کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دښځو په وړاندي نړيواله بې عدالتي او د ماتچ ۸مه

دښځو په وړاندي نړيواله بې عدالتي او د ماتچ ۸مه

تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغي ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواوپېغلوته دزړه له کومي مباره کي اونېکي هيلي وړاندي کوم پدې هيله چي په ګران افغانستان اوټوله نړۍ کښي ډير ژر زموږ کړېدلي او زورېدلي ميندي اوخويندي له دغوخواريواو ربړونو څخه خلاصي شي . دعفت اوانسانيت په فضاکي خپل انسانی ژوندته دوام ورکړي ، دټولني په سياسي ،اقتصادي ،فرهنګی اوټولنيز ژوند کي داجتماعی عدالت پر بنيادنارينه وو سره برابره اوګډه برخه واخلي .

په بشری ټولنه کي مختلف عوامل دانسان پر ژوند تاثير ښندی ،خو اقتصاد اوپوهه دانسانانو په ژوندکي ټاکونکۍ اوحياتي ارزښت لري .

دبېلګي په توګه په هغه ټولنه کي چي دوګړو دژوند سطحه یي له اقتصاي پلوه اوچته اوپر مخ تللي وي اوله بلي خوایي اکثريت وګړي دسواد اوپوهی دنعمت نه برخمن وي هلته خلک بسيا او هوسا ژوند لري ،دزيات شميرمدني اوټولنيز آزاديو اواجتماعي عدالت له ګټونه برخمن وي .

پوهه اواقتصاد سره تړلي اويودبل لازم اوملزوم دي ،يوه ټولنه هغه وخت داقتصادي پر مختګ پرلوردرومي کله چي یي وګړي دپوهي اومعرفت سره علاقه ولري . که څه هم پوهه دتجربي محصول ده خوهمدا پوهه ده چي دنوروعلمی تجر يبولپاره لاره پرانيزي ،دپوهی په برکت ديوي ټولنی خلک ځانونه داقتصادي استثمار اوټولنيزو بي عدالتيو څخه خلاصولاي سي .

انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلي شاته پري ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له انرژی اواستعدادنه دځان په ګټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه اودهغي په نس کي را زېږېدلي بورژوازي اقتصادي ،سياسي اوفرهنګي مناسباتو پدغوټولنو کښي شتمن اولوړي انسانان د بشري ټولني دغوڅ اکثريت دکاردمحظول ياګټي دځبېښلو لپاره پراخ امکانات او واک پلاس کشي لري .په هراقتصادي سياسي نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد داځبېښاک ټولنيزه بي عدالتي سرته رسيږي . سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنګی جوړښتونه اواړېکي لري دخپل پيدايښت نه بياتر اوسه دتکامل مختلف مراحل تيروی .

دپانګوالی ټولنيز مناسبات دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواو خوارو انسانانو په مقابل کي دظلم ، استثمار،ښکيلاک ، ز بېښاک ډير مغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري .په مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودو،رويشونواوشعارونونه په استفادي سره د خپل واک دساتلو لپاره تلاښ کوی . دهمدغو پېچلو اقتصادي اوسياسی مناسباتو پر اساس پانګوال دکارګرانو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ نه په ظالمانه اوغير عادلانه بڼه کټه پورته کوي ترڅو زياته سرمايې پلاس راوړي .

د۱۸په ورستيواو۱۹ پېړی په لومړيو کي دسرمايدارانو بي عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطوکارګران مجبورکړه چي دفابريکو دخاوندانوپرخلاف د اعتراض ږغونه پورته کړی هغه وخت دکارګرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري کړني کېدلې، دډير اوستونځمن کار په مقابل کي لږ معاش ورکول کيده ،دکار شرايط اوچاپيريال يې دومره نا وړه و چي دډيري لږ مودي کارکولونه وروسته کارګرانو دکار توان دلاسه ورکاوه ،متاسفانه داپروسه همدا اوس هم دنړۍ په زيات شمير پرمختللواوشاته پاته هيوادوکي دوام لري .

