کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۱۵

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۱۵

اسلامي سیاست څه ته وایې؟
 الهي حاكميت د سليم عقل په رڼا کښي


 الهي حاكميت يوه عقيدوي او ايمانى مسئله ده ، او د يوه موْ من له پاره اصل دليل دالله كتاب او د رسول الله سنت دي ، خوكه چيرى كومه خبره د انساني عقل د لارې هم ثابته شي نو ايمان کې به نوركلكوالى هم راشي نو په دې خاطر لازمه ده چې دا مسئله د عقل په رڼا کې هم وڅیړله شي .
 د قراّنكريم په 49 ځايونو کې د عقل یادونه شوي د دې معنى یا دې ورته معنى قلب [ زړه ] دې چې د قراّنكريم په 135ځايو کې ئى یادونه شوي ده. د عقل او زړه په واسطه انسان راکړه ورکړه كوي . خو كله عقل سالم وي او كله ناروغ ، نو په دې خاطر دا د الله جل جلاله د ډیر لوي نعمت سره سره د شیانوپه درك او د ګټې او تاوان ترمنځ په توپير کې په پوره توګه كفالت نه شي کولاې ، بلكه د الله جل جلاله لارښوونى ته اړ وي ، نو ځکه يواځې پدې پوره باورنه شي كيدلاې .
د انساني عقل حقيقت
 [د عقل كليمه د«عقل، يعقل» د باب څخه د مصدر صيغه ده ، چې معناى بندول ، تړل اوخوندي كول دي. د اوښ تړلو ته “عقل البعير” ويل کیږي، قلعى ته معقل وايى ځکه چى د دښمن د حملى څخه د خوندي کیدو ځاى دې، په عقل د قلب اطلاق هم کیږي او په قلب د عقل اطلاق هم كيداى شي 1.]
 د همدې اساسى مفهوم له نظره د عقل اطلاق د غور ، فكراو د پوهى په هغه قوت کیږي چې الله جل جلاله په فطرى توګه د انسان په زړه کې پيدا کړي دې .
 حارث بن اسد محاسبى رحمة الله عليه فرمايلى دې : ( انه عريزه يتهیا بها ادراك العلوم النظريه وكانه نور يقذف فى القلب به يستعد لا دراك الاشیا ..)
 [ عقل هغه فطرى قوت دې چې د هغه په واسطه د نظرى علومو د درك استعداد پيدا کیږي او دا يوه روښانتیا ده چې په زړه کې اچول کیږي چې د هغى په اساس په انسان کې د شیانو د پيژندنى استعداد را پيدا کیږي 2].
 امام ابوالحسن اشعرى رحمة الله عليه چى په330 هجرى قمري كال کې مړ شوي دې فرمايلى دې چې: (العقل تميز و كیاسه و اصلاح معيشه و فراسه و به يتوجه الخطاب الشرعي)
 [ عقل تميز او پوهه ده، فراست او زيرکې ده چې د هغى په اساس ژوند اصلاح کیږي ، او د عقل په اساس انسان ته شرعي حكم متوجه کیږي ]3.
 د عقل اطلاق په علم هم کیږي [ پوهيدل ، درك كول ، پيداكول ، پيژندل ]4.
 علم په اصل کې د عقل ميوه ده لكه څنګه چې د انګور بيخ ته هم انګور ويل کیږي ، نو د هغى ميوي ته هم انګور ويل کیږي – په همدې توګه عاقله قوت ته هم عقل وايى او د هغى ميوي يعنى علم او پوهى ته هم عقل وايى.
 په صراح اللغات کې د عقل معنا ” خرد و دانش ” هم شوي ده او د “دریافتن ” په معنى هم راغلي دې – عاقله قوت ته عقل مطبوع يعنى طبيعى عقل وايى او عقل د علم په معنا، ته عقل مسموع يعنى كسبى علم وايى 5.
د عقل ډولونه
 د امام غزالى او مولانا روم رحمة الله عليهم له آنده :
 امام غزالى رحمة الله عليه د احیاء العلوم د كتاب العلم اوم فصل د عقل حقيقت ، اهميت او د هغى د درجاتو او اقسامو د بیانولو له پاره ځانګړې کړي دې . هغه د عقل څلور ډوله بیان کړي دې .
 ا } طبيعى عقل يعنى د غور ، فكر او ادراك فطرى عاقله قوت .
 ب } طبيعى عقل يعنى هغه علم چې د هغه د لاس ته راوړو له پاره ډیر غور او فكر ته اړتیا نه وي ، او نه په کې د نظریاتو اختلاف موجود وي لكه وايو چې د دوو عدد د يو له عدد څخه لوي دې .
 ج } تجربى عقل يعنى هغه علم چې د تجربى په واسطه لاس ته راځې . تجربه كار سړي ته عاقل ويل کیږي . او هغه څوک چې د تجربو څخه نتايج نه شي تر لاسه کولې هغه ته غبى، تنبل او غافل ويل کیږي .
 د } لرې فکر کونکې یا (دور انديش) عقل يعنى هغه پوخ عقل چې د لرې لرې راتلونکې په اړه فکر کوي، د وخت ګټې او خوند پسى نه ګرځي او نه پرى خواهشات او جذبات غالبيدې شي بلكه دې په هغوغالب وي .
