کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د زړه دناروغانو سره د مرستي په هيله

د زړه دناروغانو سره د مرستي په هيله

کله چی می د رسنيو دلاری د زړه دناروغيو په اړه څه ليکلۍ معلومات تر سترګو شی ٫ نو سترګې نه تری پټوم اوتر وسه وسه يی په غور سره لولم . داځکه غواړم خپله هغه وعده پرځای کړم ٫ چی د زړه بای پاس عملياتو وروسته می له ځانه سره کړی وه . لدی نه مي موخه داده چی ددغی ناروغۍ په اړه ټول هغه نوی انکشافات چی زما پلاس راځی ٫ خپلو وطنوالوته يی د دوی سره د مرستی په هيله ورسوم .


 دادې په لړ کی د Urban پنامه ډنمارکی ژبې ورځپاڼې په ٢٨ – ١ – ٢٠٠٩ نيټه ددی هيواد د Arhus ښار دانجينری پوهنځۍ د دوو تنو محصلانو پلاس د يوی الې د جوړولو خبر خپور کړيدی چی د زړه په پرانيستوعملياتو کی د ناروغانو سره خورا ګټوره ارزول شويده .


 دانوی جوړه شوی پيچکارۍ ته ورته اله د ( زړ ستن ) پنامه نومول شوی او بنسټيزه دنده يی د زړه د پرانيستوعملياتو پر وخت د ناوړو اختلالاتو د راپيښيدو کمول دی . اله ديوه ٢٠ سانتی متره اوږده پلاستيکی نل نه جوړه چی په سر کی يی د قيف ډوله فلزی نل يوه ټوټه نصب ده . دا به په نړۍ کی لومړنۍ اله وی چی د زړه دعملياتو پرمهال به وينه د ناروغ په رګونو کی په مناسب ټيټ سرعت سره پمپ کړی . داکار اوس ديوه ماشين په مټ تر سره کيږی چی دعملياتو په وخت د زړه او سږو دواړو کار تری نه اخلې او له لاری يی وينه په رګونو کی په لوړ سرعت سره پمپ او دبدن نورو غړو ته رسوی .


 دنوې الې په کارولو سره هغه رسک ياخطر کميږی چی د زړه دعملياتو لامله په مغز کی د وينې د رګونو بنديدل رامنځته کوی . د احصايی له مخی دامهال په هرو سلو ناروغوکسانو کی چی د زړه د پرانيستوعملياتوسره مخامخ شويدی ٫ تر٢ – ٣ نفرو پوری يی په مغز کی د وينې د رګونو د بنديدلو سره لاس او ګريوان دی چی داپخپله دژوند دپاره يوه خطرناکه ناروغی ده . د زړه دعملياتو جراحان داګړۍ پراخه تجربه او لازمه وړتيا لری ٫ خو ددی سره سره بياهم عمليات کله ناکله د جدی او خطرناکو اختلالاتو سره مخامخ کيږی چی له کبله يی په مغز کی د وينې د رګونو بنديدل منځته راځی . د الې جوړونکی او همدارنګه اړوند ماهران هيله من دی چی اله به يی په کمښت او مخنيوۍ کی ګټوره تمامه شی .


 دنوموړو رګونو د بنديدو علت دادی چی اوسنې موجودی الې د پرانيستوعملياتو پروخت کله چی زړه له فعاليته لويدلې وی ٫ وينه د بدن په شريانوکی په ډير شدت سره پمپ کوی او داکار د وينې ديوی وړوکې برخی د غلظت او کلکيدو سبب ګرځی چي دغه د وينو کلکی شوی کوچنۍ ټوټې بيا دمغز په وړو رګونو سره راټولي اورسوب کوی . پدی توګه په نوموړو رګونو کی د وينو د جريان لاره بنده او جدی خطر منځته راوړی .
 دا اله داسی ډيزاين شويده چی اړوندجراحان په ډيره اسانۍ سره ورڅخه ګټور کار اخيستلای شی ٫ داځکه په اله کی داسی فلز کارول شويدی چی د تيتانيوم او نيکل يو مخلوط دی او ددغه ترکيب له مخی د الې کاری وړتيا لوړه ګڼل شويده .


