تېر كال كي د پوهني په برخه كي ډېري ستونزي موجودي وې، دا چي راتلونكي كال ته به د پوهني وزارت په مخ كي كومي ستونزي پرتي وي ښاغلى ننګ يي راته وايي:
((يوه لويه ستونزه چي په راتلونكي كال كي به ورسره مخ و، د ښوونكو كمښت دى چي د پوهني وزارت له ۶۰ څخه تر ۷۰ زرو پوري ښوونكو ته اړتيا لري، خو دولت دومره پيسي نه لري چي دومره ښوونكي استخدام كړي نو له دي امله موږ بايد له ۱۲ څخه تر پنځه لس زره پوري ضرور په كار وګمارو خو د ښوونكو د استخدام لپاره له پوهني سره كافي امكانات نشته چي اوس د استخدام لپاره ۵ زره ښوونكي منل شوي دي.
دويمه ستونزه د ليليو د شاګردانو ده چي په اوس وخت كي موږ په ليليو كې۲۴۰۰۰ زده كوونكي ژوند كوي، خو راتلونكي كال ته به دا شمېره ۳۲۰۰۰ وي. د دي شمېري شاګردانو لپاره كافي اعاشه پوهني ته نه ده وركړل شوې، چي په دي برخه كي پوره كافي اعاشي ته اړتيا ده.
درېيمه ستونزه د امنيت ده چي كه امنيت د ۱۳۸۷ كال په ډول وي او يا هم تر دي خراب شي كېداى شي ډېر ښوونځي وتړل شي او ډېرى زده كوونكي به د تېر كال په څېر د زدكړي له نعمته بي برخي شي.
څلورمه ستونزه چي د پوهني وزارت لري هغه د مسلكي، تجربه لرونكي او لوړي سطحي خاوندو ښوونكو نشتوالى دى. په اوسنيو ښوونكو كي ۲۳ سلنه هغه ښوونكي دي چي خپل شرايط يي پوره كړي دي. خو نور ښوونكي بيا مسلكي وړتيا نلري. پوهنه ۷۰ سلنه په شرايطو پوره ښوونكو ته اړتيا لري چي د دي كار د پوره كېدو لپاره څلور كاله كار ته اړتيا ده.
لكه څرنګه چي موږ تېر كال وليدل چي په ډېرو سيمو كي شاګردان (نجوني او هلكان) د دولت د مخالفينو له لوري ورټل شول، د بېلګي په توګه د كندهار د ميرويس مېني د ښوونځي نجوني يادولى شو چي د مخالفينو له لوري پري تېزاب وشيندل شول، دا چي راتلونكي كال ته به د پوهني وزارت څه ډول د دوى باور تر لاسه كړي چي د دوى كورنۍ به خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي او كه څنګه؟ آصف ننګ په دي اړه داسي وايي:
((د سيمه ييزو خلكو، د پوهني د پرمختګ او د پوهني د ساتني د شوراګانو، علماؤ، او بالاخره له هغو طالبانو چي نه غواړي ښوونځى وتړل شي او ډېر خطرناك نه دي له هغوى سره به د پوهني وزارت په دي اړه خبري وكړي، او هغوى ته به دا قناعت وركړي چي ښوونځى ستاسي راتلونكى دى. او په دي برخه كي به يي مرسته وغواړي. له امنيتي مسؤلينو سره مو هم خبري كړي دي. هغوى هم ژمني راسره كړي دي چي موږ به د ښوونځيو د امنيت په تامين كي له تاسي سره مرستي كوو. بس دا د خبرو له لاري به كار مخته بيايو پوهنه كوم وسلوال ځواك نه لري چي ښوونځي پري وساتي همدا خلك بايد په خپله خپل ښوونځي د خپلو ماشومانو لپاره وساتي.))
د ښوونځيو د امنيت د خرابوالي تر څنګ ډېرى ښوونځي د ودانيو له نشتوالي سره مخ دي، ودانۍ خو پر ځاى پرېږده چي زموږ ډېرى ښوونځي د كښېناستلو لپاره فرشونه هم نه لري. ماشومان د ونو تر سيوري لاندي او يا هم سره لمر ته د دوبي په ګرميو كي درس وايي، دي پوښتني ته په ځواب كي چي آيا راتلونكي ښوونيز كال ته به دا ستونزي تر كومي كچي پوري اواري شي، د پوهني وزارت د عامه اړيكو رييس داسي ځواب وايي:
((په هېواد كي ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، موږ ټول۱۲۵۰۰ ښوونځي لرو، موږ ته چي كومه بوديجه راكړل شوي ده او يا هم له نړيوالو څخه مرسته غواړو، هڅه به وكړو چي په هغي تر يوي كچي پوري ستونزي اواري كړو. موږ به په راتلونكي كال كي پر ودانۍ لرونكو ښوونځيو۱۰سلنه نوري هم ور ډېري كړو. چي د دي شمېري سره به زموږ۶۰ سلنه ښوونځي د ودانيو لرونكي شي.))
