کور / هراړخیز / قندهار وليکو که کندهار؟

قندهار وليکو که کندهار؟

ليکوال: کانديد اکاډميسين محمد اعظم سيستانى
ژباړه: صالح محمد صالح

قندهار (کندهار) د افغانستان په جنوب کې د يوه مشهور حاصلخېز ولايت نوم دى، چې اوس يې د پخوا په پرتله ساحه کوچنۍ شوې ده. تر دې مخکې يانې د افغانستان تر خپلواکۍ مخکې زابل، ارزګان، هلمند او فراه ولايتونه په کندهار کې شامل وو، د اعليحضرت امان الله د حکومت پر مهال، د ګريشک او فراه اعلى حکومتونه ځنې بېل شول او د ظاهر شاه په وخت کې زابل او ارزګان ولايتونه هم له کندهاره جلا شول.
کندهار د مخامنشيانو په ډبرليکونو کې (هرااواتي Harauvati) چې د ارغنداب د رود نوم دى، ياد شوى دى. په اوستا کې د دې رود نوم (هراخواتي Haraxuati) راغلى او يوناني مورخينو د دې سيمې نوم (اراکوزيا) ليکلى او ياد کړى دى.
دلته سکندر مقدوني يوه پوځي قطعه جوړه کړه او (سکندريه اراکوزيا) نوم يې ورکړ. اراکوزيا) د (هراخواتي) يوناني تلفظ دى چې په سانسکرېټ کې (سراسواتي Sarasavati) راغلى دى. په پهلوي ژبه کې ورته (ارخوت) او په فارسي کې ورته (رخذ) او (رخذ) ويل شوى او عربانو هم دا پهلوي تورى (ارخوت) معرب کړى دى او د (الرخج) شکل يې ورکړی دی.
په منځنيو پېړيو کې د کندهار مرکز (پنجوايي) ښار و، چې نن د دې ولايت يوه ولسوالي ده (وګورئ: زرتشت و کشن زرتشتي، زما خپله ليکنه، افغان- جرمن انلاين ويبپاڼه)
خو کندهار، په اصل کې د پښتنو د يوې مشهورې قبيلې نوم دى، چې د کابل رود په سفلي سيمه کې مېشت وو، له ننګرهاره رانيولې تر پېښور او سنده پورې. هنديانو به ورته (ګنداري) يا (ګندهاري) ويل، د دوى سيمه يې (ګندهارا) بلله. يعنې مخکې تر دې چې دا قبيله د نورو اقوامو د يرغلونو په نتيجه کې له ګندهار څخه ارغنداب او ترنک ته په مهاجرت مجبوره شي، ځانونه يې کندهاريان او خپله سيمه يې کندهار نومولې ده.
يو هندى پوه اقتدار حسين صديقي ليکي:
”په لرغونو هندي او يوناني ليکنو کې پښتانه په (پاکتوس) (اوسني پښتون) او (اوسنى افغان ملت) په ”اوغنا“ ياد شوى دى. يونانى مورخ هرودت (٤٢٦- ٤٨٦تر ميلاد مخکې) دوى ”پاکتوس“ نومولي او يوه هندۍ قبيله يې بللې ده. هغه ليکي: ”هغه هنديان چې په کاسپاتوروس (پېښور) ښار او ”پاکتويکا) (اوسنۍ پکتيکا کې) اوسېږي، د پخوانيو هنديانو په پرتله په شمال او شمالي لوري ته نژدې ژوند کوي او د ژوند ډول يې باختريانو ته ورته دى. دوى په هنديانو کې ډېر جنګيالي دي. (افغانستان، جنګ او سياست، ٢٢٦مخ)
ارواښاد کهزاد د پکتانو په اړه وايي:
د پکتانو هغه قبيله چې له بخدي(اوسني بلخ) څخه د هندوکش جنوب ته راکښته شوې، په ويدي زمانه کې د سپينغر په دوو اړخونو کې مېشته شوه. په ريګويد سرودونو او سندرو کې هم د دوى يادونه شوې ده او د ريګويد سرودونو کتاب په دويم ټوک کې د پکتانو د پاچايانو له دې جملې ”توروايانا“Turvayana (توره وهونکى- چې يو پښتو تورى دى) يادونه هم شوې ده، په جګړو کې د دوى د بريا ذکر هم شوی دی.
يونانى مورخ هرودوت (٤٢٥- ٤٨٦ تر ميلاد مخکې) د ”پکتي“ يا ”پکتيس“ او ”پکتوس“ قوم يادونه کړې ده، چې د ژوند سيمه يې پکتيکا او پکتيا ياده شوې ده. د هرودوت د يادونې پر بنسټ څلورو مشهورو قبيلو ګندهاريانو، اپاريتيانو، ستاګيديانو او داديکانو له لاندېينو ځانګړتياوو سره په ”پکتيکا“ کې ژوند کاوه.