 د لومړې ډول تعریف مثال د ونى د بيخ په څير دې ، د دوهم او دريم مثالونه د هغى د څانګو او پاڼو په څير دې او د څلورم مثال د ونى د ميوي په څير دې 6.
 مولانا روم رحمة الله عليه چې په 672 هجرى قمري كال وفات شوي دې د عقل دوه ډو لونه بیان کړي دې :
 ا ] جزوي عقل : هغه ماده پرست عقل چې په محسوساتو او مادې پولو کې را نغښتې وي ، او د تل له پاره د مادې گټو ، حيوانى غوښتنو او ذاتى اغراضو په فكر کې وي ، د داسې عقل ميوه « اوهام او شكوك» وي ، او د ظلماتو[ تیارو] عالم د دې وطن دې او د غټي بدنامى باعث ګرځي .
 عقل جزوي اّفتش وهم است وطن
 زانكه در ظلمات شد او را وطن
 عقل جز وي عقل را بدنام كرد
 كام دنیا مرد را بى كام كرد
 [مثنوي ]
 ب ] ايمانى عقل : هغه عقل دې چې د انبیاء عليه السلام د لارښوونو په رڼا کې غور او فكركوي – د دې عقل د فكر دائره يواځې حيوانى ، جسمانى او مادې ګټې نه وي بلكه د دې اصلى توجه روحانى ، اخلاقي او د اّخرت د تلپاتې مصلحت په لور وي ، دا عقل د اطمينان او سكون باعث ګرځي، د نفس د غوښتنو څخه اّزاد وي او د زړه له پاره د څوکيدار حيثيت او مقام لرى
 عقل ايمانى چوشحنه عادل است
 پاسبان و حاكم شهر دل است
 عقل در تن حاكم ايمان بود
 كه هميش نفس در زندان بود
 [مثنوي ]
 مولانا روم رحمة الله عليه پخپل څلورم دفتر کې د انسان درى ډو لو نه بیان کړي دې :
 ا- پوره عاقل : چې د نبوت نور او د رسالت مشال له ځان سره ولري دغه انسان قائد او مشر وي .
 ب – نيم عاقل: چې د نور خاوند نبى صلی الله عليه وسلم د خپلو سترګو نور وګرځوي هرڅه د همغه نور په رڼا کې وګورئ او په هره معامله کې په هغه داسى باور وکړي لكه څنګه یې چې يو ړوند په خپل لارښود باندې كوي .
 ج – شقى لا شي [ بد بخت او بى كاره ] : چې بلكل جاهل او نا پوهه وي نه په خپله څه رڼا ورسره وي او نه بل د رڼا خاوند د خپل قائد په حيث منى .
 عاقل اّن باشدكه با او مشعل است
 او دليل و پيشواى قافله است
 د يګرى نيم عاقل اّمد او
 عاقلى را ديده خود داند او
 دست د روي زد چو كور اندر دليل
 تا بدو بينا شد و چست و جليل !
 و اّن خرى كز عقل چو سنکې نداشت!
 خود نبودش عقل و عاقل را كذاشت
 [ مثنوي څلورم دفتر ]
 مولانا روم رحمة الله عليه پوره عقل «عقل تمام» ته په بل ځاى کې «عقل كل ويلى» دې او د هغه رڼا يى د لمر سره مشابه کړي ده. دا عقل د مشكو په مثال دې او د عامو خلكو عقل د هغى د خوشبو يى په توګه دې.
 هست عقلى هم چو قرص اّفتاب
 هست عقلى كمتراز زهره و شهاب
 عقل هاى خلق عكس عقل او
 عقل او مشك و عقل خلق بو
 عقل كل و نفس كل مرد خدا است
 عرش وكرسى را مدان كزوي جداست
 مظهر حق است ذات پاك او
 زود بجو حق را و از ديګر مجو !!
 [ د مثنوي پنځم دفتر ]
د انساني عقل اصلى ځاى
 د پورتنى تفصيل څخه معلومه شوه چې د غزالى رحمة الله عليه د وينا له مخى ” عقل دورانديش ” او د رومى رحمة الله عليه د وينا له مخى” عقل ايمانى” په صحيحو معناو سره سليم عقل دې او د دې دكار صحيحه دائره دا ده چې هغه د الهي وحى په رڼا کې غور او فكر كوي نو كه چيرى عقل په خپله كفالت كولى نو الله جل جلاله به نه انبیاء رالیږلې وای او نه به يى كتابونه رانازل کړي وای ، په قراّن كريم کې د دې همدا حيثيت بیان شوي دې. د بقری د سورت د236 اّيت څخه تر241 اّيت پورى د مهر، طلاق او وصيت د ځینې احكامو د بیانولو نه وروسته يى فرمايلى دې چې :
 ( كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ ایاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ)
 [ په همدې توګه بیانوي الله جل جلاله تاسو ته خپل احكام ترڅو تاسې فكر وکړئ او پوه شئ ] .
 د نور د سورت د 58 اّيت څخه تر61 اّيت پورى د پردې اوڅه نورو كورني قوانينو د بیانولو وروسته يى فرمايلى دې :
 (كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ ایاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ )
 [ په همدې توګه بیانوي الله جل جلاله تاسې ته خپل احكام ترڅو تاسې فكر وکړئ او پوه شئ ] .
