افغان حكومت وايي د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ به نن درې لوړ پوري وزيران متحده ايالاتو ته روان سي.
د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي د دغه هيئت د سفر موخه، د افغانستان په اړه د متحده ايالاتو په نوې ستراتيژي كي د افغان حكومت د نظرياتو پر سر خبري كول دي.
د متحده ايالاتو نوي حكومت ژمنه كړې وه، چي امريكا به د افغانستان په باب خپلي جنګي ستراتيژي ته بدلون وركوي او سپينه ماڼۍ وايي اوس يې پر جوړلو كار روان دئ.
په دې هيئت كي د بهرنيو، دفاع او كورنيو چارو وزيران شامل دي، چي نن به له كابل څخه متحده ايالاتو ته روان سي.