د چين ورځپاڼو د حكومتي چارواكو په حواله له چين څخه افغانستان ته د ناټو ځواكونو د اكمالاتو احتمال رد كړى دئ.
ناټو ځواكونو ته په تېرو اوو كلونو كي له پاكستان څخه اكمالات كېدل، چي له تېرو څلورو مياشتو راهيسي د قبايلي طالبانو د مخ پر زياتېدونكو بريدونو له امله ناټو خپلو اكمالاتو ته د يوې بلي لاري په لټه كي ده.
په المان كي د چين د كمونيست حكومت سفير ماكانرونګ وايي د چين او ناټو اړيكي په تېرو وختونو كي سړې وې، په دې اړه به د چين حكومت ښه فكر وكړي، خو داسي نښي نه ليدل كېږي، چي له دغه هيواد څخه د ناټو اكمالات وسي.
ناټو افغانستان ته د روسيې له لاري د تاجكستان او ازبكستان هيوادونو او بيا افغانستان ته هم د اكمالاتو لاره پرانيستې ده.