کله چي دانترنيت شبکي وغوړيدي خلګ خوشحاله سوه چي اوس نړي سره نږدي سوه . اوس خلګ کولاي سي په ډيراساني اړيکي سره ټنګي کړي ، اويوتربله له حالاتونه خبرسي . علم اوپوهي ته مخه وکړي . دنوي عصرتخينګ اوتکنالوجي سره ځان برابرکړي ددي لاري ادب زده کړي ، اخلاق زده کړي ، علمي اومسلکي مالومات ترلاسه کړي ، په هيواد کي دقلم اودبيان دازادي پروسه پياوړي کړي ، دوطن مينه سره شريکه کړي ، خپل دردونه اومشکلات سره شريک کړي ، دهغوي دحل لاري يوبل ته وړاندي کړي ،مطبوعات دخلګوملاتړترلاسه کړي خلګ دقلم اوبيان داذادي ترسيوري لاندي خپل سرنويشت په هکله معقول فکروکړي .
خصوصا دافغانستان راتلونکي نسل ، اوسني ځوانان اوحتي سپين ږيري . ترځووکولاي سو ددي لاري ځان اوخپل ولس له ناخوالواوحقايقونه خبرکړي اوحتي په ځينوکاروکي ددولتي چارواکوسره مرسته وکړودوي ته هغه ځه ورپه ګوته کړوچي تري ناخبره وي همداسي نوري دډيري ټولينزي ښګڼي دټولني مخ ته راباسو .
ولي له بده مرغه کله چي زه ځيني سايتونه اوپه هغه کي ځنيي ليکني ګورم اويا دهغوليکنوپه هکله دځينوبي مسوليته اوبي خبره کسانوتبصيري چي اکثره يي دادبي ،دعلمي، داخلاقي پلوه ډيربي باکه، ډيري بي ادبه ،ډيري سپکي ډيري بي مطلبه وي يوبل ته سپکاوي کول ،يوپربل تهمت ويل، يوپربل ته ه بد ويل يوبل پسي سپکي سپوري ليکل خصوصا دځينوسايتوځينوبرخوته چي سړي ولاړسي هلته وګوري چي داسي ليکني اوداسي تبصير ي ګوري چي دسړي زړه له دي جريانه توروي زه فکرکوم چي موږ ددي پرځاي چي دولس سره مرسته وکړو ولس ته خدمت وکړو ولس دوخت دغوښتونواودوخت دحالاتونه خبرکړود هغوي پام درسينودخدمت خواته ، درسينوسره دکمک خواته راواړو، دهغوي زړه له ويلواولوستلوورتوره و- دهغوي وخت ضايع کوو دهغوي سره جفا کوو موږپه حقيقت کي ددي پرځاي چي خپل ځوان نسل يودبل احترام يودبل دعزت اوشرافت کلتورورزده کړو هغوي ته دوطن ملي احساس دخپل تاريخ اهميت وروښيو هغوي ته داسلام دخپلوخلګو مشرانوکشرانو، اومړواوزوندقدروروښيوپه حقيقت کي ځيني تنکي ځوانانوته دداسي بي باکه ليکونواويوبل ته دبد رد ويلوکلتورپه لمن کي ورغورځوو چي دابد دپاره افغاني کرامت ، دافغانانودروند والي ، عزت اوپت ته زيان رسو په پښتوکي يومتل دي وايي ( په درنودروند په سپکوسپک )زه چي اوسني حالاتوته ګورم دد ي پرځاي چي موږخپل خلګ درانه کړو سپک به يي کړو زماپه خيال دااوسني درسينوبهيرددي پرځاي چي خلګ سره نږدي کړي سره ليري به يي کړي .
ددي پرځاي چي يوموټي يي کړي ټوټي به يي کړي ،مثلا که يو کس په يوه کارکي خيانت کوي موږ هغه ته ددي پرځاي چي په معقولواوحقيقي دلايلوهغه ځان ته اوخلګ دده کړووړوته متوجه کړوپه هغه پسي داسي ځه ليکوچي دقلم دعفت او دشرافت نه بهروي ،په داسي حال کي چي افغانان ډيردرانه خلګ دي ډيردعزت شوقيان دي اوډيروټولينزو ښيګڼوډک کلتورلري ډير دروند اوباادبه دين لري ، اوکه ددوي تاريخي قرباني په غوروځيړل سي اکثريت سرښندني دوي پرخپل پت اوعزت ورکړي دي چي دډيرنړي سره نه سي مقايسه کيداي خوزه چي اکثره ليکني ګورم زموږددغه وياړلي دودپه خلاف وي داکثروليکني دعقدوپه اساس اکثرمقالي دخپلوشخصي ګټوپه اساس، اکثره مضمونونه دځان دنوم ايستلودپاره اکثرمالومات ددرواغوپه اسا س خبروو اکثره خبرونه دچاپلوسي په ستنوولاړوي چي داکاردداسي يوه درانه دداسي يوه باکلتوره ، يوه باادبه ملت سره جفاده اعتراض هم خپل ځاي لري اوبدويل دانتقادسره ډير فرق لري په اکثروکوروکي مشران انترنبت نه پريږدي وايي چي ځه به تري زده کړي يوبل ته به ښکنځل اوسپکول زده کوي -حتي ډير پوهان خلګ کوښښ کوي انترنيت کورته نه راولي ځوک په مشرانوپسي بدوايي ځوک يودبل په مړو په سي بدوايي :
