د خوست او ګردېز ترمنځ لاره وروسته له هغه د ټرافيكو پر مخ بنده سوه، چي د خوست اوسېدونكو د بهرينو ځواكونو پر ضد مظاهره پيل كړه.
د خوست اوسېدونكي وايي ايتلافي ځواكونو تېره شپه د شګي په كلي كي عمليات كړي، څلور بېګناه كليوال يې وژلي او څلور نور يې د بنديانو په توګه بېولي دي.
د سيمي اوسېدونكي له بهرنيو ځواكونو څخه د بنديانو د خوشي كېدو او د پېښي د څېړني غوښتنه كوي.
د ناټو ځواكونو له خوا خپره سوې اعلاميه وايي له دغي سيمي څخه پر دوى ټكان وسول چي وروسته يې عمليات ترسره كړل.
په خوست كي د بېګناه كسانو پورتنۍ مرګ ژوبله پر داسي مهال راپورته كېږي، چي تېره اونۍ ايتلافي ځواكونو له افغان حكومت سره ژمنه وكړه، چي د عملياتو پر مهال به دوى د خلګو كورونو ته د تلاښۍ په بهانه نه ورځي او دغه چاري به افغان پوځيان ترسره كوي.