 د ستني دکاري وړتيا ازمايل :


 د Arhus ښار نژدی ټول دولتې روغتونونه داړوند پوهنتون سره په تړاو کی کار کوی او يو لدغو څخه هم د سکايبو Skejby پنامه روغتون دی چی د اروپا په کچه په نوی پرمختللې تکنالوژۍ سره سنبال او د ډيرو ماهرو ډاکترانو په درلودلوسره دپياوړو روغتونو په ډله کی راځی . ددی دپاره چی دستنې کاری وړتيا معلومه شی ٫ نوی جوړه شوی اله په نوموړې روغتون کی په تجريبوی توګه د خوګ پر زړه باندی وازمايل شوه . ددی موخی دپاره دخوګ زړه پدی خاطر مناسب ګڼل کيږی چی اناټوميکې ځانکړتياوی يی دانسان د زړه سره خورا زيات ورته والۍ لری . ازمايښت وښوده چی د الې کاری وړتيا په پوره کچه لوړه ده ٫ خو د لاښه کولو پخاطر يی نوری هلې ځلې هم ترسره کيږی . پدی ځای کی غواړم دفرصت نه په ګټه اخيستلو سره خپل يو اخلاقی دين هم اداکړم او هغه داچی زما دزړه بايپاس عمليات هم پدغه روغتون کی ددوی د ماهرو ډاکترانو په مهربانو لاسونو سره ترسره شوه ٫ پدی خاطر خپل دين ګڼم د روغتون داړوند پرسونل د پوره زړه سوې او روغتياپالنې نه منندوي اوسم او ورته دلازياتو برياليتوبونو غوښتنه وکړم .


 د يادونې وړه ده چی په ټولې نړۍ کی هره ورځ په منځنې ډول دوه زره ٢٠٠٠ د زړه پرانيستې عملياتونه سرته رسيږی او په ترڅ کی يی د هغو الو څخه کار اخلې چی د وينې دپمپ کولو فشار يی لوړ دی . دانسان زړه داستراحت پروخت په هره دقيقه کی پنځه ليټره وينه د بدن نورو غړوته پمپ کوی ( البته دکار يا سپورت پر مهال دپمپ کيدونکې وينې اندازه لدی زياته ده ). دا نژدی دومره وينه ده لکه د اوبو هغه مقدار چی ديوه معمولې نل دلاری په کورونو کی د اوبو له شيردهن څخه وځی . نوی اله بايد د لانورو هلو ځلو په پايله کی دومره وړتيا ترلاس کړی چی دعملياتو پرمهال چی بدن د بيهوښۍ او استراحت په حال کی دی ٫ پدغه کچه ( پنځه ليټره ) وينه دبدن غړوته ورسولای شی . د الې جوړونکې وايی چی دوی پر دغي موضوع باندی کارکړيدی څو دنوموړی الې په مټ د وينې دپمپ کولوهغه کچه را ټيټه کړی چی دامهال داوسنيوموجودو الو( ماشينو ) پواسطه په لوړ فشار سره ترسره کيږی او ديادو شوو خطرونو دراپيښيدو لامل ګرځی . داهغه څه دی چی پدی پروژه کی ديوی بنسټيزی موخی په توګه په پام کی نيول شوی او د الې ښيګڼې دنورو په پرتله زياتوی .


 د Arhus ښار دانجينرې پوهنځۍ اړوندو ماهرانو د Skejby روغتون د ډاکترانو سره دکلنو په موده اوږه په اوږه ګډ کار کړيدی او د زړه په عملياتوکی يی داوسنيو الونيمګړتياوی په غورسره څيړلې دی .


 لوړ معلومات د نوموړی ورځپاڼی له مخی لوستونکو ته وړاندی او هيله ده په ځانګړې ډول به دهغو وطنوالو د پاره يوه بله په زړه پوری هيله وګرځی چی له بده مرغه داګړۍ د زړه د دغی ناوړې ناروغۍ سره لاس او ګريوان دی .
په بشپړه پيرزوينه !