د هېواد په ټولو ښوونځيو كي شاګردانو ته هغه ډول چي مناسب دى درس نه وركول كېږي، ځكه چي زموږ ښوونكي په كافي اندازه معاش نه لري زموږ هر ښوونكي ته د مياشتي دري زره افغانۍ وركول كېږي چي ښوونكى اړ دى د ښوونځي د دندي تر څنګ په كوم بل كار هم لاس پوري كړي، د بېلګي په توګه زموږ ډېرى ښوونكي وروسته له وخته يا په بزګرى بوخت دي او يا هم د سوداګرۍ كارونه مخته وړي دوى نه شي كولاى چي په پوره ډول د شاګردانو د درسونو لپاره تيارى ونيسي، د معاشونو د لږوالي له امله ډېرى ښوونكي په خصوصي ښوونځيو كي جذب كېږي نو دا چي پوهنه به راتلونكي كال ته د دي ستونزي د اواري لپاره څه وكړي، ښاغلى ننګ په دي اړه داسي وايي:
((دا ستونزه هېڅكله هم نه شي متوجه كېداى ځكه چي د پوهني وزارت د ښوونكو په نوي سېستم معاش كي هر ښوونكي ته له ۶۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰۰ زره افغانيو پوري معاش وركوي چي خصوصي ښوونځي نه شي كولاى دومره معاش وركړي.))
په هېواد كي اوس هم ډېرى سيمي د ښوونځي له كمښت سره او همدارنګه ډېرى كتابونه د كيفيت له امله ډېري ستونزي لري او د شاګرد په سويه نه دي جوړ شوي، د اصف ننګ په وينا د پوهني وزارت راتلونكي كال ته په ټول هېواد كې۱۶۰۰ نوي ښوونځي په پام كي لري چي نظر د هري سيمي اړتيا ته به په ټول هېواد كي جوړ شي. او د نصاب په اړه نوموړى زياتوي: ((د نصاب په سمولو او د كتابونو د ستونزو په اوارولو باندي كار روان دى كه د خداى (ج) خوښه وه دا ځل به د كتاب د ستونزو موضوع په بشپړ ډول اواره شي.
په اوس وخت كي چي په دولتي ښوونځيو كي په سم ډول تدريس نه دى موجود نو له امله يي ډېرى زده كوونكو خصوصي ښوونځيو ته لاره موندلې، خو په خصوصي ښوونځيو كي د دولت له قانون، د سيمي او خلكو له كلتور او دولتي درسي مېتود څخه سرغړونه كېږي. دي پوښتني ته په ځواب سره چي آيا خصوصي ښوونځي به د دولت لخوا تر كنټرول لاندي راوستل شي، ښاغلى ننګ وايي:
((هو، دوى به د پوهني له مېتود پرته ونه شي كولاى چي خپل پروګرام مخته يوسي، موږ به دوى په دقيق ډول وڅارو او دوى ته به اجازه ورنكړو چي غير مسلكي ښوونكي استخدام كړي او له فرهنګ او كلتور سره ضد نصاب تدريس كړي موږ به د دوى نصاب او هره كړنه څارو.))
هره ستونزه د امكاناتو له مخي اوارېداى شي، دا چي د پورته ستونزو د اواري لپاره پوهني ته كافي بوديجه وركول كېږي كه نه؟ نوموړى وايي:
((نه كومه بوديجه چي د ماليي وزارت راكوي كافي نه ده خو د ماليي وزارت غريب دى پيسي نه لري، زموږ ټولو اړتياو ته بوديجه نه راكوي. موږ به نظر پيسو ته ستونزي اواروو چي موږ ته څومره پيسي راكول كېږي او څومره پيسي د انكشافي پلانو او عادي پلانونو لپاره راكول كېږي، په همغه كچه به د ستونزو په اوارولو لاس پوري كوو. موږ غواړو د افغانستان د انكشافي زريزي موخو ته ورسېږو، چي دا موخي به په كال ۱۳۹۹ كي تر لاسه كېږي چي ۱۱ كاله وخت ورته پاتي دى، په دي مانا چي په كال ۱۳۹۹ كي به موږ په هېواد كي هېڅ داسي څوك نه مومو چي زدكړي ته لاسرسۍ ونه لري او د هېواد په كچه به هېڅ څوك بي سواده نه پاتي كېږي. مانا دا چي له اووه كلنۍ څخه تر ۱۸ كلنۍ پوري به هېڅ څوك ونه ليدل شي چي د زدكړي شرايط نه وي ورته آماده شوي. د دي زريزي موخو ته د رسېدو لپاره بايد زموږ پلان شوي غوښتني ومنل شي، خو كه د ماليي وزارت له موږ سره د بوديجي په راكړه كي مرسته ونكړي نو موږ به په خپل ټاكلي وخت كي خپلو موخو ته ونه شو رسېداى.))