 د يوسف عليه السلام په سورت کې فرمايى چې:
 (إِنَّا أَنزَلناه قُرْآنًا عَرَبیا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ)
 [ مونږ نازل کړي دا كتاب په عربى ژبه ترڅو تاسو فكر وکړئ او وپوهیږئ ] .
 د دې ډول اّيتونو څخه مقصد دا دې ، چې د الهي وحى څخه اّزاد انساني عقل معتدل ، برابر او گټو ر قانون نه شي معلومولى. د عقل اصلى كار دا دې چې هغه د الله جل جلاله د پولو دننه غور او فكر وکړي ، بلكه د الهي د وحى او دانبیاو عليهم السلام، د لارښوونوو پرته په اّزادۍ سره فكركوونكو او د خپله ځانه كومه لاره پلټو نكو ته قراّنكريم سفهاء يعنى بى عقله ويلى دې 7.
 په طبيعى علومو کې د عقل او تجربى څخه حقايق تر يوي اندازى پورى را برسيره کیږي ، خو د الهیاتو او اخلاقیاتو په دائره کې انساني عقل ته هیڅ مستقل حيثيت نه دې وركول شوي ، بلكه د هغه څخه د غلطى كيدلو امكانات په هر وخت کې موجود وي .
 امام غزالى رحمة الله عليه فرمايى چې كله ما د علم الکلام څخه وروسته د فلسفى مطالعه مستقيماً پيل کړه نو دډیرې ژورى مطالعى څخه وروسته زه دې نتيجى ته ورسيدم چې : (حتى اطلعت على ما فيه من خداع و تلبيس و تحقيق و تخييل اطلاعا لم اشك فيه )
 [ حتى چې زه د فلسفى د هرڅه نه خبر شوم په هغه کې يوڅه فريب او غولول دي ، يوڅه صحيح خبرى په کې هم شته اوڅه په کې تخيل دې . ما ته په دې اړه داسې کره معلومات تر لاسه شول چې هیڅ ډول شك پرې نه شم کولاې ] 8.
 امام فخرالدين رازى رحمة الله عليه چې په 606 هجرى قمر ى كال کې مړ شوي او د فلسفى او منطق استاد و په دې هكله يى نزدې دوه زره كتابونه لیکلي دې . هغه د خپلو لیکنو په پایلو کې دې ځاې ته ورسيدچې 🙁 لقد اختبرت الطرق الکلاميه و المناهج الفلسفيه فلم اجدها تروي غليلا ولا تشفى عليلاورئيت اقرب الطرق طريقه القراّن)
 [ ما د علم کلام او فلسفى ټول لارې ازمییښت کړي چې يوه يى هم نه دكوم سړي تنده ماتولاې شي ، او نه د كوم ناروغ علاج كولى شي، ما وليدله چې نزدې او اّسانه لاره د قراّن لار ده ]9.
 ابواسحق الشاطبى رحمة الله عليه فرمايى چې : (قد علم بالتجارب و الخيره الساريه فى العالم من اول الدنیا الى اليوم ان العقول غير مستقله بمصالحها استجلابا لها ومفاسدها استدفاعالها)
 [ د دنیا د پيل څخه تر اوسه پورى د تجربو او علم په رڼا کې دا ثابته شوي چې عقول د مصالحو د لاسته راوړلو او د مفاسدو څخه د ځان ساتلو په لړ کې مستقل قوت او استعدادنه لرى 10].
 د علامه اقبال رحمة الله عليه په شان فيلسوف هم په دا رنګه ويلو مجبور شوي دې .
 عقل بى مايه امامت کې سزا وار نهين
 راهبر هو ظن و تخمين تو زبون كار حیات
 خرد کې كهتیان سلجها چكا هون
 ميری مولا مجهی صاحب جنون كر
 پړه لیا مين نی علوم شرق و غرب
 روح مين باقى هی اب تك درد وكرب
 عالم هی غلام اس كی جلال ازلى كا
 اك دل هی كه هر لحظه الجهتا هی خرد سی
 [ يوازى په نوم او بى ګټې عقل د امامت او مشرۍ وړنه دې ، ځکه كله چې لارښود گمان او خیال شي نو بیا ژوند د تباهۍ په لور روان شي، د عقل د ټولو نغښتو او تاوو راتاوو پړاونو څخه تير شوي يم نو اى زما مولا ما اوس د ليونتوب خاوند کړه ، ما د ختیځ او لويديځ ټول علوم ولوستل خو زما په روح کې تر اوسه پورى درد او تكليف پاته دې ، ټول پيدایښت د هغه د ازلى جلال غلام دې يوازى زړه دې چې په هر وخت کې د عقل سره په جګړه بوخت وي ] .
