کور / هراړخیز / په مليونونو افغانان له لوږې سره مخ دي

په مليونونو افغانان له لوږې سره مخ دي

ليکوال:جيمز کوګان 
 ژباړه: فيض محمد
په افغانستان کې يوه ټولنيزه بدمرغي پراخېږي ٢٠٠٨م کال هم له پرله پسې وچکالۍ سره مل و، تقريباً له ٨څخه تر ١٠ مليونو خلک له لوږې او بېرحمه ژمي سره مخ دي، د واورو اورېدل کليوالې ټولنې هم سره بېلې کړي او خورا زياتې متاثره کړي دي، په ځانګړې توګه مرکزي او شمالي ولايتونه ، چې هلته امريکايي او د ناټو ځواکونه هم بېساری زور اچولی دی او ادعا کوي چې په بليونونو ډالره يې پر بيارغاونه او پرمختيايي کارونو لګولي دي.
لږ تر لږه مليونه ټنه غنمو او نورو غلودانو ته اړتيا ده چې د  هېواد بېوزلي کسان تغذيه کاندي، چې له پاکستان او ايران څخه د کډوالو تر راستېندولو وروسته يې شمېر ٣٠ مليونو ته رسېدلی دی. تېر کال يوازې ٣.٥ مليونه ټنه غله دانه توليد شوي وو، سره له دې چې په ځينو سيمو کې ضايعه شوي هم دي. له ١.٥ مليونو څخه زيات، تقريباً ١٠ فيصده څاروي هم د اوبو د کموالي له کبله مړه شوي دي.                   
د وچکالي ستونزه په بېساري ډول زياتېږي، د افغانستان د اوبو او برېښنا او اوبو وزارت په يوه څېړنه کې وايي چې تقريباً ٧٠ فيصده لاسته راتلونکي اوبه د تبخير  يا څڅوبي په توګه ضايع کېږي، چې هره خوا د لسيزو په زړو کانالونو کې بهېږي، د دې مشکل د حل لپاره د امريکا شتوالي هېڅ حل نه دی رامنځته کړی، خو په بدل کې د افغاني ټولنو د ژورو برمو په جوړولو سره دغه مشکل تر يوې اندازې حل کړی دی.
د اوبو او بريښنا وزارت اټکل کړی چې ٥٠ فيصده د ځمکې لاندې اوبه اوس په تمامېدو دي. د اوبو د نشتوالي له کبله څلور مليونه هکټاره کرنيزه ځمکه له کرلو پاتېږي، د تېرو دېرشو کلونو جګړو او سياسي بې نظميو له کبله په ډېرو ځايونو کې ځمکې شاړې پاته شوې دي. په نتيجه کې خلک دا وس نه لري چې د خوړو توکي واخلي، د بېلګې په ډول کوم غنم چې واردېږي تقريباً پر يوه کيلو يې ٨٠ سينټه(ډالر) لګښت راځي.
 د منځنۍ طبقې خلک چې عموماً تر يوه ډالر کم ورځنی عايد لري نه شي کولای هغه رانيسي، د امريکا او ناټو ځواکونو په پيل کې خبرداری ورکړی چې د يوې اوږدمهالې لوږې زيات خطر په دې ژمي کې شته، د بريتانيا د متحدو خدماتو شاهي انستيتوټ په اکتوبر کې وويل چې افغانستان له غم څخه ډکې وچکالۍ سره مخ دی، نړيوال خوراکي پروګرام او نورو ايجنسي ګانو زيات نور توکي هيواد ته ليږدولي،سسنا نيکول د نړيوال خوراکي پروګرام وياند په کابل کې د کاناډا ملي ورځپاڼې ته ويلي (اوسنی حالت ډېر زيات نازک دی). نړيوال خوراکي پروګرام او نورو مرسته کوونکو سازمانونو نورې مرستې هم رسولي، خو بيا هم په ژمي کې د خوراکي اړتياوو تضمين نه شي کولای.