ښځي چي دبشري ټولني دوګړوترنيمايي زيات جوړوی دبشر په تاريخ کي يي ترنارينه زيات دظلم اوتيري دروندبارپراوږو اخيستۍ دی .هغوي تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونوسره لاس په ګريوان وي ،هغوي ته له يوي خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې دکار شرايط اوچايريال ددوي لپاره زورونکی اودتحمل وړه نه وه .

غواړم يوي خبري ته چي ممکن دډيرو لپاره جالبه وي هغه داچي همدا نن هم په ټوله پرمخ تللي نړی کښي دکاراوټو لنيز فعاليت په زياتوبرخ کښي ښځوته لږتنخوا ورکول کيږي ،اوتر ډره بريده په يوه اوبله بهانه دهغوښځوداستخدام څخه ځان ساتي کومي چي کونډي اودمازومانوروزنه ئي پر غاړه وي . دامعمول همدا اوس دنړۍ په هغو هيوادوکي په ډير مهارت پلی کيږي په کوموکښي چي له قانوني پلوه داډول کړني جوازنلري . مګر له بدمرغه دپسو اوفابريکو خاوندان ځانته دتېښتي لار پيدا کوي .

پورته مي دي ټکي ته اشاره ورکه چي دسرمايدارانو ظلم اوساتم ټول کارګران دهغي جملي ښځينه کارګراني دي ته اړيستلي چي دخپلو رواحقو قوددفاع په خاطر دعدالت دپلي کېدولپاره خپل اوازپورته کړي .

له نن څخه ۱۵۲کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کار ګرانودکار دشرايطودښه کېدو،دکار دوخت دکمښت او تنخوادزياتېدوپه خاطرپداسي حال کي چي ديوشمير ښځو خالي دېګونه پلاس کي وه ديوه سترلاريون په طرڅ کي دامريکادمتحده ايالاتو دنيويار ک ښار واټنوته راووتلي ، اودفابريکو دخاوندانو پرخلاف يي دخپل انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا ګوت نيونه اوحق غوښتنه دپانګوالو لپاره دخطر زنګ او داحرکت يي ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدو پيل باله ،ځکه خوئي ددغه انساني حرکت دخفه کيدولپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادي لپاره لاس پکار شول اوپر بي دفاع ښځينه کارګرانويې مرګوني ګزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنودکارګرانو اوتر ظلم لاندي خلکو غوثه نوره هم راوپارول اودپانګوالوسره دنفرت روحيه نوره هم غښتلي سول.

ددي تاريخي او نه هيريدونکۍ ورځي د ترخي خاطري په ياد په (( ۱۹۰۷ ,۱۹۰۸ او ،۰۱۹۰۹ )) زکلونو کښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادو کي تر ظلم اوستم لاندي خلکو لخواياد غونډي جوړي شو ي ،پدي غونډواولاريونوکي هم تر هر چا دښځينه کارګرانو ونډه زياته وه .

په نړۍ کي سياسي سازمانواواجتماعی عدالت پلوه ټولنودپرله پسي تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځی پردي بريالۍ سوې چې پانګوال دزمان غوښتونو،عدالت او انصاف ته سر ټيټ کړي . په ۱۹۱۰زکال د ډنمارک پلازمېني کوپنهاګن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړيوال کنفرانس د ((۱۷ » هيوادونه د (( ۱۰۰)) تنوښځينه نماينده ګانو په ګډون جوړ سو.دهمدي نړيوال کنفرانس په وروستۍ ورځ د المان پيژندل شوي سياسي څيرې اغلي ” كلارا زيتكين ” لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چي د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي د فابريکو د ښځينه کارګرانو دتاريخي غونډي اوله هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلند دقربانيانودخاطري د ياد ژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون دورځي په نامه ونومول شي اوپدي ورځ دي دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني اوطبعي حقوقو ددفاع په خاطرغونډي اوکنفرانسونه جوړي شي . له هغي ورځی نه چي پدغه نړيوال کنفرانس کي د اغلي ((كلارا زيتكين )) داوړانديز ومنل سودا ((۹۹)) کاله کيږي چي دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددي تاريخي اونه هېرېدونکۍ وياړلي ورځی نمانځنه کيږي .

