ولسمشر حامد کرزي نن د ارګ په ماڼۍ کې د ایران له مرستیال ولسمشر پرویز داوودي سره ولیدل او د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو یې خبرې وکړې.
له ولسمشرۍ نه لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر کرزي ته د ایران مرستیال ولسمشر ویلي چې ایران هیله لري، د هرات او میمنې ترمنځ د وسپنې پر لاره پانګونه وکړي.
د ایران د مرستیال ولسمشر په مشرۍ یو پلاوی چې کابل ته راغلی له ځانه سره د سوداګرو ډلګۍ هم لري، د ایران مرستیال ولسمشر له افغان چارواکو سره په کتنه کې یاده کړې چې ایران تمه لري په افغانستان کې ښه پانګونه وکړي.