جناب حضرت عمرفاروق فرمايي !چي ځوک پخپلوتيروپسي بدوايي هغه ملت به په داسي ناروغيواخته کيږي چي درمان به مشکل وي چي دهغونه يي يوهم داسي بي اعتمادي ښودلي ده چي زوي به په پلاراوپلاربه په زوي باورنه لري -قاتل اومقتول به دواړه دوزخ ته ځي – پيسي به يي بي ترامباربي ارزښته وي – قاضيان به زيات رشوت خوره وي – ګراني به دومره زياته وي چي خلګ به له خپلواولادونه تنګ وي – همشه به پاچا ګردي وي – داسي وچ کالي به وي چي خلګ به په ځان پوري حيران وي کله ناکله چي زه په لراوبرافغانستان يا دټول افغان دتبصيروپه برخه کي ځني لکيني ګورم زه حيران سم چي دازموږ دروشنفکرنسل حال دي ،دازموږ دسياسي خلګو ليکني دي، دازموږ دوطن جوړونکي نسل ادب دي ،ددي وطن پرراتلونکي نسل مي ډيرافسوس راغلي نړي هم اخبارونه لري نړي انترنيت لري اوډيرښه مطبوعات لري خوماچي ترکومه ځايه کتلي دي دومره دبي باکي مي هم چيري نه دي ليدلي اوزه فکرکوم چي دادسپکاوي دود داددرواغوترونودودوزموږخپل نه دي داديولړمغرضوخارجي استخباراتي شبکوکاردي –
يورسني اويوسايت په حقيقت کي ديوه پياوړي اخباريايوي راديو اوتلويزون حثيت لري هرځومره چي په هغوکي مضامين خوندوراودعلمه اوعزته ډک وي دهغوي قدراوشوقيان هم دومره زيات وي . ځکه نوزما وړانديزدپښتورسينومشرانوته دادي چي په دي خاطرچي داپروسه نوي ده اوزموږ ډيرخلګ اوس ددي مسلي په اهميت ډيرلږپوهيږي چي موږځه ليکو خپلي ټولني ته زيان رسوکه ګټه ؟ بايد مسولين دهرليحاظه دي خبري ته متوجه وي چي دداسي ليکنومخه ونيسي خصوصا داتبصيروجريان هسي دخپلوخلګوسپکول اوبي عزته کول دي په دي ډول نه وطن اباديږي ، نه اتفاق راځي نه حقيقت رامخ ته کيږي اونه دولت اصلاح کيږي اونه ټولنه سمي لاري ته ځي په حقيقت کي خپله لمن پرشااړول اوخپل ځان اوولس ونړي ته بي ادبه بي علمه بي کلتوره بي عزته معرفي کول دي – وسلام
I believe taht overall many Afghans are respectful to each other. Unfortunately as humans, they are naturally inclined towards vulgar language or words.
I have seen them even in youtube, where some mentally disable, old and unfortunate people are used by Afghans to make fun of them.
It is really disgusting, but this will take very long to teach them what right and wrong is when it comes to social behavior.
حاجي صاحب سلامونه
ډېرې ګیلې او داوې مو کړې دي، خو دیو ثبوت یا یو مثال مو نه دئ راوړئ ۰ له همدې کبله ، وبښئ، ستاسې لیکنه بې ګټې ده ۰
وسلام
لمړنې کس تاسو خپله ياست چی په مستعار نوم ليکنې کوې او تاسو خپله دغه غير ضرورې ليکنې نشرته سپارې تاسو داسی فکر کوې چی تاسو څوک نه ګورې او نه پيژنی افغان ولس ويښ دي لطف وکړې ځانونه سم کړې بيا نورته نصيحت وکړې٠ ارين دين هاخ هالند ٣ -٣-٢٠٠٩
سلامونه . بينوا ويبپاڼه کي خو خاص ښکنځل سره کيږي هيڅ په کتلو نه ارزي .
سلامونه !
حاجي صيب مننه له ليکنې دې، خو خبره داده چې زمونږ خلک اکثره اروايي ناروغان دي، او اروايي ناروغ خو نيم لېونى وي نو، که په ټول افغان بلوګونو کې هم دهمدې ناوړه تبصرو له امله د تبصرو خونې وتړل شوې، زه نه پوهېږم کله به زمونږ خلک د متقابل احترام په اصولو عمل کوي، که مونږ پښتانه دغه پښتو پاڼې خپلې وګڼو او داسې فکر وکړو چې په نيټ کې دغه پښتو پاڼې زمونږ په ژبه زمونږ او زمونږ لپاره دي، نو هيڅکله به څوک په خپله پاڼه کې داسې بدرنګ ليکل ونه کړي، اصل کې خبره داده چې زمونږ پښتانه دې پاڼو ته او پدې پاڼو کې تبصرو او د مضمونونو لوستلو ته هيڅ د يو ارزښت په سترګه نه ګوري.
پښتون د انټرنيټ په يوسايټ کې هم چټ روم نه لري، چې يو خپل روم ولري او هلته پښتانه د يو بل سره بوخت شي، همدا پښتو پاڼې دي همدا د تبصرو خونې دي چې پدې کې هم اکثره خلک په بدلو نومونو راځي او چې څه يې زړه غواړي هغه ليکي، رښتيا هم که مونږ دغه پاڼې او دا انټرنټ په سمه توګه وکاروو، خپل مخالف نظر وزغملاى شو او په سړه سينه ځواب ووايو .
د انټرنيټ په پښتو پاڼو کې تبصرې رښتيا هم ښه نوښت دى، خو که مونږ حتا خپل مخالف نظر اورېدلاى هم نه شو دا نو بيا زمونږ په حماقت دلالت کوي.
خداى دې پښتنو ځوانانو ته داسې احساس ورکړي چې په بل دومره خپه شي لکه په خپل ځان، د بل په بې عزتۍ دومره ودردېږي لکه د خپل ځان په بې عزتۍ .
عجيبه ده چې پښتو لا هم ويده دى
عجيبه کېږي ښارونه په دې ښار کې
په مينه
الهام