د افغانستان جمهور رئيس يو ځل بيا د را روان كال د انتخاباتو په اړه له خپل دريځ څخه دفاع وكړه.
بي بي سي د افغانستان د جمهوري رياست د يوه وياندپه حواله وويل ولسمشر حامد كرزى د تېري اونۍ د صادر سوي فرمان څخه دفاع كوي او وايي چي د جمهوري رياست انتخابات دي پر خپل وخت د ثور په مياشت كي ترسره سي.
د سياسي چارو د شنونكو په اند داسي ښكاري چي د افغانستان انتخابات د حكومت او اپوزيسون ډلو ترمنځ په يوه لويه شخړه بدلېږي.
تېره مياشت د انتخاباتو كمېسون د جمهوري رياست ټاكني تر خپلي اصلي مودې درې مياشتي وځنډولې، چي د حامد كرزي د حكومت دوام يې له ستونزي سره مخ كړ.
حامد كرزي په لومړيو ورځو كي د انتخاباتو له ځنډ سره موافقه وكړه، خو چي مخالفينو يې د جوزا پر لومړۍ نېټه له نوموړي څخه د استعفاء غوښتنه وكړه، ولسمشر بيرته په دې هڅه كي سو، چي د انتخاباتو نېټه رامخته كړي.
د ولسمشر كرزي مخالفين وايي كه انتخابات ځنډېږي، هغه بېله موضوع ده، خو د ولسمشر كرزي واكمني د جوزا له لومړۍ نېټې څخه قانوني بڼه نه لري او ښاغلى كرزى بايد واك يوه موقت حكومت ته وسپاري.
ولسمشر كرزي تېره اونۍ د يوه فرمان په صادرولو سره د انتخاباتو له كمېسون څخه وغوښتل، چي ټاكني د ثور په مياشت كي ترسره كړي، خو د انتخاباتو كمېسون، مخالفو كانديدانو او نړيوالي ټولني د ولسمشر له پرېكړي سره مخالفت څرګند كړ.
د افغانستان له جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي، چي ولسمشر اوس هم پر خپل وخت د انتخاباتو غوښتنه كوي او وايي د ده د فرمان په اړه به په ولسي او مشرانو جرګه كي د ملت د استازو ترمنځ رايه لوېږي.
salam de karzi saheb khabara saheh da antekhabat de po khpal wakht wshi
salam intkhabat yak chezy mohim hast ba yak mamlakt wa bayd ba arye mardam pish bora wa dar hamn rozy ke brish tahin gardid showrw shawad wa hamchonan haman rozy ke khtam an tahin shoda khtim shod wa ba khoshi mardom afghanistan shawad wa nazri ma dar in hasa in hast ke intkhbat da mahi jawza shawad khoda hafiz shoma
زه به دی باب داسی نظر لرمه چی د کرزی ناکاره اداره باید ژرترژره بایدحکومت وسپاری خو له بده مرغه دووس لپاره کوم الترنتیف نشته چی د کرزی نه واک تر لاسه کری او انتخابات هم به داسی حال کی ناممکن دی که چیرته بیا دا حکومت لکه ربانی غوندی کوم پروفیسور ته ورکری شی نو هغه به بیا خپله لند مهاله اداره تر ۵ کالو پوری وغزویی او انتخابات باید د اګست به میاشت کی وشی او تر هغه مهاله دا ملت بیا هم دا نا کاره اداره وزغمی که نه کوم بله دارو دی درد ته نشته
او تر ټولو لویه ستونزه خو داده چی به پشتنی سیمو کی نا امنی ده او له شپژو دیر پشتانه کاندیدان انتخاباتو دریدلی او شمالی بد نامه ټلواله تر اوس کو کاندید نه دی معرفی کری خو دوی به خوامخواه یو کاندید مخ ته کری چی داده پشتنو کاندیدانو انفلیشن به دغه نه مننونکی دله ته یوځل بیا ده دی مظلوم ملت واک وربه برخه کری او نو ربه هم دا هیواد د ناخوالو به لوری مخ کری