کور / راپور / د پکتيا او ميدان وردګ په اړه وروستي راپورونه

د پکتيا او ميدان وردګ په اړه وروستي راپورونه

دميدان ور دګ ولايت دسيداباد ولسوالۍ اړواو بې وسو كورنيو سره درې سوو اوشپېته ټنه غنمو مرسته وشول .


دكب ۱۳ مه نيټه

دميدان وردګ ولايت اوړوندسيداباد ولسوالۍ درې زره شپږسوه نهه (۳۶۰۹)اړو او بې وزلو كورنيو سره  د بيړنيومرستو د كمېټې لخوا درې سوه اوشپېته(۳۶۰) ټنو غنمو مرسته وشوه .


دكليو پراختيا رئيس جان محمد حكمت جو په وينا د بيړنيو مرستو دكميټې لخوادې ولايت ته د ۲۰۰۰ ټنو غنمو ونډه چې پخوا وركړل شوې وه موږ عملاَ په ميدان وردګ ولايت په ټولو ولسواليو كې لومړى دسيمه ييزو شوراګانو،ولايتي شورا او د انكشافي شوراګانو لخوا بې وسې او اړې كورنۍ پخوا تثبيت او د هغوۍ لپاره مو ځانكړې كارتونه وركړې دي چې موږ تراوسه پورې د بهسودو لومړى برخه ، دبهسودو مركز،دايميرداد،نرخ ، چك ولسواليو ته د نفوسو په تناسب د غنمو وېش لړۍ بشپړه كړې ده چې اوس دسيداباد ولسوالۍ د غنمو دوېش لړۍ نن پيل شوه چې دولايتي شورا،سيمه ييزې او انكشافي شورا د غړو لخوا به په مستحقو او اړو كورنيو باندې ووېشل شي. په راتلوونكى كې به نورو پاتو ولسواليوته دليستونو د بشپړتيا وروسته دغه لړۍ پيل شي.

سيرت – دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر – ۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰



په ميدان وردګ ولايت كې يوتن مخالف وسلوال د يوګمين په ترڅ كې ونيول شوو او يو تن ټپې شوو.

 نن دميدان وردګ ولايت د دايميردادو دسيدانو دتنګي په سيمه كې د دولت يو تن مخالف وسلوال ديوګمين په ترڅ كې دخپل راكټ سره نيول شوې او يوتن ټپې شوې دي

د كب دمياشتې په ۱۳ مه نيټه د دايميردادو امنيي نوې قوماندان محمد حليم چې د ميدانښارڅخه د دايميردادو پر لور روان وو په لاركې ددولت مخالفووسلوالو د يوګمين سره مخامخ شوو چې وروسته د يوساعته جنګ څخه وروسته د وسلوالو مخالفينو يو تن ټپې او يوتن ديو ميل راګټ سره ونيول شوو، په دغه كمين كې ملي پوليسو ته كوم زيان نه دې اوښتې

سيرت – دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر



د جنوب ختيځ زون واليانو غونډه

دوشنبه شنبه ( د كب ۱۲ ) كابل كي د پرمختيايي پروژو د چټكتيا او همغږي په موخه يو ورځنۍ غوڼده رابلل شوي وه

په دي غونډه كي سلاكار وزير او دپكتيا والي جمعه خان همدرد، د خوست والي حميدالله قلندر زي ، د پكتيكا والي عبدالقيوم كټوازۍ ، د غزني والي ډاكټر محمد عثمان عثماني ، جانسن  په جنوب ختيخ زون كي د آيساف قومنداني مشر ، د يوناما استازي ، د يو ايس اي آي ډي استازي ، د سيمه ايزو ارګانو خپلواكي اداري مرستيال او  سرپرست  برنا كريمي برخه اخيستي وه

دغه غونډه  چي د سيمه ايزو ارګانو خپلواكي اداري په كوربه توب كابل  كې رابلل شوي وه او په اړوندو مسائيلو خبري وشوي

په پيل كي د سيمه ايزو ارګانو خپلواكي اداري سرپرست برنا كريمي د ښه راغلاست وينا وكړه او وروسته په وار سره د جنوب ختيځ زون واليانو خبري وكړي

پكتيا والي جمعه خان همدرد د پكتيا په اړوندو مسائيلو ، لاسته راوړنو ، ستونزو خبري وكړي 

ښاغلي همدرد د خپلو خبرو په يوه برخه كي د بريښنا د پروژي د ځنډولو لامل د بريښنا د وزير بي كفايتي و بلله او وي ويل : په پكتيا كي ځينې پروژي داسې هم شته چې پيسې يې منظورې شوي ، خو تر اوسه پرې هيڅ كار نه دى شوى ، لكه له كابل نه ګرديز ته د بريښنا د مزيو د راغزولو پروژه چې آسيايي بانك ورته پنځه اويا ميليونه ډالر منلي، خو د يوه كال په تيريدو سره پرې هيڅ كار شوى نه دى ، چي دا د او بو او بريښنا له وزارت او په ځانګړي توګه د بريښنا له وزير ښاغلي اسمعيل خان نه غټه ګيله ده .

ور پسي په وار سره د پكتيكا ، خوست او غزني واليانو خبري وكړي او په سيمه كي يي له امنيتي نا خوالو سر وټكاوو

د پكتيكا او خوست واليانو دا هم وويل چي زمونږ د تګ ولاياتو ته دوه يا دري اونۍ كيږي ، او مونږ به په راتلونكو غونډو كي په هر اړخيزو مسائيلو خبري وكړو


د سيمه ايزو ارګانو خپلواكي اداري مرستيال ، برنا كريمي وويل چي دا ډول د همغږي غونډي به د نورو زونونو واليانو لپاره هم جوړي شي .






سمون