کور / تازه خبرونه / ملي اردو د طالبانو د دوو زېرمو د تباهۍ خبر وركوي

ملي اردو د طالبانو د دوو زېرمو د تباهۍ خبر وركوي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ خبر وكړ، چي د ميدان وردګ ولايت د سيدآباد په سيمه كي يې د امريكايي ځواكونو په مرسته د طالبانو د خوراكي توكو او وسلو دوې زېرمي ورتبا كړې.
ميدان وردګ ولايت د كابل په څلوېښت كيلومتري كي پروت دئ چي په تېرو دوو كلونو كي د دولت د مخالفو وسله والو فعاليتونو پكښي ډېر سوي دي او د چارواكو په وينا د دغه ولايت نا امني پر كابل هم ژور اغېز كړى دئ.