د عقلى دلائلو تفصيل
 لومړې دليل :
 (الا لَهُ الْخَلْقُ وَالامر)
 [د الاعراف سورت 54 اّيت ]
 د الهي حاكميت تر ټولو لومړې عقلى دليل : هغه څوک چې خالق دې هغه مالك هم دې او څوک چې مالك دې هغه حاكم هم دې نو څرنګه چې دا ټول مخلوق د الله جل جلاله پيدایښت دې نو له دې امله دهمغى قانون پرې هم نافذیږئ . عقل هیڅکله دا خبره نه منى چې يو شي دې يو سړي جوړکړي خو هغه دې د بل چا په ملكيت کې وي ، مګركيداى شي چې د مالك په اجازه بل څوک د هغه په ملكيت کې تصرف وکړي، خو مستقل بالذات مالك همغه دې چې خالق يى دې او دا حقيقت چې په غلام او مملوك باندې يواځې د هغه د مالك او اّقا حكم بايد نافذ شي يو داسى حقيقت دې چې د بديهى عقل څخه ثابت شوي دې ، او د معلومولو له پاره یې ډیر غور او فكر ته اړتیا نه شته ، په انسان باندې د انساني عقل جوړکړي قانون نافذول د حريت ، اّزادې او د انساني شرف په خلاف كار دې . په اسلام کې د اّزادې تصور دا نه دې چې يوقوم دې د بل قوم د غلامۍ څخه یا يو مملكت دې د بل مملكت د غلامۍ څخه اّزاد شي، بلكه حقيقى او صحيح اّزادې دا ده چې يو انسان د بل انسان د غلامۍ څخه اّزاد شي ، او د خپل حقيقى خالق غلام وګرځي .د خپل مملكت او قوم د جوړ شوي قانون پيروي كول غلامې ده .
 اّزادې خو دا ده چې انسان د مخلوق د غلامۍ څخه اّزاد شي او د خپل خالق غلامې اختیار کړي ، لكه څنګه چې علامه اقبال رحمة الله وايى :
 تا نه رمز لا اله اّيد بدست بند غير الله را نتوان شكست
 [ د لااله رمز په دې کې دې چې د الله جل جلاله پرته د هر چا د غلامۍ زنځيرونه ور مات کړل شي ] .
دوهم دليل :
 ( یاأَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمْ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ)
 [د فاطرسورت 15 اّيت ]
 انساني عقل مخلوق دې او د مخلوق په فطرت کې فقراو احتیاج شامل دي نو په دې خاطر عقلى قانون د نقص عيب او غلطۍ څخه پاك نه وي ، خو د الله جل جلاله ذات غنى او صمد دې يعنى د هر ډول احتیاج څخه پاك دې نو له دې امله د هغه قانون هم د هر ډول عيب او نقص څخه پاك دې. هغه څوک چې د هرى او د الله جل جلاله نه منكر نه وي هغه د دې خبرى په منلوکې هیڅ ډول ځنډ نه كوي . الله جل جلاله نه په خپل وجود کې چا ته محتاج دې او نه په خپل علم کې كوم معلم او اسبابو ته ضرورت لرى ، خو انسان په خپل وجود کې هم فقير او محتاج دې او د خپل فكر او تعقل له پاره هم د علم اسبابوته اړ دې ، د ده د معلوماتو ذريعه پنځه حواس دي چې هغه د غلطۍ څخه نه شي پاكيدلى ، د همدې حواسو په اساس د عقل ادراك او تفكير پوره او مستقل نه وي ، او د ناكافى ادراك په اساس د مصالحو قطعى او پریکنده پوهه لاس ته نه شي لاس ته راتلاې ، ډیر تر ډیره گمان او قیاس كيداى شي .
 د تجربى او احساس په بنسټ انساني عقل د طبيعى او ساينسى علومو په چوكاټ کې كار کولاې شي،خو د اخلاقیاتو او اجتماعیاتو په چوكاټ کې تجربه او احساس هم كار نه شي کولاې ، دا په دې خاطر چې اخلاق او تمدنى قانون د احساس قابل شیان نه دې ، بلكه دا معنوي امور دې ، او تجربات په مادې او حسى امورو کې كيداى شي، نو كه يو څه معلوم هم کړي نو د غلطۍ څخه خالى نه وي . نو د دې علتونو په اساس عقل د خپلى بى وسۍ ، كمزورۍ او فقيرۍ ګواهي وايى ، او دا عرض كوي چې هغه چا چې زه پيدا کړې يم نو همغه دې ووايي چې ګټور څه دې او غيرګټور كوم دي؟ په څه کې مصلحت دې او په كوم کې ضرر ؟ او ټولنيز ، اقتصادې او تمدنى اړيکې د كومو لارو له لارې ټینګیداې شي ؟ نو د انساني عقل د دغى فقر او احتیاج په خاطر الله جل جلاله د عقل د لارښوونى له پاره انبیاء عليهم السلام راواستول اوكتابونه ئى رارلیږل .
درېيم دليل :
 ( وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ )
 [ د البقره سورت 216 اّيت ]
 كه څه هم انسان د ماضى اوحال په هكله يو څه ناڅه علم لري خو د مستقبل په هكله په هیڅ نه پوهیږي خو د الله جل جلاله علم په ماضى ، حال ، مستقبل درى واړو باندې يو شان محيط دې ، ناقص او ناتمام شیان د پوره شي په مقابل کې نشت شمیرل کیږي ، نو په دې اساس د انسان علم د الله جل جلاله د علم په مقابل کې په نشت برابر دې . پخپله د عقل ګواهى دا ده چې د نيمګړي علم جوړ شوي قانون نيمګړى وي او د پوره علم جوړ شوي قانون مكمل وي او د كامل په مقابل کې د نيمګړى قانون اختیارول د عقل غوښتنه نه ده . بلكه ډیره لويه بى عقلى او سفاهت دې ،د نمونى په توګه ، سود، جواري ، شراب ، نڅا د انفرادي ملكيت خاتمه یا چا ته د غيري مشروط حاكميت حق وركول ، دا هغه امور دي چې په ښکاره توګه عقل ته ګټور ښکارى خو د تجربو په واسطه دا معلومه شوه چې دا تباه كونکې شیان دي او نن د هغى د تباهۍ څخه عقل په تنگ راغلي .
