کور / تازه خبرونه / شيراني: د ځوانانو له سپېڅلو احساساتو بده استفاده كېږي

شيراني: د ځوانانو له سپېڅلو احساساتو بده استفاده كېږي


د جماعت العلماالاسلام ايالتي مشر مولانا محمدخان شيراني چي وړمه ورځ له يوه ځانمرګي بريد څخه روغ ووت، وايي ترهګر د ځوانانو له احساساتو څخه ناوړه استفاده كوي.
مولانا شېراني له بي بي سي راډيو سره په مركه كي وويل استخباراتي كړۍ او ترهګري ډلي د ځوانانو له سپېڅلو اسلامي احساساتو څخه ناوړه استفاده كوي او هغوى ځانمرګو بريدونو ته هڅوي، چي دا كار يې د اسلام له نظره ناروا دئ.
مولانا شېراني د جماعت العلماالاسلام د فضل الرحمان ګوند ايالتي مشر دئ چي د ګوند له يو بل سخت دريځي غړي مولانا نورمحمد سره زيات مخالفتونه لري، مولانا شيراني د تندلارو نظامونو مخالف او مولانا نورمحمد يې كلك پلوى دئ.
پر مولانا شيراني دوې ورځي دمخه د بلوچستان ايالت د پښين ولسوالۍ په كربلا سيمه كي هغه وخت ځانمرګى بريد وسو، چي نوموړي يوې غونډي ته وينا كوله.
په هغه بريد كي پنځه تنه وژل سوي او د لسو په شاوخوا كي كسان ټپيان سوي وو.
پر مولانا شېراني د وروستي ځانمرګي بريد مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د هغه پلويان يې د هغو كسانو له خوا بولي، چي د مولانا شېراني سره د نظر مخالفت لري.