په لغمان کې د بنديانو د استوګنې لپاره يوه نوې وداني جوړه شوه. د دغه ولايت د والي وياند سيد احمد صافی وايي په دغې ودانۍ شاوخوا درې سوه زره امريکايي ډالره لګښت راغلی او پیسې يې په لغمان کې د ولايتي بیارغونې ډلې يا پي آر ټي ورکړي دي. د صافي په خبره دغه وداني چې په دوه او درې پوړو کې جوړه شوې کار يې په لس مياشتو کې بشپړ شو چې بنديان به پکې د اوسېدو پر مهال له اسانتياو برخمن شي.