په اوسني وخت کښي نژدې ټول پوهان پدې ان او باور دی چې انسان د خپل د ټولنۍ محصول دی . هغه ذهنیت له ټولنۍ نه اخلي، او په بشپړه توګه د ټولنې دروان حالت تر اغیز لاندې دی .دا پدې مانا چې ټولنه د ښوونځې حیثیت لری .یانې هر انسان چې په ورځني ژوند، په کور،کوڅه، کلي،ښار …کې څه له چا سره وینې ،آوري او ورسره مخامخ کېږي هاغه کړه ،وړه د ده په ذهن کې ځاې نیسې ،شعوراًروزل کېږی .
پرته له شکه څوک چې څه ذده کړي بیا همهغه کړنه کوی اوکه له نورو کړو نه ګټه ،وټه په کې ډېره وی نو بیا هاغه خپله موخه او هدف ټاکی دېرش کاله پخوا چې ګلاب زوی او نورالحق علومي شان انقلابیانو(خلق،پرچم ) په ۱۳۵۷ کال کې د بمو،ګولیو او د وسلو د شپېلې به زور د شوروی پلوه نظام بنسټ کېښود. پوره ۱۴ کاله یې دافغان مېړه ني ولس د بې پتې ، بې عزتۍ سربېره د روڼ اندو ،کسب کرو ،سوداګرو د مېرمنو ، نارینه وو د لویانو او کوچنیانو د وینو په پمپه ولوسا ورپوو کړه .
د استبداد نظام په هرشېبه کې جبر ،تېري او ظلم زېږه وه .د ګوند هر یو غړی دا جواز لره چې د شوروی پلوه حکومت سره که په زړه کې هم څوک مخالف وی دوی حق لره هاغه څه پرې وکړي چې زړه یې غوښتل .
اوسېدونکو لیدل ،اورېدل او ورسره مخامخ کېدل چې یوشمیر بې ضمیره کسان د وطن او ولس پلورنې په معامله کې بهرهنې ملاتړ تر لاسه کوی ، وسله وال او پېسه دار کېږې . د وخت په تېرېدو سره د خلکو باور په یقین بدل شو چې بهرنې ملاتړ + وسله + پیسې مساوی په ولسمشري ، وزارت ،معینت……دی.
ورته استبداد او ظلم په پاکستان او ایران کې د تنظیمو مشرانو او چارواکو هم زېږه وه .تنظېم او جبهه جوړل د هغه چا حق وه چې د یادوو شوو هېوادنو د څارګرو شبکو غوښتنی سل په سلو کې ځوابه واې شوې. د تنظیمو د مشرانو په ا ن هاغه څوک مسلمان ګڼل کېده چې د دوی د لڼد ،تنګ او مرﺉتوب په تنظیم کې ورګډ او ملګری شوی وه یا په بله وینا چې د افغانستان په ورانونې او افغان وژنې کې ټینګه برخه اخیسته . د دوی په لاسو د لویو لارو ورانول ،ټول ګټی ودانۍکنډواله کول، پلونه اوبند ونه له میځه وړل دا هسې تصادفي اویوناڅاپي کړنه نه وه. بلکې د احسانمن او وفادار مریې د ځان ښودو او ثابتولو په موخه یې په شعوري او پلان شوی ډول دا کړنې کولې اوکوی یې . جګړه یې د بادارانو په آمر د هغوی د ستراتېژیکي ګټواو مخو ته د رسېدو او د ځانو د مطرح کولو او مړه ولو لپاره پسې اوږده کړه .
که چېرې مسعود کابل ته پدې عقیده نه وه ننوتلې چې کابل له پښتنو نه داسې پاک کړی چې کوم جګړه مار یې د چا د کور ور وټکوی، د کور له دننې د څوک ویلو په ځاې باید (کیستی) ووایې . همدارنګه که محقق،خلیلې او محسني د ایراني متعصبینو ملایانو په آمر د ګران افغانستان په زړه کې د هزازستان د خپلواک هېواد د نقشې د عملي کولو په موخه د پښتنو په سروکې مېخونه، نه وه ټکوهلي ژوندي کسان یې نه وه آره کړي په کانتینروکې یې نه وه کباب کړی .هېڅکله به جګړه نه وه توده ،تونده او پراخه شوی ،که په لویو او وړو لارو باندې قومندانانو د غلا ،شکونې او باج اخستو پاټکونه نه وه اچولي ، وسله به د ګټی ،وټی وسیله نه وه ګرځېدلې ،جنګ او جګړه به د خلکو عادت نوه شوای ،په غلامي او مرﺉتوب به نه روزل کېدل . د دودی د ظلم ،تېري ،کړونې ،وژنې او وحشت له وجی طالبان وزېږېدل، ولس له ناچارۍ نه د خلاصون تکیه پر هغوی وکړه .
