د اسټراليا حكومت افغانستان ته د پنځه ميليونه اسټراليايي (درې اعشاريه دوه ميليونه) امريكايي ډالرو مرستي اعلان وكړ.
د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه پيسې به په افغانستان كي د ماين پاكۍ پر پروګرام او له هغو كسانو سره پر مرسته ولګېږې، چي په تېرو څو كلونو كي د ماينونو څخه په يو نه يو ډول زيانمن سوي وي.