همدا اوس خبرې رسنو خبر وركړ چې دمولانا صوفي محمد په مشرۍ سوات ته تللي پلاوي دمولانا فضل الله سره په دريم پړاوكې خبري كړي او فضل الله هم خپلي غوښتني ورته وړاندي كړي ، رپوټونه وايې چې مولانا فضل الله دسوات څخه دپاكستانې فوځيانو وتل،دزنداني طالبانو راخوشي كيدل ،طالبانو ته عمومي بښنه او په ملاكنډ سيمه كې داسلامي شريعت پلي كيدل وغوښتل، كه څه هم په دې اړه نور معلومات نه دي وركړل شوي خو ويل كيږئ چې دا به دخبرو وروستي پړاو نه وي ،