د شنبې په سهار د نيمروز په مركز زرنچ كي د پوليسو مركز ته نيژدې ځانمرګى وسو، چي مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د نيمروز والي غلام دستيګر آزاد د پېښي پخلى وكړ او وايي د يوه پوليس په ګډون دوه تنه وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي.
ښاغلي آزاد وويل دغه كس پر پښو روان وو چي د پوليسو مركز ته نژدې يې ځان وچاودئ او پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله.
بلي خواته ځايي اوسېدونكي وايي ښايي مرګ ژوبله تر دې ډېره وي ځكه د چاودني له امله د پوليسو دوې خوني له بېخه نړيدلي دي.