١. ګندهاريان Gandhari:
د ګندهارا اوسېدونکي وو، له کابله تر سنده پورې سيمه کې مېشت وو، دوى تل د کابل رود له ختيځې حوزې نورو سيمو ته کډوال شوي دي. له دې جملې د سراسواتي Sarsavati»   رود يا هراواتي  Harauvati (ارغنداب) رود حوزې ته، يانې د کندهار وادي ته،  کډه شوي دي.
ګندهاريانو د ارغنداب جنوب ته په خپل وروستي مهاجرت سره، چې د کوشانيانو د فتوحاتو له کبله ترسره شو [د لومړۍ ميلادي پېړۍ په پاى کې دويم کدفيزس او د کنيشکا راتګ١٦٠-١٢٠ ميلادي] له باختره يې تر سند پورې د بودا د «فـوFo» اوبو مهمه يادګاري کاسه  له ځانه سره له اندوس عليا (پېښور) څخه د ارغنداب وادي ته يووړه.
٢ ستاګيديان Satagydda :
د هېواد له لرغونو اقوامو څخه ګڼل کېږي چې ”هرودوت“ او بطليموس يې نومونه ياد کړي دي. هرودوت دوى په ګندهاريانو پورې اړوند ګڼلي چې په يوه ولايت پورې تړلي ګڼل شوي او وايي چې ستاګيديانو اراکوزي (کندهار) له خلکو سره اړيکې درلودې. د ”آندره برټلو“ په نظر، دوى د پاروپاميزس غرونو او هيرمند په څنډو کې ژوند کاوه چې اوس پرې غزنى ولايت اباد دى.
٣ اپاريتيان Aparitae :
هغه قوم و، چې د سپينغر په لمنو کې اوسېدل. ”بيلو“ د افغانستان د توکمونو (نژادونو) په کتاب کې  دوى د هيرودوت په استناد په پکتيا پورې اړوند ګڼلي دي، دا هغه سيمه ده چې د افغانستان جنوب لوېديځ تر سند رود پورې په بر کې نيسي. بيلو په خپل کتاب کې ”اپاريتيان“ همدا ”اپرېدي“ ګڼلي او اپرېديان نن د پښتنو له مهمو او لويو قبيلو څخه ګڼل کېږي چې د خيبر په دواړو څنډو کې ژوند کوي.
٤. داديکيان Dadicea :
هيرودوت يې د ژوند سيمه پکتيکا يادوي، له دې څخه ښکاري چې د پکتيانو (پښتنو) يوه څانګه وه او له ګندهاريانو سره يې نژدې تماس او تړاو درلود. کهزاد داديکيان تاجيکان يادوي (کهزاد: تاريخ افغانستان، لومړى ټوک، ٩١-٠٧ او ١٠٠ مخونه)
خو کانديد اکاډميسين ارواښاد نوميالى چې د افغانستان د قبيلو په اړه يې پراخه مطالعه درلوده ويل، چې تر اوسه داديک قبيله، په همدې نامه د پښين په کاکړستان کې ژوند کوي او په پښتو ږغېږي.
نامتو انګرېز محقق ”بليو“ چې د افغانستان د قبايلو او افغانانو په اړه يې ګڼ کتابونه ليکلي، د کندهار د نامه ريښې ته اشاره کوي او وايي چې په پنځمه او شپږمه ميلادي پېړۍ کې، دسکائي اقوامو د بريد په نتيجه کې په هند کې يو کتلوي مهاجرت وشو،  چې د هند له اندوس (سند) سيمې څخه يوه ډله هندي کډوال د هلمند وادي ته وکوچېدل، دوى په بودايي مذهب وو. دوى د سکائي د بريدونو له وېرې خپله بومي سيمه پرېـښوده او يوازې يې خپل يو سپېڅلى اثر يانې ”د بودا د اوبو لوښى“ له ځان سره راوړ.
دغه اثر (يو لوى ډبرين دېګ) چې تېز شين رنګ او مارپېچ شکل لري، چې ما په ١٨٧٢م کال د کندهار زاړه ښار ته نژدې په يوه کنډواله کې په يوه کوچني زيارت کې وليد.
بليو زياتوي:
هغه هندي کډوال چې له اندوس څخه مهاجر شول، په هلمند کې مېشت شول، چې د يوناني مورخينو له خوا په ګنداري او ولايت يې په ګنداريا ياد شو. هندو ليکوالو دوى ګندهاري او ايالت يې ګندهارا ونوماوه. دغو کډوالو نه يوازې خپل اصلي مرکز په ګندهار، کندهار يا کندهارا ونوماوه، بلکې په حقيقت کې يې تر لسو پېړيو روسته (يانې د احمدشاه بابا تر ظهوره پورې) يوه لويه مستعمره يوځل بيا د هغې لومړۍ کورنۍ ته ستنه کړه.
