په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو امريكايي قومندان جنرال ميكرنين وايي اېران په افغانستان كي د طالب وسله والو سره مرستي كوي او هغوى د امريكا سره د مخالفت پر اساس په وسلو سمبالوي.
رويټرز آژانس د ښاغلي ميكرنين له خولې خبر وركوي، چي اېران د افغانستان د حكومت مخالف نه دئ، خو د امريكا سره د مخالفت پر اساس د طالبانو مرسته كوي، چي بايد له دې كاره لاس واخلي.
جنرال ميكرنين پر داسي مهال له اېران څخه په افغانستان كي د نه لاسوهني غوښتنه كوي، چي امريكا د مارچ پر ۳۱ –مه نېټه د افغانستان په اړه جوړېدونكي كنفرانس كي د ګډون په خاطر اېران ته هم بلنه وركړې ده.