سياسي ګوندونه د يوي ټولني په پرمختګ کي رغنده رول لري او دا ځکه چي همدا ګوندونه کولى شي خلکو ته يو شعور ورکړي ، نظام له بي لارۍ وژغوري او يوه ښه ژوند ته لاره اواره کړي .
خو زموږ د سياسي ګوندونو ځکه مزه نشته او يا هيڅ مزه نه لري چي له اره په دي فکر نه دي را ټوکيدلي .
اوسمهال په داسي يوه هېواد کي چي خلک يي له ګوندونو کرکه لري او د تېرو دري لسيزو د بدبختيو لامل همدا ګوندونه ګڼي ، بيا هم تر سلو پوري ګوندونو د فعاليت جواز ترلاسه کړى دى ، خو د خلکو په ژوند او د نظام په اصلاح کي ځکه مثبت اوښتون نه دى راغلى چي بي مزي دي او هميشه د معامله ګرو په حيث عمل کوي .
وګورئ !
کله نه چي د ټولټاکنو موضوع توده شوي ، سياسي ګوندونه هم تاوده شوي دي او دا ځکه چي دغه مهال د معاملو لپاره يوه ښه موقع وي .
د انتخاباتو کميسيون د تېري مياشتي په ١٠ مه ، د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د زمري ٢٩ مه ، اعلان کړه .
کميسيون عذر وړاندي کړ چي دوى مالي بودجه نه لري ، د هوا حالات خراب دي ، امنيت ښه نه دى او له مشورو وروسته يي دا نېټه ټاکلي ده .
خو سياسي ګوندونو او د ملي شورا ځينو غړو داسي مټي بډ وهلي لکه په دي هېواد کي چي هيڅ بي قانونه کار نه وى شوى .
چا ويل د اساسي قانون د ٦١ ماده ښکاره نقض دى ، چا ويل د اساسي قانون خلاف عمل نه شو منلى . چا ويل کرزي په دي توګه غواړي خپله دوره اوږده کړي او چا …..
خو کله چي حامد کرزي تېره اونۍ اعلان وکړ چي انتخابات بايد په ټاکلي نېټه او له اساسي قانون سره سم وشي نو ، بيا هم مخالفتونه راپورته شول او لا روان دي .
خبره بيا هم د معاملو ده ، که داسي نه وي ايا په دي تېرو اوو کلونو کي هيڅ کار له اساسي قانون څخه خلاف نه دى شوى ؟
ايا سياسي ګوندونه :
د بهرنيو له خوا خپل سري تالاشياني ، د کلو او کورونه بمبارول ، په کندهار کي د مخالفانو په لاس د نږدي دېرشو بي ګناه لغمانيانو چي مزدوري پسي روان وو ، وژل ، په ادارو کي د فساد اوج ، په ژمي کي د نفتو موادو د بيو څو چنده لوړېدل ، د تخار په خواجه بهاوالدين کي په شاوخوا ٨٠٠ پښتنو روان زور زياتى او ظلم او … د اساسي قانون خلاف نه ګڼي که ګڼي يي ولي غلي وو او غلي دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زموږ خلک څه ناڅه د اصيلو ګوندونو په مسووليتونو خبر دي او له همدي امله خپل ګوندونه ورته بي خونده ښکاري او باور پري نه کوي .
د هند دنيمي وچي د کانګرس ګوند ( چي په لسګونه ميليونه غړي يي درلودل ) مشر ګاندي ، به کله نا کله ځينو هغو کليو ته چي د نظافت خيال به يي نه ساته،ورته او د کلي په پاکولو کي به يي ونډه اخسته ترڅو خلک له دي کلچر سره روږدي شي .
د برتانويانو له خوا پر خپل ولس باندي د ظلم بندولو په نيت به يي په ځان مشقت تېراوه ، د نه خوړو اعتصاب به يي کاوه او …
همدارنګه د عدم تشدد د نظريي مبارز او د خدايي خدمتګارانو مشر عبدالغفار خان خپله خاني پري ايښي وه او حتى د ژوند نيمه برخه يي په زندان کي تېره کړي وه .
دغه راز که د خپل هېواد د تاريخ پاڼي واړوو ، د مشروطه خواهانو حال وګورو نو معلومه به شي چي هغوى څومره قربانۍ ورکړي دي ، هغوى څه کول او اوسني ګوندونه څه کوي ؟؟
سره له دي چي اوس هم په هره برخه کي زور زياتى روان دى خو ايا تاسو تر اوسه له ١٠٠ ګوندونو څخه د يوه مشر له خولي د نه خوړو د اعتصاب غږ اورېدلي دى ؟؟؟
البته دغه کار يواځي حاجي محمد محقق کړى و خو هغه هم د ملت لپاره نه بلکي د خپل قوم لپاره و .
په هرصورت ،
شايد سياسي ګوندونه داسي فکر وکړي چي له اساسي قانون څخه د دوى ظاهري ملاتړ به دوى د قانون پلويان وښيي او اعتماد به پري وکړي ، خو داسي نه ده اوس ټول پوه شوي دي .
اوس دغه وږى ولس پوهېږي چي په کروزين کي ناست سياسي مشر ددوى ولږه نشي محسوسولى او د قانون تر نوم لاندي چي هرڅه کوي هغه د خپلو ګټو لپاره کوي .