کور / شعر / غزل

غزل

اموخته چې څوك د مينې په جنجال شي
وي ژوندى خو نور د مړي په مثال شـي
ښائيستونه به ئې نوره هم سـيوا شــي
كه ئې پورې په لنډۍ زنه شين خال شـي
خداى خو شته دى كه څوك نه لرم جانانه
يوه ورځ به د ضرور كــبر زوال شـي
زندګي مې د خداى بيرته رانه واخــلي
كه بې تا مې د بل چا د مينې خيال شـي
د جنت زيرى به څنګه نه پرې كــيږي
چې مين څوك په اشنا لكه بـلال شـي
ما ته ياده اشنا ستا د مخ څــيره شـي
چې ښكاره په تورو غرو د بوډۍ ټال شي
درمان داسې ستا غمونو اوتـر كــړى
لكه ښار ته چې راپيښ كوم كليوال شي