” كلارا زيتكين ” دښځودنړيوالي ورځي بنسټ ايښودونکی

په 1911زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کي دښځو دنړۍ وال پيوستون په نامه غونډي جوړي او لاريونونه وشول . پدغوغونډوکښي ښځو په انتخاباتو کي درايي ورکولو،کار ،ښوني ،تحصيل او مسلک د انتخاب حق تر لاسه کېدواودهيوادو په قوانينو کي د دښځو دمسلمو او طبعي حقو قوددفاع اودموکراسۍ دپلي کيدو په ګټه دتغيراتو د راوستلو، په سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي او ټولنيزو چارو کښي دنارينه و سره دبرابر حق غوښتني ا وړانديز ونه مطرح سول .

په (۱۹۱۵ ، ۱۹۱۶) کلنوکي ،هغه وخت چي لا د لمړۍ نړۍ والي جګړي داورلوګي پورته کيدل دنړۍ په ګوټ ګوټ کي ((ښځي دجګړي مخالفي دي )) تر شعار لاندي دمارچ داتمي ورځي په مناسبت پراخي غونډی اوکنفرانسونه جوړشوه . پدي غونډو اوکنفرانسوکي ښځو دجګړي دسمدستي دبنديدو،په سوله ،دوستۍ اودهيوادونوتر منځ متقابله احترام په مناسباتو کي ژوندته نړۍ وال راوبلل، اوپه جګړه کښي د ښکيلو هيوادود رهبرانوڅخه ئي په کلکه دجنګ دختمېدو غوښتنه وکړه .

د اوږدو مبارزو،تلاښونو اوقربانيو په پايله کښي دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني ټاکنوکي ښځودرايي ورکولو حق ترلاسه کړ ،دا حق داسترليا ،فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والي جګړي مخکي تر لاسه کړۍ و . مګر دپخواني شوروي اتحادښځو په ۱۹۱۷، دفدرالي المان په ۱۹۱۸،دانګلستان په ۱۹۱۹، د امريکادمتحدا ايالاتو په ۱۹۲۰،د افغانستان ښځو په ۱۹۳۴زکال،د ايټاليا او فرانسې ښځو داحق تر دوهمي نړۍ والي جګړي وروسته او په يمن کښي يې په ۲۰۰۳ زکال تر لاسه کړ،مګر په سعودي عربستان کي چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوي تر ۲۰۰۵ زکال پوري حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کي هم ښځو ته دګډون حق ندی ورکړه شوی . په مصر کي دتير۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله دخلکودنکاح دتړلودحق په ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه .

په ۱۹۷۷ م کال کښي دملګروملتو سازمان د((۳۲ـ۱۴۴)) پرېکړه ليک په صادرولوسره دمارچ اتمه دهمدي سازمان لخوادښځودحقوقود ترلاسه کولودمبارزي دنړيوالي ورځي په نامه ياده کړه .

ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا دنړۍ په يوزيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتي ارګانواو شوراګانو ته دځان لخواداستازي دټاکلوڅخه پداسي حال کښي محرومي دي چي دهغو هيوادو دنفوسودشمير پوره نيمايي او يا هم تر هغه زيات وګړي ښځي دي . زموږ په هيواد کښي هم کله چي په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه ،يوشمير بنسټپالو اودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته دنارينه سره دبرابر حق ورکولو پر خلاف مخالفت وشو،چي له نېکه مرغه کوم ځاي یي ونه نيوی ،د ( ۱۹۶۳) داساسی قانون دتصويب نه راپدي خوا ښځي کولاي سي دافغا نستان پارلمان ته ځان کانديد اوبل چاته رايه ورکړی ،افغانستان په نړۍ کي يو له هغو هيوادوڅخه وچي ښځي دوزارت مقام تر لاسه کړ ،دبېلګي په توګه دشوروي نظام په ټوله دوران کي ښځي ته دوزارت مقام ونه رسېد،يوازي دپوتين دحاکميت په ورستيو کي دو يادرښځو دا امکان تر لاسه کړ چي دوزارت اوياهغه معادل مقام کي دنده تر سره کړي . ديادولو وړده کله چي په ۱۹۹۲ کال کي په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واګی ترلاسه کړي افغانی ښځي له دي انساني اورواحق نه محرومي سوې ،له نيکه مرغه دغي توري دوري ډير دوام ونکړ ،دطالبانودحاکميت په نسکورېدوسره دملګروملتو او نړيوالوسازمانو دغوښتنو اوفشار وپه وجه افغاني ښځوته دبن دکنفرانس نه وروسته په نوی جوژ سوي اساسي قانون کي يوځل بياپه پارلماني ټاکنو،دولتي ادارواونوروټولنزوسازمانوکي دګډکار حق ورکړه سو،اود اساس قانون په ” ۲۲ ”ماده کي واضح راغلي : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی . دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون دوويشتمي” مادي په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ.

