کور / تازه خبرونه / كاناډا هم افغانستان ته ځانګړى استازى ټاكي

كاناډا هم افغانستان ته ځانګړى استازى ټاكي


د كاناډا د بهرنيو چارو وزير لارينس كينن وايي افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاكلو په هڅه كي دئ.
نوموړي د پنجشبې په ورځ وويل، د صدراعظم سټيفن هارپر سره به په دې اړه وږغېږي، دا ځكه چي امريكا، انګلستان، اېټاليا، جرمني، فرانسې او جاپان وختي لا دا كار كړى دئ.
په افغانستان كي د امريكا د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك تر ټاكل كېدو وروسته، د ناټو زياترو هيوادونو يو په بل پسې افغانستان ته ځانګړي استازي وټاكل او ښايي په كاناډا پسې نور هيوادونه هم ورته ګام واخلي.
كه څه هم ظاهراً د دغو ځانګړو استازو دندي په افغانستان د ثبات، پرمختګ او له نيژدې دحالاتو څارل په ګوته كېږي، خو افغان څېړونكي د ناټو هيوادونو له دې ګامونو څخه اندېښمن دي.
كارپوهان نيوكه كوي په داسي حال كي چي د دغو هيوادونو سفارتونه هم په كابل كي موجود او سفيران پكښي ناست دي، نو بيا د ځانګړو استازو ټاكل څه معنى لري.
د كاناډا د بهرنيو چارو وزير د خپل ځانګړي استازي نوم ياد نه كړ، خو وايي له صدارعظم سره تر مشورې وروسته به يې اعلان كړي.