کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مه کوه په چا، چې وبه شي په تا

مه کوه په چا، چې وبه شي په تا

تر هر څه د مخه د خپلو ملامتو لاسونو ملامت کچکول د دوعا په اميد د الهه و دربار ته ملامت پورته کوم او دا دوعا کوم چې: الهي ستا د رحمتونو په رحمت د رحمت له اسمانه زموږ د زړونو د کربلا په دښته کې د انساني فطرت مړه تخمونه د مينې او محبت د فصلونو په فصل په فصلونو راشنه کړې څو د هر يوه پر ژبه مو د يوسف په څېر د (لا تثريب عليکم اليوم) توري په چيغو چيغو جاري شي او يوه او بل ته په سکني ورور بدل شي امين.

وروڼو! زما له نظره که ددې ستړي ملت د ستړو بچيو د ستړياوو ستړي تاريخ ته ځغلنده نظر وکړو، نو تر هر څه د مخه به، دا راته جوته شي چې: زموږ د بدختيو اصلي عامل هر وخت، د کومک او مېلمستيا په نوم د بدبختو راغلو مېلمنو لخوا راپېښ او د پښتانه قوم ريښتينو ککريو په لوګرو بدل شوي.

که موږ د پرونه نه، هغه بل پرون تاريخ ته وګورو چې پرديو يې د اويجې پر مخ خپل هوسي اسونه، نه ځغلول، هم د يوه دسترخوان تر څنګ په ناستې ناست وو او هم يې کله اصفهان او هم کله ډيلی خپل پاتخت نوماوه او د دښمنۍ هر دښمن ته يې د خپلو فولادي سوکونو په سوک ورته ژامې ماتولې، خو دا موضوع د وخت د کمبود له امله نه څېړو، تاريخ يې د ښه شاهد په توګه په شاهدۍ ولاړ دي.

راځو د اوسني دور اوسني مصيبت ته: د پښتانه قام هر پښتون او افغان دا مني چې جهان اوس په يوه کلي بدل شوی او پښتانه قام هر پپښتون او افغان غواړي له دې کلي نه، د باندې په پاتېدو، پاته نشي او غواړي چې په دې کلي کې يې د پښتانه په نوم پښتنه کلا په درېدو، داسې ودريږي، چې د برجونو په ليدو يې د هر نابلده سر له پاسه پرته ټوپۍ له هيبته پر مڅکه راپرېوزي.


خو دا غوښتل د خپل دين، ازادۍ، کلتور او اصيلو رواجونو د قيمت په بدل نه غواړو، موږ مېلمانه غواړو او غواړو چې د خپلو نيکونو نه په ارث د اخيستي خصلت له مخې يې په کومک او خدمت ځانونه د ستړيا په خولو غرق، په غرقېدلو غرق کړو او د خپل ذهن له قاضي نه يې د اوسېدلو فتوا واخلو او د کړي احسان، احسان يې د خپل ذهن په قاموس کې تر ابده په احترام د امانت په امانت وساتو.


خو هغه مېلمانه بيا هيڅکله او په هيڅ صورت نشو منلای چې د خپلو جيبونو د ننه د پرتو فرمانونو فرمان راباندې په زور قبلوي،