ددغو برياو سره نه يوازي په افغانستان بلکي دنړی په زيات شمير هيوادوکښي دورته اساسي قوانينوپه لرلوسره دښځوپه وړاندي قانون ترپښولاندي کيږي اودښځوپه وړاندي دجنسی توپيرنه په يوه اوبل نامه ناوړه استفاده کيږي ،که په اوسنی عصرکښي دبشري نړۍ ټول سياسي ،اقتصادي ،فرهنګی اواجتماعي جوړښت ته په رڼوسترګوځير شو له ورايه څرګندېږي چي تر هر چاښځه په هر اړخيزه توګه دنړيوالي بي عدالتۍ سره لاس په ګريوان ده ،اوپر عزت ئي دتيري لپاره هر بي عزته دخپلو اقتصادي اودولتي امکاناتو څخه استفاده کوي . داچي دښځودبېوزلۍ نه دټولواخلاقي نورمونوخلاف دپيسود پيداکولولپاره استفاده کيږي اوهغوي مجبورېږي خپل عزت وپلوري لمر غوندي ټولوته په ټوله نړۍ کښي څرګنده ده.

له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په ګوټ ګوټ کښي ښځوته هغه حقوقوچي دبشر دحقوقوداعلاميي په ۱۸ ، ۱۹،او۲۷ مادو کښي څرګند بيان شوي نه دي ورکړه شوي او نه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځي توهين تحقير او غير انساني مجازاتوضدکنوانسيون ، دملګرو ملتود سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض،تحقيراوتيري پرخلاف پريکړه ليکونوکښي يادسوو ټکوته دولتي چارواکوپاملرنه نده کړي . اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض نه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنګی ژوند کي دفعال ګډون امکانات برابري شويدي . که رښتياوويل شي دنړۍ په اکثريت هيوادوکښي ښځو ته دحق ورکولوڅخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې. . ايا دا ظالمانه نده چي له يوي خوا نارينه اوښځي دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت اومکلفيت لري ،مګر له بلي خواکله چي دصلا حيت ،برابرۍ اوحقوقوخبره راشي بيا ښځو ته ددومي درجي انسان مقام ورکول کيږې؟ کله دمذهب اوکله هم د دوداو دستور په نامه دښځوحق حي په حقيقت کي زموږ ((مور،خور،لور اوياکوردوانه ))ده تر پښو لاندي کيږي .

اوياپه ډيرو وختونه په يوزيات شمير هيوادوکښي دبرابری ګناه په مقابل کي ښځي ته تر نارينه لويه سزا ورکول کيږي؟.

دنړۍ دعلمي او تخنيکي پر مختګ سره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندي برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړي چي دهغو په رڼاکي وکولاي شي ښځېله دغو زړه بوږنونکو شرايطو، اجتماعي ناخوالو ا وبي عدالتيو نه نجات ومومی . دتاسف وړ خبره داده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي تصوب شو تر اوسه دنړۍ (( ۱۷۹))هيوادو چي دملګرو ملتو د سازمان غړيتوب هم لري ندی لاسليک کړی ، اويوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوئ دی .داپدي معناچي تراوسه لا دنړۍ په زيات شمېرهيوادوکښي دښځوپه وړاندي دعاد لانه کړنواودهغوي دمقام اورول نه سترګي پټېږي .تر ټولوجالبه خولاداچي دلومړی ځل لپاره دامريکاپه تاريخ کښي په د۲۰۰۸ م کال دنومبردمياشتي پر ۱۶ مه د لومړي ځل لپاره یوه پنځه پنځوس کلنه میرمن دانوډي دجنرالي رتبي ته ورسیده.

