ايتلافي ځواكونه وايي په لوګر ولايت كي يې د عملياتو پر مهال د طالبانو سيمه ايز قومندان وژلى او پنځه طالبان يې ژوندي نيولي دي.
د ايتلافي ځواكونو له خوا يوه خپره سوې پاڼه وايي په دغو عملياتو كي يې طالب قومندان شيرين آغا له منځه وړى، چي په لوګر او شاوخوا سيمو كي يې د ماينونو په ښخولو، تښتونو او ترورونو كي لاس درلود.