د پښتو ژبې د وتلي شاعر، ليکوال او د غزل د بابا امير حمزه خان شينواري د زوکړې د سلمې کليزې په وياړ په جلال اباد کې يو ورځنى علمي او کلتوري سيمينار جوړ شو.
دغه سيمينار د ننګرهار پوهنتون له خوا په شاهي قصر کې سهار پيل او تر غرمې وروسته پاى ته ورسېد.
د ننګرهار پوهنتون سرپرست ډاکټر عطاء الله شينواري وويل چې په دغه يو ورځني سيمنار کې د ختيځو ولايتونو تر څنګ د هيواد له نورو ولايتونو او مرکز کابل څخه په لسګونو شاعرانو، اديبانو او د حمزه بابا مينه والو ګډون کړى و.
د سيمينار په پيل کې د ولسمشر حامد کرزي، د اطلاعاتو او کلتور او د سرحدونو او قبايلي چارو د وزيرانو پيغامونه ولوستل شول.
ورپسې يو شمېر ليکوالو د حمزه بابا پر شاعرۍ، ژوند، فن او نثر خپلې ليکلې مقالې واورولې.
د ننګرهار پوهنتون سرپرست ډاکټر شينواري په خپله وينا کې د ننګرهار له والي ګل آغا شيرزي څخه مننه وکړه چې ددغه سيمينار په جوړولو کې يې ورسره مرسته وکړه.