په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه دلومړی ځل لپاره ايراني ښځو سپورتي لوبغاړي ته چي هلته نارينه هم ناست وه هغه وخت اجازه پيداکړه چي دتهران دښار دآرارت په سپورتی لوبغاړي کښي دايدزدناروغی سره دمبارزي پرضد تبليغ لپاره دفټبال دبازيو سيالي جوړه شوې وه .په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق او آزاديودترلاسه کيدوپه خاطر هره ورځ قرباني ورکوي ،اوددولتي چاروا کولخواپه ډير بي رحمانه ډول زنداني او شکينجه کيږي . ايرانی اخوندان نوروته دعدالت اوانصاف تبليغ کوی خوخپله ئي دالوي او ارت ايران دبي دفاع هغو ايرانيانواوپه ځانګړي توګه ښځوپه وړاندي چي دټولنيزو ازاديواو اجتماعي عدالت طرفدار ي کوي په يوه تنګ ،تور اوتاريک زندان بدل کړۍ . هلته څوک داعتراض ږغ نسی پورته کولاي ،دعدالت ځاي د اخوندانوبي بنسټه فتواګانو نيولۍ دی .

همدا د۲۰۰۸ کال په ورستيو مياشتو کي څو ځله هغه بېګناه ښځي زنداني شوي کوموچي داخوندي رژيم ر خلاف دښځو دحق څخه ددفاع اواز اوچتاوه .

له بدمرغه دتاريخ په اوږدوکي دښځوپر انسانی اورواحقوقوپه مختلفو بڼواوبهانو تيری سوی ،په ځينو هيوادوکي ښځه له ميراث نه محرومه شوي اوپه ځينوکي بيا دوهمه يا دريمه برخه ورکول کيږي . په ډيرو هيوادوکي د مذهبي او دوديزو منا سباتو پر اساس دښځه د ميړه تر مړ ني وروسته مکلفه ده چي په همدغه کورکي يوڅوک يعني (دميړه ورور او يا دهغه بل کوم نږدي خپل که هغه ماشوم هم وي اويا سپينږ يری)بېله خوښي نکاح وتړي . داپداسي حال کښي چي داسلام په مقدس دين کښي دنکاح دتړلو يوله اساسي شرطو نه ددواړو خوا خوښی اورضايت دی .په زورنکاح تړل په اسلام کي جوازنلري . دښځي نظر نه تنها داچي دهغي دسرنويشت په ټاکلو کي نه غوښتل کيږي همدا ډول دانتخاب حق هم نه ورکول کيږي ، دښځو سره دغلام په څير برخورد دنړۍ په زيات شمير هيوادو کي دوديز ه بڼه اخيستي ده. له بدمرغه يوشمير دغوظلمو نواونارواکاروته اسلامی اومذهبي بڼه ورکول کيږي اوله ځانه روايتونه تراشي .پداسي حال کي چي داکارپخپله له اسلام اواسلاميت سره خيانت اوجفاده .دايو شمير کسان دي چي دخپلو شخصی ګټواو خواهشاتو لپاره يي اسلام دنړيوالوپه ذهنيتونوکي ((ببو)) يعني بلا معرفی کړېده ،کنه داسي نده . داسلام مقدس دين يوله هغو اديانوڅخه دی چي انصاف اوعدالت ته پکښی زياته پاملرنه سوي ده .که چيري د اسلام پر مقدع دين باندي يوشمير سياسي سواداګر دخپلو سياسي موخولپاره دنورواديانوپيروانوته د اسلام مقدس دين غلط معرفی نکړی هغوي به هيڅکله داسلام په هکله غلط نظر پيدانکړي .