زموږ مېلمانه بايد زموږ تر بيرغ لاندې زموږ د ضرورت او زموږ د حکم په فتوا د کار، کارونه وکړي او که داسې نه وي نو زموږ د ذهن ناست مفتي به يې هغه، هغه د بل پرون تورمخي انګريزی لښکر بولي چې د کمناټن او برايډن د انتقام په خيستو يې راته د غازي کابل غازي ځوانان بوډاګان او تورسري، د انتقام په بلا په بلا وخوړل او يا به يې هغه د پرون شين سترګې وبولي چې دولاړو کلاګانو ولاړ کلي يې زموږ په هديرو بدل کړل، نور راځئ چې: د قضا په مصلې د انصاف په قضا کښېنو او وګوور چې د کومک په نوم د نن مېلمنو موږ ته له ځانه سره غير له هغه کاپۍ نه، چې د ډيموکراسۍ په نوم ډيموکراسي يې بولي، هغه چې د خپلو دربارونو د ننه يې په تطبيق د ځيګر ځيګريان شول، هغه چې پر سد سړي يې راته په لېونيو اليش کړل، هغه چې رياستونه يې د رشوت په اجاره، اجاره شول، هغه چې د مکتب د ننه ځوان يې راته په سوني نيګم بدل کړ، هغه چې راته د ساز او اواز په نوم پيغلوټي يې د فېشن په فېشن په ډيانا بدلوي، هغه چې د B52 په بمبار يې هم کلي او هم باغونه وران کړل، هغه چې د شينډنډ پر مځکه د خيراتي ديګونو د خيرات د خوراک په اميد ناست خواران يې د خپل تن په غوښو تر ابده په مړتيا ماړه کړل، هغه چې د خرواري بمونو بمونو په خروارو يې د واده د ښادي، ښاد حلک په رڼو سترګو په خاورو ښح کړل چې په ليدو يې هم کاڼو هم پوټو هم بودا او هم زدرښتو ژړل، هغه د توروريست په نوم يې يوازې او يوازې د پښتانه سرونو له پاسه تورې منحوسې کڅوړې په کښېيستو کښېيستې، هغه چې د القاعده په نوم يې پاک ملايان او طالبان له مسجدونو په فرار مجبور کړل، هغه چې د فابريکو د ننه يې د مبارکې کليمې په کليمه د فوټبال بالونه جوړ کړل او بيا يې د خوست د لوبو د ميدان له پاسه په ريشخند راغورځار کړل، هغه چې د دوی په وسلو بار وسله وال کله باميان، کله کندوز، کله مزار او کله فارياب کې د جنسي تېريو په تېري، تېره سرونه ګرخي، هغه چې د تصويري‌نشراتو په ليدو يې د هر باوجدانه سترګې له شرمه ړنديږي، هغه چې دغصبونو په غصب شتمن يې نور هم شتمن کړل او د خواريو خواران يې د فقيرانو له لښکرو بدل کړل، هغه چې د غوث زلمي په حېر غوثان يې د قران د تحريف په هڅه هڅاند کړل او د کامبخش په څېر کامبخشيان يې د خواږه نبي ص په خواږه سيرت په انکار، انکار کړل او څه يې د دين په قېمت د روم مېلمانه کړل.


هوکې: هغه چې راته ولاړې کلاګانې د تمدن به نوم په نړېدو نړوي او هم مو د دين په کنډو، کنډو کېدو کنډو، کنډو لګيا دي، په کبرجن کبر کوږخولي په کبر کبر د دوی په خوله د تروريستانو د ورکولو په نيت د قاف له غره نه ها خوا تر دې ځايه د خپلو توپونو، ټانکونو، طيارو او بمونو سره يو ځای ټوپک په لاس زموږ د کورو د ننه راغلل او د پخوانيو ياريو په ياري يې خپلو يارانو ته د دوی په خوښه د مقام مقامونه د چور په اجاره، اجاره ورکړل.

نه يې ځان تر دې ځايه له چا نه په پوښتنه مجبور وباله او نه يې له چا نه د څه کولو د اجازې په اجازه ځان ته زحمت ورکاوه او هر څه يې د خپل ذهن په فتوا د عمل په عمل بدلول، څو د عملونو عمل يې د کور د ننه ناست بې وسه ببر سري د جنګ په جنګېدو مجبور کړل، دا ځکه چې د نيوټن د دريم اصل پر بنياد هر عمل ځان ته عکس العمل لري.


خو د دوی جنګي وسايلو نور هم دوی په جنګ وګومارل او دوی ته يې د حال په ژبه دا شانې ويل چې: زور هر څه اواروي او دوی هم په منلو منل خو په دې نه پوهېدل چې د جنګ بلاګانې د جنګ حملونه اخلي او د جنګ جنګي بلاګانې په زېږېدو زېږوي چې په خوراک به يې د دوې سرونه قرباني شي.

او که خدای مه کړه د جنګ د غه بلا زموږ له نيکونو راپاته تورې زموږ له لاسونو واخلي، خو د ذهن ډک ټوپکونه به مو د پرديو تر شړلو او ورکولو پورې د دوی په لوري په نښانه پر ماشه ولاړ وي.


