کور / تازه خبرونه / سي آى اې: د تحقيقاتو پيتي له منځه يووړې

سي آى اې: د تحقيقاتو پيتي له منځه يووړې


د متحده ايالاتو استخباراتي شبكې د سلو په شاوخوا كي هغسي پيتي له منځه وړي دي، چي د نيول سوو ترهګرو څخه د تحقيقاتو جريان پكښي ثبت سوى دئ.
د امريكا لويه څارنوالي وايي دوى ته تي يو لړ تحقيقاتو وروسته داسي څرګنده سوې، چي په دغو پيتو د سي آى اې مامورينو له بنديانو سره غير بشري كړني كړې او له دې امله يې له منځي وړي، چي رسوا به سي.
دغه پيتي د هغو بنديانو څخه ډكي سوي وې، چي د تروريزم ضد جګړې په جريان كي د بوش د واكمنۍ پر مهال د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه نيول سوي وو.
د امريكا د لويي څارنوالۍ په وينا په دې اړه يې وروسته له هغه تحقيقات پيل كړل، چي د امريكا د مدني آزادۍ ادارې په دې اړه دوى ته عرض وكړ.