په اقتصادي اړيکوکي ښځه دنړۍ په زياتو هيوادو کي دنارينه سره يو شان کارکوي مګر دسرمايداري ټولني داقتصادي غيرعادلانه روابطو پر اساس ښځو ته ترنارينه کمه او يا کله کله دنارينه دتنخوا نيمايي ورکول کيږي ،دبېلګي په توګه سويډن چي يوله دموکراتيکو هيوادونه شميرل کيږي اودولتي چارواکي دا ادعاکوی چي تر هر چاښځوته زياته پاملرنه سته بيا هم دښو تنخوا تر ناينه لږ اودلته هم متاسفانه تر اوسه لاهره ورځ دښځوسره زور زياتۍکيږي .دداډول چلند اوظلم مثالونه په اسياافريقا،لاتينه امريکا شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره دي .

اساسي خبردا ده چي په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هرچا زيات دښځوسره دژوندپه ټولو اړخونو کښي زور زياتۍ کيږي ، ښځی نه يوازي دا چي تر اقتصادي استثمار لاندي دي ،متاسفانه په زياتوهيوادوکښي دنارينه دجنسی غريضي درفع دوخت دخوښ تېرېدنی ديوې وسيلې په توګه په بازارونوکي پلورلوته وړاندي کيږي . دښځوزيات شمير دژوندداسي اقتصادي شرايط لري چي مجبوري دي ځانونه اوخپل عزت په ځانګړوبازارونو کي خرڅلاوته وړاندي کړي . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدي نه دي توانيدلۍ او يا نه غواړي دي حق ته غاړه کښېږدي چي ښځه له دغو بدمرغيواوبي عزتيو څخه وژغورل شي . ديادولو وړده چي په سويډن کي داسي ځاي چي هلته نارينه دپيسو په مقابل کي دجنسی غريضي درفع لپاره دښځونه استفاده وکړی تراوسه لادنيکه مرغه نسته اوداعمل غير قانوني دی. مګر په پر مختللي امريکا، ارواپايي نړی جاپان ،يوشمير اسيايي اوافريقايي هيوادو اواسترالياکې ډيري پيغلي اوښځی داقتصادي ستونزو اومجبوريتونوپه خاطر دي ته اړي سوی دي چي ځانونه وپلوری . جالبه داده چي پدي ورستيو کي په يوشمير اسلامي هيوادوکښي دښځو اوپېغلو سوداګر پخلي ه[ۍ اودوکانونه پرانيزي ،اويوزيات شمير دشرقي اروپااوپخواني شور وي اتحاد دجمهوريتونوپېغلې دغوهيوادوته بېول کيږي اوهلته په فاحشه خانوکښي ساتل کيږي .

يومسله دجدي پاملرني وړده ،غه داچي دې ټکی ته بايد پاملرنه وسی چي داډول کارونه اواجتماعي بداخلاقۍ په هيڅ ډول له دموکراسی سره کوم تړاونلری ،بلکه دا په اجتماعی نظام کي داقتصادي نا انډولۍ اودتوليداتو دغيرعادلانه ويش اومردسالارۍ دځان غوښتنوپايله ده چي يو شمير انسانان دخپل ژونددبقالپاره له خپل عزت نه تيريږي .په شاته پاته هيوادو کې له ښځونه د ناروا استفادې نوری بڼې هم شته ،اوپه نورو ډولونودهغوي پر عفت اوشرافت تيرکيږي . خومتاسفانه ددغو ټولو بي شميره ناروا ظلمونو اوتيريوپه مقابل کي ټول اوياغوڅ اکثرت چوپه خوله دي اودحوادثو ننداره کوي .

دښځو سره دهمدي ناوړه چلندپايلي دي چي دنړيوال روغتيا يي سازمان داحصايي له مخي هر کال په جهان کښي تر ((۴۱۰۰۰)) زرو زياتي ښځی خپل خوږ ژوندلاسه ورکوي ،په سودان ،سوماليا اوڅونوروځايوکي پېغلی په زورسونتېږی ، اويا په هر ثانيه کښې يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنه کښي له زورزياتی اوتاوتر يخولي سره مخامخ ده .