له طالبانو د پرښتو تمه کېدل نه پرځای کاروه اونه ده .پدې چې د ګلاب زوی او د عولومي دوی دوحشت له وجې تنظیمونه وزېږېدل ،بیا د هغوې جنایتونو طالبان رامینځته کړل .
طالبانو له څه نمیګړ تیاوو سره یو ډېر ستر کار وکړ چې هېواد یې له تجزیې نه وژغوره،وسله یې ټوله کړه او پیاوړی مرکزی حکومت یې جوړ کړ .
غداران د وضعې سره سم خپلې څېری او بڼې بدلوی د پرون ښی اړخي (مسعودیانو ،محققیانو) چې روسان یې د اسلام او افغانستان ستر غلیمان ګڼل اوس د کرملین د واکمنو مریدان دي . کیڼ اړخو چې ( عولومیان،ګلاب زویان) امریکا یې امپریالیزم او توره ارتجاع نومه وله .اوس یې د مدنیت او دیمو کراسۍ عالمبر دار ښی. پخوا چې دواړه ډلګۍ یو د بل د وینو تږی وه ، نن نوک او ورۍ دي . تر پرون پورې یې د روسانو د مرﺉتوب غړوندې په غاړه وه دسپتمبر ۱۱/9 پیښې د دوی تور بخت ورله روښانه کړ د امریکا د غلامۍ ویاړیې هم ورپه برخه کړ.پخوانۍ مقولې نه یې کار واخیست ( د بهرني زبر ځواک په ملاتړ واک تر لاسه کول شونی دی )
د بوش حکومت چې د بشريحقو، دیموکراسۍ ،او مدني ارزښتونوته ژمن وه د هغوی د مریتوب د منلو په خاطر یې پر انساني، مدني او حقوقي ارزښتود بطلان کرښه کش کړه .د دوه میلون شهیدانو ،د ۸ لکو معیوبانو او د لس هاوو زرو نادرکو افغانانو قاتلان او مجرمان نه یوازې چې ویبښل بلکی د متضادو جنایت کارانو نه یې یوه ورانکاره ،قاتله افغان دوښمنه اداره جوړه کړه .
د افغان ولس او د نړۍ والې ټولنۍ د تېرایستنې لپاره یې یو څوتنه بې غرضه خو بې صلاحیته ، معا مله ګر او ځان پاله د کرزی په مشرۍ ورځاې کړل.
له پیل نه د کورنیو مبصرینو ،څېړونکو کارپوهانو تر څنګ سیمهﺉېزواو نړۍ والو افغانستان څېړونکو وویل! چې دا حکومت د امن د راوستو پر ځاې نا آمنی زېږه وی پدې چې د ا اکثره وزیران دا ۲۵ کاله د بې ثباتې عاملین ګرځېدلې دی . دوی د وسلو او ملېشو په زور پېژندل شوی . که په ریښتني ډول څوک غواړی چې امن راشی همدغه کسان دې بې وسلې کړی سوله او ثبات بې له ځنډه مینځته راځې. یا باید دا کسان په کور کښینوی ځکه یو مجرم چې بښل کیږی بل مجرم لمسیږي . مقابل لوری داسی انګېري چې غلامي او جګړه کول واک ته د رسېدو یوازنی اسانه لارده بیا هغوی به هم ورته کار ته لاس واچوی .
لیکن د امرېکې مشران خپلو مالي او پوځي امکاناتو مغرور کړی وه بابېزه یې وګڼله .
