کور / راپور / د سري لنکا پر کرکټ لوبډلي بريد: بريد کونکي مي له نژدې وليدل

د سري لنکا پر کرکټ لوبډلي بريد: بريد کونکي مي له نژدې وليدل

د سري لنکا پر کرکټ لوبډلي بريد کي عيني شاهدان وايي  (( د حمله کوونکو عمرونه تر ٢٠ – ٢٥ لوړ نه وو)) . 


لبرټي څلور لارى يوه د ګڼي ګوڼي سيمه ده  او دلته  شپه او ورځ  زياته ګڼه ګوڼه وي  . په دې سيمه کي  کورونه د ښار لوى مارکيټونه او د نورو ادارو دفترونه سته .


محمد زاهد



د لبرټي څلور لاري ته ډير نژدې په يوه پلازه کي اسيدونکى سلمان محمد زاهد:


هغه د خپل کور د کړکۍ څخه دا واقعه ليدلې ده او د هغه په خبره چي بريد کوونکو په پرله پسې توګه ١٥ دقيقې ډزي وکړې  او دهغه په وينا د دې ډزو  شدت داسي اټکل کيدى لکه د پاکستان او هندستان جنګ چي وي . هغه دا هم وويل چي بريد کوونکو په منډه منډه تلو سره ډزي کولې .


حاجي فضل رحمان



حاجي فضل رحمان د يو موټر چلوونکى دى .


د ډزو په وخت هغه د لبرټي څلور لاري څخه د تيريدو په حال کي وو د ډزو په ترڅ کي د هغه ويګن موټر هم لګيدلى دى په داسي حال کي چي نومړى  خوندي پاته سو .


حاجي فضل رحمان ويل  کله چي د قذافي  لوبغالى څخه د لبرټي څلور لار ي طرف ته تلى  نو هغه د ډزو ږغونه واوريدل  ، کله چي هغه څلورلاري ته رسيږي ژوبل سوي پوليس ويني .


د هغه په وينا (( د څلور لاري څنګ ته يوه کوڅه وه  ما هلته د ګرځيدو هڅه وکړه هلته هم د فوځيانو په څير  دو کسان چي يونيوفارم  يې په تن وو ولاړ وو هغوى  کوڅې ته د موټر د راتلو د مخنيوي لپاره ډزي وکړي )) چي يوه ګولۍ دهغه په موټر کي ولګيده چي له امله يې د هغه د موټر د مخ هنداره ماته سوه . حاجي وايي هغه په بيړه د خپل موټر سره د کوڅې څخه لري ولاړى .



اصف محمود په ښوونځۍ کي د خپلو ماشومانو د پرېښودلو وروسته د سهارنۍ خوړلو په موخه لبرټي مارکيټ ته په لاره وو چي د بريد کوونکو سره مخ سو او د هغه په خبره په لبرټي څلور لاري کي د بريد کوونکو موټر ته دومره نژدې سو چي دده د موټر هنداره د بريد کوونکو له موټر سره و جنګيده  د هغه په خبره چي د بريد کوونکو څخه يوه يې ده ته ښکنځل هم وکړه او يوه بل کس په پښتو خبري کولې


عثمان



تنکى ځوان عثمان د هغو کسانو څخه يو دى چي بريد کوونکي يې د ډزو کولو پر مهال ليدلي دي . هغه د پيښي په اړه وويل چي هغه د خپلي خور سره پر موټر سايکل روان وو چي د زډو ږغونه يې واوريدل او بيا هغه څلور تنکي ځوانان د زډو کولو پر مهال وليدل د هغه په خبره چي څلور بريد کونو ړندې ډزي کولې .