دلاتيني امريکا په ځينو هيوادوکي اميدواري ښځي ته کارنه ورکول کيږي اوکارته د استخدامولو په وخت کي ښځه بايد ځانګړي معاينه تر سره کړي تر څو معلومه شي چي اميدواره نده ،اميد واري ښځي ته چي دلوږي مري څوک کار نه ورکوي . همدلته دياد ولو وړ بولم په اروپا کي چي شپه اوورځ دښځو او ماشوم دحق ددفاع ناري سوري وهل کيږي دفابريکو اونورو اقتصادي مؤسسو خاوندان هم ډيرکوښښ کوي په يوه اوبله بهانه هغه ښځو ته چي اميدواره وي او ياکوچنی ماشوم ولري دکارورکولوڅخه ډډه وکړې،حتا په دولتي اداروکي هم دکار ګرو اوکارمندانوداستخدام په لمړنيو پوښتنو کي دماشوم ددرلودلو سوال حتمي دۍ .

دهمدي اقتصادي ستونزو له امله دنړۍ په زيات شمير هيوادوکي ښځي،ځواني پيغلي ځان خرڅوني ته مجبوريږي ، په نړۍ کي دفحشاو ډير والۍ دښځودعياشۍ بيلګه نه بلکي ددوي دژوند دناوړو اقتصادي شرايطو،ټو لنيزو ظالمانه اوغير عادلانه اړيکواو مناسباتو،دژوندنيواړتياواو مجبوريتونو روښانه بېلګه ده . هر کال داسيايي هيوادو،پخواني شوري جمهوريتونو،روسي،بلغاريا،رومانيا،البانيا، ترکيي ،چک ، سلواک،چين ،کموديا ،ايران ،ويتنام تايوان اونورو دهيوادنونه تر دوميلونوزياتي هغه انجوني چي عمر ئي د ۱۶ کالونه تر ۲۷ کالو پوري وي د اروپا ،امريکا ،تايلند ،هنکانګ،جاپان ،هند اوعربي هيوادو دجنسي ګټي اخيستني بازار و (فاحيشه خانو) ته وړاندي کيږي ،هرکال په امريکاکښي په سلهاو زره انجوني دجنسي تجاوزاو تيري قربانياني وي ،داکارپه اروپاکي هم رواج لري ، همدا علت دۍ چي په نړۍ کي د ايډز ناروغۍ پراختيا موندلي ده ، له بده مرغه په نړۍ کي داسي هيواد نه پيداکيږي چي هلته دي ددغه مرګوني مرض لمن نه وي غوړېدلي . دکورنيو جګړواو مهاجر تونوله امله په افغانستان کي چي هيچا فکر نه کاوه د ايډز په مرض اخته کسانو شمير تر((۲۵۰۰)) کسانواوړي.

دهمدي اقتصادي ستونزوپايله ده چي د بيوزلو غريبو اوترجنسي تيريولاندي ښځو په منځ کي هره ورځ دايدز ناروغی مخ پر زياتيدو ده . همدا اوس د جنوبي افريقا په سلو کي ((۳۵)) په سودان ،سوماليا او نورو افريقايي هيوادو کي سره لدي چي په ځينو کي يي بيچاره ښځي په زور سونتوی خو بيا هم ددي وژو نکي ناروغی کچه ډيره لوړه ده،په کنياکي تر دوه نيم ميليونه زياتي ښځي اوماشومان پدي مرض اخته دي . دنړۍ په يوشمير هيوادو کي کورنيوجګړو دا امکانات زيات کړي چي دوسله والوکسانو لخواپر ښځو په انفرادي اوډله ايزه توګه تيرۍ وشې په سيراليون،چچنيا،کانګو،پخوانۍ يوګو سلا ويا، رواندا،کامپوچيا،عراق ، سوماليا اونوروهيوادو کي دجګړو په جريان کي په زرهاو ښځي بي پته شوي او پر هغوي جنسي تيرۍ شوۍ دی ،زموږهيوادهم له دي بلانه په امان کي ندی پاته شوی ،دلته دجنسی تېری هغه وحشيانه بڼه ليدل کېداي سي ،داتريخ واقعيت بايد ومنل سي چي پدي ډول جنسی تېرۍ دبشرپه تاريخ کښي بي مثاله دي کوم چي زموږ په پاکه خاوره کي ديوشمير ځناورولخواپر وړو ماشومانوترسره کيږي .