څلورم دليل :
 ( وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لامَّارَةٌ بِالسُّوءِ الا مَا رَحِمَ رَبِّي)
 [د يوسف سورت 53 اّيت ]
 انساني عقل د نفسى غوښتنو او د خپل غرضۍ څخه پاك نه دې ،پرته د هغوخلكو څخه چې الله جل جلاله پرى رحم کړې وي ، نو په دې خاطر د هغوی جوړ کړې قانون هم د خپل غرضۍ څخه پورته نه وي ، خو الله جل جلاله هیڅ ذاتى غرض نه لري او نه د كومى طبقى یا انساني نسل سره د خپلوی كومه ريښه لري . نو په دې خاطر د هغه قانون د ټول انسانيت د فلاح او سو کالۍ ضامن دې چې خالص د انصاف په اصولو جوړ شوي دې .
 د نفس غوښتنه په دوه ډوله ده ” (۱)بهيميه او” (۲)سبعيه “
 د بهيمى [ حيواني ] د غوښتنې خاصيت حرص دې او هغه غواړي چې د حلالو او حرامو ، نيکۍ او بدۍ بنديزونه لرى شي . خو سبعيه [ څيرونکې ] خاصيت تكبر او غرور دې ، او غواړي چې د ظلم اّزادې دې موجوده وي ، نو د داسى شخص له نظره ، قتل ، غلا، وهل، ټكول يوه تفريح ، بهادرى او [نارينتوب] دې ، د مزدورانو او لاس لاندې كسانو څخه بيګار اخستل اودهغوی په ګټه عيش كول، د دې حيوان صفته انسان له نظره د عزت اوشرافت نښه وي ، دا دواړوه مرضونه او یا داسى نور چې په چا تسلط پيدا کړ ي ، نو د هغه زړه ته د مريض زړه ، د متكبر زړه او د غافل زړه ويل کیږي، د قراّن كريم په 62 ځايونوکې د عقل او د زړه ناروغتیاو ته اشاره شوی ، فیلسوفانو او حكماو هم دا [ د زړه مرضونه] تسليم کړي دي.
 د اسلامي شريعت او د انبیاو د تعليم څخه اّزاد فكركونکي عقل ته د دې ناروغتیاو څخه د خوندي پاته كيدو هیڅ ضمانت نه شي وركول كيداى، دا په دې خاطر چې د هغه شاو خوا د حرص ، هوا او غرور او تكبر تیارو نيولى ده او په دې تیاروکې راګير شوي عقل څخه دا توقع كول ، چې حقيقى او په عدل او انصاف ولاړ قانون به جوړکړي ، يو خام خیال دې او يو بى ځايه او بى بنیاده حسن ظن دې . كه چيرى د پانګه والو او شتمنو په لاسو کې واکمني وي ، نو هغه به د مزدورانو ، زحمت ويستونكو ، د هقانانو او غريبو د استثمار له پاره قانون جوړ کړي او كه همدا اختیارات بلى طبقى ته ورکړل شي نو هغوی به د خلكو د حلالى ګټې د شكولو له پاره غورځنګو نه پیل کړي .
 بیا به پښتون د خپل قوم په فكر کې وي ، پنجابى به د خپل قوم … عرب به عجمى له نظره وغورځوي او نه به عجمى د عربو د گټو فكر وکړي. . مګر الله جل علی شانه د خپل ټول مخلوق د ګټې او مصلحت له پاره احكام را نازل کړي دي .
پنځم دليل :
 (وَإِنَّ الدَّارَ الاخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)
 [د يوسف سورت 53 اّيت ]
 د انساني عقل جوړ شوي قانون يوازى د دينوي مصالحو له پاره تیاریږي، خو د الله جل جلاله نازل کړي قانوند دواړو دارينو د نيك بختۍ او د معاش او معاد دواړو د صلاح او سوکالۍ ضمانت وركوي.. دينوي ژوند د پرلپسې ژوند يواځې يوه دوره ده او مر گ يو ګوډ [ موړ] یا پل دې چې انسان ترى په تيريدو سره د ژوند بل تلپاتې دور کې داخلیږي څرنګه چې دنیا زمونږ د سترګو ترمخ ده نو په دې خاطر مونږ د دې څخه څه ناڅه علم د عقل او تجربى په واسطه لاس ته راوستلى شو ، خو عقل دا نه شي معلومولاى چې څه توګه اعمال اّخرت ته ګټه رسوي او څه توګه اعمال هلته د تباهۍ او بربادۍ باعث ګرځي. څرنګه چې د الله جل جلاله ذات په هرڅه عليم دې نو په دې خاطر د هغه نازل کړي قوانين هم د دواړو جهانو د نيك بختۍاوكامیابۍ سبب ګرځي .