 د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان کې مقاماتو د سان فرانسيسکو خپرونې ته ويلي چې د ١٥٠٠٠ ټنو غذايي موادو له رسونې وروسته هم ١٠٥٠٠٠ټنه نورو موادو ته اړتيا شته،يوه مقام اټکل کړی چې ١.٣ مليونه خلک  د نيمګړې تغذيې له خطر سره مخ دي. نيمګړې تغذيه د حساسو اوسېدونکو اضافه کمزوري ده، په ځانګړي ډول د وړوکو کوچنيانو لپاره چې مناسبې صحي پاملرنې، حفظ الصحې او ځينو نورو اساسي خدمتونو ته لکه برېښنا  لاسرسی نه لري.د يونيسف د يوه راپور له مخې اټکل شوی چې ٣٢٧٠٠٠  تنه ماشومان چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، په ٢٠٠٦ کا ل کې د سختې وچکالۍ له کبله مړه شوي دي. ١٤ فيصده ماشومان د نسناستې او سينه و بغل له کبله مړه شوي،٢١ فيصده نور بيا د داسې ناروغيو له کبله مړه شوي، چې په واکسين يې مخنيوی کېدای شي، لکه شری او ګوزڼ.د دې تر څنګ په سلو کې پنځوس ماشومان چې تر پنځو کلونو زيات عمر لري او له دغو پورتنيو ناروغيو روغ وتلي، په سمه توګه وده نه کوي.
ټول اټکل شوی عمر د نارينه وو او ښځو لپاره ٤٤ کلونه دي، ښځې د زېږون پر مهال مري، چې په هرلو يولک ميندو کې يې شمېر له ١٦٠٠ تر ٢٠٠٠ پورې دی، آن سږ کال د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د کلني راپور کې يوه غټه ادعا شوې، دا اټکل يې کړی، چې ١.٦ مليونه تر پنځو کالو واړه ماشومان کېدای شي مړه شي. د سلګونو او زرګونو ماشومان، چې د لوږې يا نورو ساده ناروغيو له کبله، چې په اسانۍ د معالجې وړ دي مري، د  امريکا او د ناټو له ځواکونو څخه چې تر ٧٠٠٠٠ زيات په افغانستان کې دي هيله لري، چې خلکو ته ښه امنيت، حکومتداري او اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي.
په افغانستان کې د بهرنيو مرستو خورا زيات حجم د دې لپاره چې نظامي عمليات پرمخ روان وي، مصرفېږي،ترڅو مخالف مقاومتونه وځپي او په سيمه کې يو پياوړی حکومت ته لاره هواره شي. هغه منابع چې د بياجوړونې تر عنوان لاندې تخصيص شوي، د ملي پلان له  همغږۍ نه پرته مصرف شوي او په حقيقت کې يې د افغان ملت لپاره کومه لاسته راوړنه نه لرله. ٤٠ فيصده مرستې چې تقريباً ٦ بليونه ډالره کېږي د ٢٠٠٨ کا ل تر نيمايي پورې حتی هيواد ته نه دي رسېدلي، دغه رقم له غربي کمپنيو سره د راز راز پروژو لپاره قرارداد شوي. يوبله غټه برخه مرستې هم پر بېلابېلو سياسي ډلو او داړه مارانو لګول شوي، چې په کابل کې يې د کرزي رژيم جوړ کړی.
 د حکومت د مقاماتو لپاره د لوړو معاشونو په شمول لويې مېلمستياوې،د بډو اخيستنه،د جوازونو اومو موادو او ترانسپورټ لپاره بې کنتروله زيات لګښتونه اخيستل يې بېلګې دي. آن نيويارک ټايمز چې په دوامداره توګه يې د افغان حکومت ملاتړ کړی په جنورۍ کې داسې وليکل( د امريکا او ناټو په ملاتړ د حامد کرزي حکومت په اداري فساد او رشوت کې ډوب دی او اوس داسې ښکاري چې يو څه نور وخت به هم د  هغو کسانو د شتمنېدو لپاره چې پرمخ يې بيايي پاته شي) کرزي هم په داوروستيو کې ويلي چې د نړۍ بانکونه زموږ د دولتي کسانو په پيسو ډک دي.
د بهرنيو ځواکونو تشويش دا نه دی چې يو بې قاعدې، فاسد او نانځکې ته ورته حکومت يې جوړ کړی، يا زيات وګړي له لوږې سره مخ دي، بلکې د ا حقيقت دی چې د افغانانو کړاوونه نور هم بدتر شوي او دا د ياغيانو د بيا پورته کېدلو لپاره ستر فکټور دی چې تېر کال يې د امريکايي او ناټو ځواکونو تلفات هم زيات کړل.


له بست جريدې څخه په مننه