هوکې: اوس هم وختي دی او موږ هم له مدنيته منکر نه يو، موږ پر مدنيت ايمان لرو او د مدنيت اثار مو د زرګونو کلونو راهيسې زموږ پر مدننيتوب د شاهدۍ په دود هر ځای شاهد، شاهد ولاړ دي او هر يو مو د واقعي مدنيت لپاره هم له وينې او هم له سره تېرېږي.‌

خو د مدنيت په نوم هغه مستوره ډيموکراسي چې د مدنيت د پوړني په ستر کې هم په چا خولې لګوي، هم د حال او هم د عمل په ژبه دا شانې وايي چې: سترګې پټې خوله خلاصه، هر څه چې وايې هغه وايه، هر څه چې کوې هغه کوه، نو د داسې تارتوکي ډيموکراسۍ راوړې وړۍ به دلته تر ابده شړۍ نه شي.

که موږ تاسې او ستاسې په څېر نور نابللي پرېږدي موږ تر هغې ډيموکراسۍ، ډېره ښه ډيموکراسي لرو او هغه دا چې: (وشاورهم فی الامر، خيرالناس من ينفع الناس، وتود الامنت الی اهلها، واذا احکمتم بين الناس ان تحکم )


خو افسوس، افسوس چې تاسې او ستاسې غوندې پړسېدلي مو د هغه د عمل و عمل ته په عمل نه پرېږدي، دا ځکه چې د عمل په عمل به يې له دې ځايه جنت فردوس جوړيږي او د جنت هر جنتي به يې د هر چا په اغا بدليږي، هوکې همداسې ده: نو که غواړئ آ د امن او امان په ټېکه، ټېکه دارانو! چې دلته امن او امان راشي نو په لاسونو کې پر ماشه ولاړ ټوپکونه او بمبارونه د قاف غره نه ها خوا په لېږلو ولېږئ او له ټوپکه فارغ لاس زموږ ولور ته د سولې په اميد، په اوږدېدو را اوږد کړئ او زموږ لاسونه به هم هغه وخت، چې څه موږ وايو هغه وکړي، په سوله در اوږده شي.


دا ځکه چې دا د افغانانو کور دی، دا کور موږ د ځان او د خپلو بچيانو لپاره غواړو، موږ قرباني د ځان او او د خپلو بچيانو لپاره ورکړې او ورکوو يې. شناخت به ټينګ سره کوو خو کورونو ته به نه سره ورځو، نو که دې زموږ د خبرو په اورېدو غوږونه کاڼه نه وي نو راشه هغه څه وکړه چې ستا د تاوانونو و تاوان ته نور تاوان نه شي او پر راغلې لار باندې په بيرته تللو د قدمونو قدم کېږده او يا موږ ته د رښتيا په امن کوم چې په هغه کې زموږ امن امان پروت دی.


زموږ دې ماتو لاسونو ته د رښتيا په لاس، په لاس بدل شئ، نو که نه دغه وي‌ او نه هغه، نو په دې پوه شه چې ستا په نظر دغه خواران، هوکې همدغه خواران په دې پوه شوي چې په دې لوبه کې ددغو قصابانو د دوکانونو پر سر، سر د غوايي ځړيږي خو غوښې د سپو خرڅېږي، او هم ددې باغيرته خاورې د ننه دغه متل لا تر اوسه ژوندی دی چې وايي: که يې يو وار خطا ايستې، دی دې خدای خوار کړي، که يې بيا خطا ايستې بيا دې هم دی خدای خوار کړي خو که يې دريم ځل خطا ايستې نو تا دې خدای خوار کړي.


او تا ته دې معلومه وي چې موږ اوس د دريم ځل پر خطا ايستو ولاړ يو خو دا ومنه چې بيا نه خطا وزو او د (قل جا الحق و زهق الباطل) د عمل ومصداق ته په ايماني جذبه د ايمان په ايمان انتظار ولاړ يو، د همداسې ورځې د ژر راتلو په هيله.


چې غليم يې په کينه شونډې په غاښ چيچي تر اوسه

زه د هغه غيرتي وطن پردېسه افسانه يم