کور / د ماشومانو نړۍ / د نرګس نانزکه

د نرګس نانزکه

نرګس چی اکثراً له کوره نه وته، وروسته له دوه دری میاشتو خپل د تره کورته لاړه. تصادفاً تره کره یی یوه بله کوچنی انجلی چی هغه هم د دوی له خپلوانانو څخه وه، خولږ لری خپلوانان یی وو، هم راغلی وه. د انجلی نوم وو شمشاد. شمشاد به یو، دوه کاله له نرګس مشره وه خو ډیره تیره ژبه یی وه د هیڅ چا پروا یی هم نه کوله هر څوک به چی ورسره مخامخیدله نو دومره خبری به یی ورته کولی چی هغه به یی له خبرو بیزاره کړه، که به مشره وه یا کومه کشره ټولو ته یی په یوه سترګه کتل. د مشر او کشر لحاظ او احترام داشیان یی هیڅ نه وو یاد.


شمشاد دومره شوخه انجلی وه چی یوه پښه یی په ځمکه وه او بله یی په بام وه. بام ته تګ ورته دومره اسانه وو لکه چی څوک یوه غړپ اوبه څښی. نرګس هم د شمشاد لیدو سره په هوا شوه. دا به هم کله بام ته پورته شوه او په څو ثانیو کی به یی ځان بیرته د کور انګر ته رسولی وه. نیمه ورځ یی په منډو را منډو تیره شوه. د نرګس نوی بوتان او نوی رنګه کالی په ځان وو، مور یی د هغی له ډیرو منډو را منډو خوشحاله نه ښکاریده نو همدا وو چی په غوصه یی خپل لور ته وویل شمشاد چی ډیره تیزه انجلی وه او د چا خبره یی بی ځوابه نه پریښوده وویلی ″ پریږده خاله چی منډی وهی… پریږده چی مستی وکړو.″ د نرګس مور په غوصه وویل ″ولی نو څنګه وی، اوس خو د تاسو د وخت جنترو او پنجاق هم ندی پاتی. نو موږ څنګه وکړو.″ د شمشاد مور پوهه شوه چی شمشاد خبره نه منی نو نرګیس کی له لاسه ونیوله او په کوته کی یی کلکه حصاره کړه.


*** لس پنځه لس دقیقی تیری شوی خو د نرګس زړه ارام نه وو نیولی او شمشاد به هم هره دقیقه د دروازی هغی ته اشاری کوولی چی راځه بیرون ووځه. نو نرګس هم له وخت نه استفاده وکړه او کله چی مور یی په خبرو لګیا وه ورو دروازه وازه کړه او بیرون ووته او ځان یی په بیړه د کور انګړ ته ورسوله او بیا یی په منډو وهلو ، بدلو ویلو شروع وکړه. د شمشاد په لاس کی یوه پلاستیکی نانزکه وه چی هرو خت به یی په لاس کی نیولی وه او هیچا ته به یی نه ورکوله . شمشاد له دی خبره نه وه او ډیر به لیواتیا یی له شمشاد نه د نانزکی د ورکو خواست وکړ. او داسی یی په خبرو شروع وکړه ″دا نانزکه دی له کومه کړی.″ شمشاد په غرور سره وویل ″پلار می له بازاره راوړی ده.″ نرګس بیا تری وپوښتل ″ولی دی داسی کله په لاس کی نیولی ده پریږده چی پری ساعتیری وکړو.″ ″بیا به ساعتیری وکړو اوس به بدلی ووایو… دسمال یی راوړ زونډی پری پوری…″ نرګس بیا په خبرو راوسته او تری یی وپوښتل ″نه دا می پلار ما ته راوړی ده.″ له دی خبری سره یی هغی ته وویل چی نه یی درکووم .


نرګس خواشینی شوه او په زړه کی یی ‎‎‎‎‎‎‎‎بله لار یی جوړه کړه چی په زوره به یی تری واخلم. نو لاس یی واچاو او نانزکه یی تری و تښتوله. نرګس مخکی او شمشاد ورپسی دواړو په منډو شروع وکړه او یو څو دقیقو وروسته شمشاد نرګس ونیوله نانزکه یی تری اخیستله چی د نانزکی پښه ماته شوه نو شمشاد په قاره شوه او یوه سپیړه یی د نرګس په مخ ووهله. دواړه سره په جنګ شوول او یو بل یی په څوکانو ووهل. د شخړی په وخت د نرګس لاس د شمشاد په پوزه ولګید او د هغی پوزه یی وینی کړه. کله چی د شمشاد مور د لور په مخ وینی ولیدی نو ژر یی یو کس ولیږه چی داکتر راوړی. *** د شمشاد له پاره یی داکتر وغوښت. داکتر راغی او کله یی چی د شمشاد په مخ وینی ولیدی اول یی په پاکو اوبو د هغی مخ ومینځه اوبیا یی په پاک توکر وچ کړ. بیا یی ولیده چی لا هم د شمشاد له پوزی وینی ځی نوډیری سړی اوبه یی د هغی پرمخ واچولی او پوزه یی کلکه ونیوله چی وینی یی ودریږی. څو دقیقی یی د هغی پوزه تینګه ونیوله، د هغی وینی ودریدی او داکتر بیرته خپل کلینیک ته لاړ. نرګس چی د شمشاد پر مخ وینی او دومره هلی ځلی ولیدی خپل له کاره پښیمانه شوه او تکل یی وکړ چی نور به له چاپه زوره هیڅ شی نه اخلی .