کور / تازه خبرونه / برتانيه: د طالبانو د هيروينو څلور فابريكې له منځه ولاړې

برتانيه: د طالبانو د هيروينو څلور فابريكې له منځه ولاړې


په افغانستان كي مېشت برتانوي پوځيان وايي د طالب جنګياليو د هيروينو څلور غټي فابريكې يې له منځه وړي دي.
برتانيه وايي دغه عمليات چي په جنوب لوېديځ ولايت هلمند كي ترسره سوي،  څه باندي ۷۰۰ برتانوي او افغان پوځيانو برخه اخيستې وه.
د راپور له مخي له دې فابريكو څخه ترلاسه سوي نشه يي موادو ۵۰ ميليونه پونډه ارزښت درلود، چي ټول يې له منځه وړي دي او فابريكې يې په بمونو الوزولي دي.
راپور وايي طالبانو د دغو فابريكو له توليداتو څخه د خپلو جنګياليو دپاره مالي امكانات برابرول، چي په له منځه تلو سره به يې تر يوه حده د طالبانو مالي منابع ضعيفي سي.
د برتانوي او افغان پوځيانو له خوا دغه عمليات پر داسي مهال ترسره كېږي، چي تېره اونۍ د ناټو ځواكونو وويل، د نشه يي توكو كاروباريان كه له طالبانو سره تړاو لري كه نه، دوى به يې له منځه يوسي.
سره له دې چي په تېرو اوو كلونو كي په افغانستان كي د تارياكو د كښت د مخنيوي دپاره د افغان او نړيوالو ادارو له خوا په سوونو ميليونه ډالر مصرف سوي، خو د نړيوالو سروې ګانو له خوا خپاره سوي ارقام ښيي، چي افغانستان اوس هم د نړۍ تر ۹۳ فيصده زيات نشه يي مواد توليدوي.