شپږم دليل:
 (وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا)
 [ د البقره سورت 143 اّيت ]
 عقلى قانون د افراط او تفريط څخه خوندي نه وي . خو د الله جل جلاله نازل کړي قانون په اعتدال او برابرى ولاړ دې او اعتدال او برابروالى د افراط او تفريط نه غوره اوبهتر دې. انساني عقل اعتدال ته راوړل كه نا ممكن نه وي نو ستونزمن خو ضرور دي ځکه چې د هغى سره جوش او جذبه خامخا د تشدد په لور ميلان لري ، په پخواني مصري تهذيب او يوناني رومي تمدن کې ماده پالنه او حيواني غوښتنې او د جسماني ضروریاتو افراط او د روحانيت تفريط موجود و ، او د هغى زیادښت اوكمښت د انسانانو څخه ځناور او څيرونکې جوړکړي وو، د بلى خوا رهبانيت ، او د جاهلو صوفیانو تصوف د جسم د ازارولو دوهمه انتها وه . دا د اصلاح په ځاى د وژنى او د ظلم دوهم ډول و . ښکاره ده چې د الله جل جلاله نعمتونه په خپل ځان حرامول ، خپلی جسمانى وړتیاوي او صلاحيتونه تباه كول او د دنیا د تعمير او جوړونى پر ځاى د هغى د ترك كولو رويه اختیارول ، اصلاح نه بلكه ورانول دي. عدل نه ، بلكه ظلم دې ، د نفس وژنه او د جسم تباهى ده ، خو د خپل جوړکړي روحانيت بیرغچیان دډیرې مودې وروسته بیا بلى انتها ته ور رسیدل ، او په ليدو ليدو کې د فقيرى دا ځالى ، شاهى دربارونه وګرځېدل ، د هغوی عبادت ځايونه په قارون خانو بدل شول. په غاړوتلونکې اموخته خلك كله هم منځنۍ لار نه غوره كوي او نه په غاړوتلونکې خلك د تباهى په كندو کې د لويدو څخه ځان ژغورلا ى شي .
 د اوسنى وخت د دوه لويو نظامونو هم همدغه حال دې. په پانګه وال او سرمايه لرونکې نظام کې وګړي ته د غير محدود او غير مشروط ملكيت حق ورکړ شوي ليكن په اشتراکې نظام کې د وګړي ملكيت او نور ټول حقوق یې له يوه سره ختم کړ ي دي .
 په يوه نظام کې د وګړي په حقوقوکې افراط او په بل کې تفريط دې ، خو عليم او حكيم الله جل جلاله په اسلامي نظام کې د اعتدال او برابرى منځینې لار اختیارکړي ده كه عبادات دې یا معاملات ،كه سیاسیات دې یا تعزيرات ،كه اخلاقیات دې یا د صلح او جنګ قواعد، د عقائدو څخه تر اعمالو پورى د اسلام هرحكم ، هر قانون او هر هدايت په اعتدال ولاړ دې او معتدل او برابر نظام هیڅکله د ظلم او فساد ذريعه نه ګرځي .
اوم دليل :
 (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلاتَفَرَّقُوا)
 [د ال عمران سورت 102 اّيت ]
 عقلى قانون د اتحاد په ځاى د افتراق اوبیلتون سبب ګرځي. دا ننۍ نړۍ د همدې عقلى او وضعى نظامونو په اساس په اختلافاتو او وينى تويولو کې بوخته ده ، خو د الله جل جلاله نازل کړې قانون د اتحاد ، يووالى او ورور ولۍ بهترينه او پایښتناكه ذريعه ده . په انساني فهم او عقل کې توپير يو لازمى شي دې همدا علت دې چې د اول نه نيولى تر اوسه پورى عقلاء فلاسفه او مفكرين هیڅکله هم يو شوي نه دي . د يونان د اوه ګونو حكماؤ چې د« اساطين سبعه » په نوم هم یادیږي ، ترمنځ په ځینې بنسټيزو مسائلو کې ډیر زیات اختلاف موجود و .
 علامه شهرستانى رحمة الله عليه د« الملل » په دوهم ټو ک کې د 61 مخ څخه تر95 مخ پورى يعنى پوره 34 مخو کې د هغوی نظریات را اخستى دې. او د اروپا د نورو فلسفیانو د اختلافاتوڅخه خو نن هر يو تعليم یافته وګړى خبر دې. د همدې عقلى توپير په اساس نن بشريت په زرګونو ټو ټو ويشل شوي دې. بت پالونکې ، وطن پالونکې ، سيكولريست ، سوسیاليست ، فاشست …. هغه ټو ټي او طبقى دي چې بنى نوع انسان ئى د همدې عقليت پالنې په اساس ویشلې دې او كه نه نو ” كان الناس امة واحدة ” ټول بشريت په يوي عقيدې و ، او هغه د الله جل جلاله د حاكميت عقيده وه ، د اسلامي نظام په بنسټیز اصولو کې خو د سر د ویښته په اندازه هم اختلاف نشته او كوم چې په فروعى مسائلو کې موجود دې ، هغه د [ اختلاف تنوع ] د ألى څخه دې يعنى په يوه كارکې يى څو طريقى ښوولى دې چې ټولى روا دې . د دې فروعى مسائلوپه اساس د افتراق پيدا كول د نفس د غوښتنې پيروي ده نه د اسلام پيروي .