طالبان د بي ۵۲په زور مات شول او د جنایت کارانو متضاده اداره پکار وګومارل شوه. تش په نامه حکومت جوړشو. لیکن په حقیقت کې واک د افغان ولس قاتلانو اود هېواد دلالانو ته وسپارل شو. د حکومت له کمزوتیا وو نه په استقاده هر جګړه مار چې حکومت ته څومره ډېرې ستونزۍ جوړه وي د سزا پر ځاې هومره زیات امتیازیات ورکول کېږي .
طالبان چې په لومړیو دوه کالو کې وسله غورځولې وه او پخپلو کورو کې پټ وه مسعودیانو او محققیانو د ژبې او قومي د تعصب له مخې اېتلافي پوځونو ته غلط او نا سم راپورونو لړۍ پیل کړه د هېواد په هره ګوښه کې یې د پښتنو سیمې یې د القاېده او طالب په پلمه پرې بمباره وی. له یو میاشتنی ماشوم نه نیولې تر آتیا کلن بډۍ او بډا پورې په فر دي او ډله ایزه توګه وژل کېږي .او څراغ په لاس سوړه په سوړه د طالبانو د لټون په نامه کمپاینونه کوی ،مخور،سپین ږیري او د سر کسان پرې نیسې .
طالبانو د ځان ژغورنې لپاره وسلې ته لاس کړ روسیه او ایران چې په تېر کې د طالبانو سخت غلیمان پاتې شوی .اوس په سیمه کې د امریکې شتون دېته اړ اېستلي چې د پیاوړي غلیم د ځپلو او کمزوره کولو په خاطر د کوچني او ضعیفه غلیم ملاتړ وکړي .آی،اس،آې خو د پاکساتان د ژوندي پاتې کېدو لپاره له هغه پیل نه د طالبانو ملاتړی پاتی شوی.له تېرو څلورو کالو راهیسې طالبان د یاد شوو هېوادو مالي،لوجستکي او پوځي ملاتړ او د مذدور حکومت په وړاندې د خلکو کرکې د د ې جوګه کړي چې په اېتلافي او حکومتي پوځو باندې نیمه جبهوی او غلچکی برېدونه وکړي . هغوی اوس د بیا واکمېدو لپاره د هر چا مالي او پوځي مرسوته خوله وازه نیولې .
اېتلافي قووای د اپاچی، شنوک او بي۵۲په بر لاسې طالبان ځانمرګیو برېدوته اړاېستل. دې کار د هغوی جګړه ایز مورال لوړ او دجنګ پله یې د ځان په خوا درنه کړې . د دواړو غلیمو ډلو د بریدونو په وخت کې ۷۰ په سلو کې مظلوم ولس د ښکار نښه ګرځېدلې .
د اشغال پدې ۷ کالو په موده کې د ملې شعور روحیه بې کچې کمزوره شوی برعکس د غدارۍ او مریتوب هاغه لوړه شوی . د دې دېرش کلنې غمیزې د عاملینو تر څنګ نژدی ډېر کسان پدې اند دې او په مېړانه سره په مجلسو کې وایې که څوک غواړی په افغانستان کې حکومت وکړی نو باید وسلې او پیسی ولری .دا دواړه خو افغانان نلری نو باید د کوم بهرني ځواکمن هېواد ملا تړ له ځان سره ولري .
همدی شعار داښاغلي دهېواد د ډېرو پټو او مهمو اسرارو په رسواکولو ، د ملي شتمنۍ په ډېره ټیته بیه معامله کولو او د افغان ولس د غرور د ماتولو اوځان د تکړه او وفادار غلام د ثابته ولو په موخه د هېواد په دننه د شتمنو هېوادو سفارتو ته او په بهرکې د څارګرو شبکو اداروته په ځغاسته شوی.
تر هغه چې دا مریان خپل تقدیر په تد بیر پورې ونه تړي ،د پردیو د ملاتړ پرځای لومړی پخپل ځان ډاډه او دوهم په افغان ملت ډډه ونه لګوي ،د سیاست ډګر ته د راتلو په وخت کې د وسلې پر ځاې قلم په لاس کې ونلري ،د ځان پالنۍ او ځان غوښتنې د شعور پر ځاې یې ملي شعور ویښ شواې نه وی .ښکېلاک ګر به همداشا ن یو مجرم به نازه وی بل به ورته لمسیږي .