كابل ته څرمه د باګرام هوايي ډګر مخته يوه درنه چاودنه سوې ده، چي د خبرونو له مخي مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د نړيوالو رسنيو له خوا وركړل سوي لومړني راپورونه وايي چاودنه د يوه ځانمرګي بريد كوونكي له خوا سوې ده، چي ښايي بهرنيو عسكرو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې وي.
د باګرام هوايي ډګر له كابل ښار څخه ۶۰ كيلومتره ليري پروت دئ، چي د ۲۰۰۱ كال راهيسي د امريكايي ځواكونو له خوا د يوې پوځي هډې په توګه كار ځني اخيستل كېږي.