اتم دليل :
 ( وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ )
 [د البقره سورت 165 اّيت ]
 د عقلى او وضعى قانون سره د انسان د زړه مينه نه پيدا کیږي ، همدا علت دې چې فلسفیانو په نړۍ کې کرکې كولو ته پرمختګ ورکړي و . مګر تر اوسه يى د خلكو زړونه لاس ته نه دې راوړي .
 خو د شرعي او الهي قانون سره د ايمان د خاوندانو د زړه مينه او محبت وي او د هغى پيروي كول عبادت او د ثواب كارګني ، هر څوک په دې پوهیږي چې هرهغه څه چې په زړه کې ځاى پيدا كولى شي نو انسان د هغه د لاسته راوړو په خاطر سر وركولو ته هم تیاریږي ، نو ښکاره ده چى د قانون د حكمرانۍ د قايمولو له پاره هیڅ حكومت د چا په كوراو سر د پوليسو پيره نه شي درولاې تر هغه پورى چې په زړه کې د قانون احترام موجود نه وي ، نو مجرم په مختلفو قسمونو خپل ځان د قانون د پنجى څخه په څنګ كولى شي ، د امريکې ، انگلستان ، فرانسى او د اروپا د نوروهیوادنو پوليس تجربه لرونکې هم دي او د نوو وسايلو خاوندان هم دې خو د دې سره سره بیا هم په دې هيوادونو کې د قانون ماتونى او نورو جرمونو زیاتوالى ورځ په ورځ صورت نيسى ، د قانون سره مينه د قانون جوړونکي سره د مينى پایلې وي ، څرنګه چې د الله جل جلاله او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم سره مينه ، د ايمان نښه ده نو په دې خاطر د هغه د جوړکړي قانون سره مينه هم د ايمان نښه او جز دې ، چې د هغى پابندې د مسلمان د زړه او ايمان سره ټينگ اړيکي لري .
د عقل د حاكميت او لين مخترع ابليس دې
 كله چې الله جل جلاله حكم وکړ چې اّدم عليه السلام ته سجده وکړئ نو ملائكو بى د څه ويلو څخه حكم و مانه او سجده ئى وکړه ځکه چې هغوی عقل او راى ته د حقيقى حاكم په مقابل کې هیڅ اهميت نه وركاوه خو ابليس د الله جل جلاله د حكم د منلو څخه په دې اساس ډه ډه وکړه چې دا حكم دهغه د عقل په خلاف و ، او ویې ویل چې زه د اورڅخه پيدا شوي يم او اّدم د خټي څخه پيدا شوي دې او د خاورو تر مخ ټیټيدل د عقل نه لرى ده. ملائکې د الله جل جلاله منونکې دې او لعين ابليس د عقل د حاكميت قائل و. علامه شهرستانى رحمة الله عليه فرمايى چې : (په مخلوق کې د ټولو نه لومړې شبه ابليس لعين را پيدا کړه هغه د الله جل جلاله د حكم په مقابل کې عقل مستقل وګاڼه نو د نفس د غوښتنې پسى ولاړاو د خپلى تخليقى مادې په اساس يى لويي وکړه 11.)
 د الهي حاكميت منونکي د ملائكو تابع دي او د عقل د حاكميت منوونکې د لعين ابليس تابع دې .
دوهم اصل « شورى»
 د اسلامي حکومتي نظام او اسلامي سیاست دويم بنسټیز اصل شورى ده ، يعنى د اسلامي ریاست مشربه هم د مسلمانانو د باورى وکیلانو څخه د جوړې شوې شورى له خوا ټاكل کیږي ، او د ټاكلو وروسته به ټولى مهمى او ارزښتناكه پریکړى د همدې مجلس د تائيد وروسته صورت نيسي نن سبا مسلمان سیاست پوهان شورائيت ته اسلامي جمهوريت وايى.
 د عربى ادب ، حديثو او فقهى په كتابونوکې د جمهوركليمه د غلبى او اكثريت په معنا استعمالیږي ، د سنن ترمذى په يوه روايت کې هم ” فى جمهور من العرب ” كليمه راغلى ده 12.
 خو د اوسنى وخت د جمهوريت رواج شوي كليمه د عربى ژبى د ډكشنرۍ (Dictionary )څخه نه ده اخستل شوي بلكه د [ ډيموكراسى Democracy] د يونانى كليمى څخه اخستل شوې ، چې د هغى اصول تر پايه د اسلام په خلاف دي ، لكه څنګه چې ترمخه مو ولوستل چې د اسلامي جمهوريت اصطلاح خو حرامه نه ده خو د غلطۍ څخه د خوندي کيدو له پاره صحيح اسلامي اصطلاح ” شورائيت ” ده. دا اصطلاح د قراّن او سنتو او همدا توګه د راشدينوخلفاو د سنتو سره مطابق ده چې د دې نه په خلكوکې د مطلق العنان حاكميت او بى قيده اّزادۍ د مشركانه فكر د پيداكيدو خطره هم نه شته .