دا راستانه شوي چې له خپل هېواده غافل او تجديد شوي ول، له خپلو همقومانو او نورو سره يې يو ډول چلند وکړ، له کوم توپير پرته يې د کافرانو او هندوانو په نامه وټکول (ډاکټر بليو، د افغانستان نژادونه، اريايي سايټ)
د ډاکټر بليو د دې يادونې په باب غواړم ووايم، هغه سکان چې په (۱۲۸- ۱۲۴تر ميلاد مخکې) کلونو کې، وروسته تر هغه چې په خراسان کې يې پارتيانو د پرمختګ مخه ونيوله (درنګيانا) ته دننه شول او خپل نوم يې دغه هېواد ته ورکړ، که د ساکستان، سجستان، سيستان په نامه ياد شو. سکايي چارواکو چې تقريباً ۷۰ کاله يې د هندوکش په جنوب کې له سيستان او اراکوزيا نيولې تر تاکسيلا، پېښور او پنجابه پورې واکمني وکړه او د دې کورنۍ لومړنی پاچا (موئيس ۱۲۰- ۷۲ تر ميلاد مخکې) او وروستی يې ازيليرس (د ۴۵ – ۴۰ تر ميلاد مخکې کلونو حدودو کې) يادېده، وروسته په سيستان کې د پهلوي سورن کورنۍ له منځ څخه، د نيمه سکايي او نيمه پارتي قبيلې له منځ څخه تر ټولو مشهور پاچا و (ګندوفار) د حکومت دوران يې ۱۹ – ۴۸ م دی، چې له ارغندابه تر پېښور او پنجابه پورې يې واکمني کوله. دا معاصر شخص کجوله کدفيزس (۴۰-۴۸م) د کوشاني کورنيو مشر و.
د سترو کوشانيانو له ظهور سره، په ځانګړې توګه د کنيشکا له پيدا کېدو سره چې د ګندهارا پاچا ګڼل کېده، د هند پر شمال يې فتوحاتو چې د ميلادي کال په لومړيو کلونو کې وشول، په هند کې يې د سکايانو د قدرت کمبله ټوله کړه (کهزاد: تاريخ افغانستان، دويم ټوک، اووم او اتم څپرکي).
پنځمه او شپږمه ميلادي پېړۍ د هندوکش په جنوب کې له کابله تر سيستانه پورې د هفتاليانو د عروج زمانه ده. د هندوکش په جنوب کې د هفتاليانو د قدرت په اړه بوسورټ وايي: لږ او زيات افغانستان ته د اسلام تر راتګ يوه پېړۍ مخکې، د هندوکش په جنوب کې ځينې هپتالي مشران (د ۴۹۰ – ۵۱۵م) او مهيراکولا (۵۱۵ – ۵۴۴م) د هند په شمال کې لوی قدرت جوړ کړی و. کرار- کرار د هند پر شمال د دوی بريدونه کم شول او د زوال خوا ته يې مخه کړه. خو د هندوکش په جنوب او ختيځ کې هپتالي واکمنان د سيمه ييزو مشرانو په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړه او لکه څنګه چې مو ليدلي دغو مشرانو د زنبيل (يا رتبېل) لقبونه لرل. (بوسورټ، تاريخ سيستان، ۱۳۷۴، تهران، ۷۸مخ).
پر دې بنسټ په پنځمه او شپږمه ميلادي پېړيو کې سکايي قومونو د هند په شمال کې هېڅ ډول قدرت نه درلود، د کهزاد څېړنې ته بايد پام وشي، چې د هردوت د ليکنو پر بنسټ، وايي: څلور مشهورې قبيلې ګندهاريان، اپاريتيان، ستاګيديان او داديکان د پاروپاميزاد په جنوبي درو يانې د غزني له جنوبه رانيولې تر پېښوره پورې اوسېدل. له دې جملې څخه ګندهاريانو له پېښوره تر سند پورې ژوند کاوه، چې په لومړۍ ميلادي پېړۍ کې د کوشانيانو د بريدونو له کبله د ګندهارا ځينو کسانو له سند او پېښور څخه د ارغنداب پر لوري کډه وکړه، چې د بودا د اوبو کاسه يې هم له ځان سره يووړه. (تاريخ افغانستان، لومړی ټوک، ۱۰۰مخ)
په دې حساب د کندهار نوم له ګندهارا څخه اخيستل شوی چې عربو معربه بڼه ورکړې ده او قندهار يې ليکي، چې نن هم په همدې املا په پښتو او پاړسي کې ليدل کېږي. زما په اند سمه بڼه يې (کندهار) دی، زموږ ليکوال بايد د (قندهار) پرځای (کندهار) وليکي چې سم شکل يې دی، ځکه بومي خلک هم کندهار، کندهار تلفظوي، نه قندهار، نو غوره دا ده چې (کندهار) ومنل شي.