دليکني داوږدېدونه دمخنوی په خاطر زموږ په هيوادکي دښځو ژوند اودښځوپه وړاندي په دولت ،ټولنيزو سازمانو،سياسي ګوندونو،تنظيمونواوکورنيوکښي دبي عدالتۍ پر بنيادولاژ چلند باندي خبري نه کوم . اونه همدا خبره په تفصيل سره څئړم چي په نړۍ کښي دهمدغي دمارچ داتمي ورځي دنمانځلو لپاره څومره تشريفاتي محافلونه اوغوندي جوړېږي ،شعراونه ورکول کيږي اودښځو دحقوقوڅخه ددفاع خبري کيږي ،خوبياداټولي خبري په همدغو سالونونوکښي تر بل کال پوري پاتېږي . اوپدي هم بحث نه کوم چي که زموږ په ټولنه کښي دښځو دژوندوټولو اړخونوته پاملرنه سوي واي اودښځوله حقوقوڅخه داسلام دمقدس دين درښتنيوارزښتونو اومدني قوانينوپر بنياددفاع سوي واي ،زموږ دهيوادهغه ښځي چي شمير ئي دنړئ ديوه هيوادتر روډ اندو ښځو چندان کم ندی نازول سوی اوهڅول سوی واي اوس به موږ لکه دنړۍ نور ولسونه پدي برخه کښي دسيمي په کچه ستري برياوي اوپياوي شخصيتونه درلوداي ،چي متاسفانه زموږ دهيواد ټول تکاملي بهير اودهيوادوالو ژوند اوپر مختګ دپرديو او افغان دښمنو دسياسي او اقتصادي ګټو قرباني سوئ دی . داپروسه همدا اوس هم روانه ده که زموږ په هيوادکي څوک دښڅو دحقوقوخبره پر خوله راوړی دبلي خوازموږ دهيواد دښمنانو اوظالموګاوند يانوبنسټپالو نوکرانولخشواورباندي دکفر ټاپه وهل کيږي .زموږ ولس له يوي خوا نالوستج اوبلي خوداسلام په اساساتوخبرندی هر څه چي دامذهبي سودافر ورته وايي هغه مني .

پدي شرايطوکښي چي له هري خوا زموږ ولس تر مرګوني ګزارونولاندي دي زموږ غوښتنه له هغو ديني عالمانو څخه کوم چي په رشتياسره داسلام دقدس دين په ټولو اساساتوپوره پوهېږي دپل نفوذ اواعتبارنه په استفادي سره زمور دهيوادوالو غوظونه ورخلاص اودښځوپه وړاندي دغو بي عدالتيوت دپاي ټکی کښېږدي .

له ډله ايزو رسنيو له ټولو بڼو نه هيله کوم په خپلو تبلېغاتو اونشراتوکښي ديوه افغان په توګه په ټولنه کښي دښځودمقام ،رول اوحقوقو په اړونددافغان ولس دپوهاوی لپاره ځاي ورکړي ،ترڅو زموږ ولس ددغو شرمونکو پېښو اودښځوپه وړاندي نارواکړنوڅخه تر يوه بريده خلاص شو.

دګران افغانستان اونړۍ پر ټولو روڼ اندوښځو ږغ کوم چي حق څوک چاته په خيرات کي نه ورکوي ،بايد واخيستل شي،که تاسوپه افغانستان اوټوله نړۍ ګښي دهغوپه وړاندي چي ستاسونه ئي دټولني په سياسي ،اقتصادي ،فرهنګي او اجتماعي اړخونوکښي ستاسو رواحق غصب کړی د۱۸۵۷ دنيويارک دښځوپه دودمقاومت ونکړی اودغاصبينوپه وړاندي راپورته نشی په پېړيو ،پېړيوبه په همدا ټولنېزي بي عدالتی کښي لاس اوپښي وهۍ .

وياړ په هغوپاک لمنو افغانو ښځواوپيغلوکوم چي دخپل ژوندپه قيمت يي دخپل رواحق دترلاسه کولولپاره دټولواقتصا دي او اجتماعی ستونزوپه منلوسره مبارزه کړې اوترخپل خواږ ه ژوندتېري سوئ دي .

پدي هيله چي په ټوله نړۍ کښي سوله اوعدالت تامين،دښځو رواحقوقوته په عمل کي درناوی وشي . پاي