يوه لويه ستونزه چي په هېواد كي په ځانګړي ډول په پلازمېنه كابل كي زده كوونكي ورسره مخ دي هغه په مورنۍ ژبه د زدكړي نه وركول دي، همدا اوس په كابل كي دا ستونزه په پراخه ډول موجوده ده. ډېرى كوچني ماشومان چي كله د لومړي ځل لپاره په ښوونځي كي شامل شي له هغوى څخه لاره وركه شي چي څه زده كړي بله ژبه او كه ليك لوست؟ اصف ننګ دي ستونزي ته په كتو سره داسي وايي:
((موږ په پښتو او دري ژبو باندي د لومړني ښوونځي لپاره ۱۰۰ عنوانه درسي كتابونه، د متوسطي دوري لپاره ۹۰عنوانه درسي كتابونه، د درېيمو شپږو ژبو(ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او پاميري) لپاره هم ۷۲ عنوانه درسي كتابونه لرو. همدارنګه د ښوونكي لارښود كتابونه هم د لومړني ښوونځي لپاره۷۰ عنوانه د متوسطي لپاره ۹۶ عنوانه، د ليسي د دوري لپاره ۸۹ عنوانه او د درېيمو شپږو ژبو لپاره مو له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پوري ۷۲ د ښوونكي لارښود كتابونه تيار كړي دي. چي له دي ټولګي څخه يې۱۳۱عنوانه كتابونه چاپ شوي دي او نور هم تر چاپ لاندي دي چي دا د افغانستان په تاريخ كي سارى نه لري ځكه چي تر دي مخكي چا دا كار نه و، كړى.
موږ د مورنۍ ژبي ارزښت په رسميت پېژنو او درناوى ورته لرو. موږ راتلونكي كال ته د دي ستونزي لپاره يو ميكانېزم هم لرو چي هغه ميكانېزم ډېر بي جنجاله دى. هغه به داسي وي: په كومو سيمو كي ډېرى پښتو ژبي دي هلته به ټول پښتو كتابونه وي او هم به درس په پښتو وركول كېږي او په هغه ځاى كي چي ډېرى دري ژبي وي هلته به ټول دري كتابونه وركول كېږي او هم به يي درس په دري ژبه وي.
او د لويو ښارونو لپاره چي ګډ ژوند كېږي پخوا په پوهني وزارت كي لاندي دري طرحي موجودي وې:
لومړى دا چي په كومه سيمه كي چي د كومي ژبي غوښتنه كېږي هلته به ښوونځى ورته جوړوي، دا چي نظر د سيمي اوسېدونكو ته چي هلته څوك ژوند كوي په همغه ژبه به ښوونځى ورته جوړېږي، لكه دشت برچي چي ډېرى اوسېدونكي يي دري ژبي دي او يا هم كارته نو چي ډېرى اوسېدونكي يي پښتو ژبي دي. او يا به په هر ښوونځي كي دوه ټولګي جوړېږي لومړى د پښتو او لومړى د دري ټولګى شپږم د پښتو او شپږم د دري ټولګى.
دويمه طرحه دا وه چي وختونه به سره بېلېږي، مانا دا چي سهار كي به د يوي ژبي او ماسپښين كي به هم د بلي ژبي كسان ښوونځي ته ځي، د دوى ښوونكي به هم سره بېل وي.
درېيمه طرحه دا وه چي په هره سيمه كي دي دوه ښوونځي جوړ شي يو پښتو ښوونځى او بل هم دري ښوونځى.
خو اوسني وزير فاروق وردګ بيا دا يوه طرحه هم ونه منله نوموړي وويل، چي زه نه سيمه په دري او پښتو وېشم، نه شاګردان په دري ژبو او پښتو ژبو وېشم او نه هم جلا ټولګي جوړوم. ښاغلي وردګ په دي طرحه سلا وكړه چي په هر ښوونځي كي دي نيمى درسي ميتود په پښتو ژبه وي او نيمى درسي مېتود دي هم په دري ژبه وي. نيم استادان دي په دري درس وركړي او نيم هم په پښتو، د دي طرحي ګټه به دا وي چي يو خو به ملي وحدت تامين شي، بل به زموږ معصومو او ماشومو شاګردانو ته څوك دا روحيه نه وركوي چي ته پښتون يي او ته دري ژبى يې، او بله دا ښېګڼه لري چي كله يو شاګرد له ښوونځي څخه فارغېږي په دواړو ژبو به پوره پوهېږي. كه چېري بيا د كوم ښوونكي په اړه دا اطلاع تر لاسه كړو چي قومي او ژبنيو لانجو ته لمن وهي هغه به ډېر په چټك ډول د پوهني وزارت لخوا له دندي ګوښه كېږي. موږ به دا طرحه د دولت كابيني ته وړاندي كوو د هغوى له تاييد وروسته به يي پارلمان ته د تصويب لپاره ولېږو.)) .