 څرنګه چې «سدباب الذريعه» [ د غلطيو او بديو دروازى بندول] د شريعت مستقله قاعده ده نو د دې قاعدې له مخى د جمهوريت دکلیمي داستعمال پريښودل او په ځاې دشورائیت د کلیمي استعمالول په کاردي ځکه شورائيت(Consultation) بهترينه او مناسبه اصطلاح ده .
د شورى په هكله قراّنى اّيتونه
 (فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنْ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لا ْنفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الامر فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ ) [د ال عمران سورت 159 اّيت]
 [ اى پيغمبره ! دا د الله جل جلاله لوری رحمت او پیرزوینه ده چې ته د دې خلكو له پاره ډیر نرم خويه جوړ کړل شوي يي، كه داسى نه واى او ته توند خويه وی او سخت زړى وي نو دا ټول به ستا له شاو خوا نه خواره شوي وو نو هغوی معاف کړه ، او د هغوی د خطاو بښنه د الله جل جلاله نه وغواړه ، او د دين په چارو کې هغو ته هم په مشوره کې برخه ورکړه ، بیا چې ستا اراده پر كومه رايه ټينګه شي نو پر الله توكل وکړه ، د الله جل جلاله هغه خلك خوښیږئ چې د هماغه په ډاډینه كار كوي ] .
 ابن منظور رحمة الله عليه لیکي چې : (الامرنقيض النهى …. والامرالحادثه)
 [ امر د نهى په مقابل کې دې او د امرمعنا حادثه او واقعه هم راځې 13].
 د لغت د امامانو د دې تشريح څخه معلومیږي چې [د امرمعنا حكم او حكومت هم راځې او د مهمو او د[ مهتمم بالشان واقعى] په معنا هم استعمالیږي ، او د اّيت مفهوم دا دې چې اى نبى ! د حكومت په چارو کې او د مهمو پیښو په اړه د صحابو سره مشوره كوه .]
 ابن جريرطبرى ،امام جصاص حنفى ، امام بغوي ، امام فخرالدين رازى رحمة الله علیهم، امام قرطبى ، علامه نسفى ، علاوالدين بغدادې ، قاضى ثناء الله پانى پتي او علامه الوسى رحمة الله عليهم ، دې ټولو په خپلو تفسيرونو کې لیکلي دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د مشورى د اخستوحكم په دې خاطر ورکړ شوي و چې امت ته د شورائيت سلسله سنت پاته شي، ترڅو راتلونکې کې امت د اّمريت په لاره ولاړ نه شي ، او د شورائيت په شرعي قاعدې باندې ټینګ او مستحكم واوسي. د ذكر شوو مفسرينو رحمة الله عليهم څخه د ځینو اقتباسات را نقلوو :
 ( ليتبعه الموْ منون من بعده فيما حزبهم من امر دينهم و يستنوا بسنته فى ذالك و يتحذوا المثال الذى راوه يفعله فى حیاته)
 [ د مشورى اخستولو حكم له دې امله ورکړل شوي و چې ترڅو راتلونکې د ايمان خاوندان په مشورى اخستوکې د هغو دينى چارو په هكله چې هغوی ته پرمخ کې راځي، د هغه صلی الله عليه وسلم پيروي وکړي او په دې هكله د هغه سنت د خپل ځان له پاره نمونه وګرځوي ، او همدا نمونه چې هغه خپل ژوند کې پرى عمل کړي و د خپل ځان تګ لاره وټاکي 14[.
 (اراد ان يستن به من بعده )
 [ د حكم وركولو مقصد دا و چې د مشاورت په سنت کې امت د هغه پيروي وکړي 15].
 د وخت بيهقى قاضى ثناء الله پانى پتى رحمة الله عليه فرمايلى دې چې : (تمهيد لسنه المشاوره لامه)
 [ دغى حكم په امت کې د مشاورت د سنت له پاره بنسټ كيښود] 16.
په نبوي دورکې د شورى تاريخى غونډې
 معاذ بن جبل رضی الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه نقل کړي دې چې : (انى فيما لم يوح الى كاحدكم)
 [ په كومو چارو کې چې وحى نه وي راغلي نو په هغوی کې زه ستاسې په شان يو انسان يم ] 17.
 امام جصاص رحمة الله عليه چې په 370 هجرى قمري كال کې مړ شو فرمايى : (رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د مشورى حكم د هغو دينى امورو په هكله ورکړل شوي و چې د هغو په هكله د الله جل جلاله له طرفه روښانه لارښوونه نه وه شوې او په هغو دنیا وي او انتظامى امورو کې هم ورته د مشاورت حكم شوي و چې د هغه بنیاد په راى او غالب گمان ولاړ وي 18.
 رسول الله صلې الله علیه وسلم به د هرى غيرمنصوص او مهمى معاملى په هكله مشوره كوله كه څه هم هغه امور دينى احكامو پورى تړلى و ، جنګ پورى تړلى و اویا ئى د انتظامى معاملات پورى اړه درلوده ، دلته د نمونې په توګه لس تاريخى نمونى وړاندې کیږي چې په کې ځینې داسى مثالونه هم شته چې ور څخه دا په ډاګه کیږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د شورى د راى په مقابل کې خپله راى پرى ایښې ده .
پاته په شپاړسمه برخه کښي ولولئ….